نظــر

طالبانو ملي وحدت عملا تأمین کړی دی

خالد افغان زوی –

په ارګ واکمن نظام چې د امریکایي خارجه وزیر جان کیري په لاس جوړشوی دی، نوم یي ورته ملي وحدت حکومت ټاکلی دی. معلومه خبره ده چې عنوان او ظاهري لېبل مهم نه وي بلکې مهمه دا وي چې آیا محتوی او معنون له  ظاهري نوم سره اړخ لګوي او کنه ؟

د کابل د رژیم ظاهري نوم ملي وحدت حکومت دی،مګر په عملي ډګر کې یي د افغانانو ملي وحدت ته داسې ټکانونه او ګوزارونه ورکړي چې پخوا نه و لیدل شوي.

د ملی وحدت په حکومت کې هره ورځ د لوحې په سر شخړه،د فرمان په سر شخړه، د تذکرې او پاسپورت په سر شخړه او دغسې نور جنجالونه وینو چې قومي درزونه لا نور پسې پلنوي او پراخوي. د حکومت مشران مجبور دي چې د مختلفو ملاحظاتو د پاللو لپاره  خپلې خبرې هر ځای نیمې په یوه اونیمې په بله ژبه وکړي،د حکومت نیم چارواکي ځان افغانان او نیم نور یي افغانستانیان بولي دغسې بلا نورې وحدت ځپونکې شخړې روزانه د ملي وحدت د حکومت په اداراتو کې جریان لري.

اما که راشو د طالبانو امارت ته، د طالبانو د امارت  په نوم او عنوان کې د ملي وحدت قید نشته، مګر که رښتیا پټ نه کړو  باید اعتراف وکړو چې پخوا هم دې خوځښت د متحد افغانستان د بقاء کارنامه په تاریخ کې ثبت کړې او اوس یی هم په داخلي نظم، ارتباطاتو او ټولو مواقفو کې یو داسې دریځ موندلی چې له ټولو سمتي، لساني، قومي او نژادي تعصباتو څخه پاک دی.

همدا اوس مې یو ویډیویي کلیپ لیدلو، چې د هیواد په شمال سرپل ولایت کې ثبت شوی و، په دې کليپ کې طالبان، د یوه کلنیک ډاکټران، ولسي خلک او قومي مخور ښکاري، دوی تر خپل منځ سوال  ځواب او خبرې کوې، چې په دریو ژبو پښتو، دري او ازبکي دي، پوښتنه په دري وشي، ځواب یي پښتو یا ازبکي وي همداسې برعکس. خو له دې ټول قومي بیلوالي سره سره ددوی ترمنځ فضاء بشپړه له صمیمیت ، وحدت  او اخلاص څخه ډکه ده، د بیلابیلو ژبو کسان هیڅ له یو بله د پردیتوب احساس نه کوي، ټول لکه سکه وروڼه  داسې له یوه بل سره مفاهمه  او خبرې اترې کوي البته ژبې یي مختلفې دي.

ما چې د افغانستان د بیلابیلو اقوامو سره د تړاو لرونکو کسانو ترمنځ  یو ځل بیا داسې د ورورګلوۍ فضا ولیدله  نو زړه مې له خوښۍ په ټوپونو شو، دالله تعالی شکر مې ویوست چې لله الحمد افغانان سره بیل نه دي، که څه هم ددوی په نومونو بیلابیل متعصب تنظیمونه جوړ شوي دي، شیطاني شبکو ډیرې خوارۍ او تبلیغات کړي مګر عام افغانان، واقعي  د افغانستان مالکان او اوسیدونکي لا هم د یوه او بل سره نوک او اورۍ دی چې هیڅکله نه سره پردي کیږي.

د افغان اولس د بیلابیلو اقوامو ترمنځ د درزونو نړول او ټول په یوه داعیه راغونډولو کې تر ټولو ښه کردار طالبانو اداء کړی دی چې هم یي پخوا ټول د اسلامي شریعت په ټغر راټول کړل او هم یي اوس ټول قومونه پښتانه،تاجک،ازبک،ترکمن،عرب،ګوجر،بلوڅ ،نورستاني،پشه یي او حتی تر هزارګانو پورې  تر یوه بیرغ لاندې د یرغل په خلاف د جهاد په متحد سنګر کې راټول کړل او په دې ډول یي ددوی ټول خپلمنځي توپیرونه محو کړل.

د افغانستان د ټولو قومونو خلک د کابل د حکومت په خوا کې هم شته او په طالبانو کې هم شته، مګر تاسو به  هیڅکله له کوم، پښتون،تاجک، ازبیک، بلوڅ یا د بل قوم سره تړاو لرونکي طالب څخه نه وي اوریدلي چې د خپل قوم مشخصه داعیه یي راپورته کړي وي او د لطیف پدرام غوندې یي جاهلانه تعصب ته ملاتړلې وي، مګر د حکومت په خوا کې که د هر قوم اړوند چارواکي دي ددې په ځای چې د متحد افغانستان لپاره کار وکړي او ټولو وروڼو اقوامو ته په یوه نظر وګوري، هر یو د خپل قام په سر تجارت کوي، قومي شعارونه بدرګه کوي او نورو اقوامو ته د پردیتوب احساس ورکوي.

له دې څخه معلومیږي چې د کابل حکومت که څه هم نوم یي د ملي وحدت حکومت دی مګر عملا په ملي وحدت او متحد افغانستان باور نلري  او دا یوازې طالبان دي چې ملي وحدت او د ټولو اقوامو ورورولي یي  عملا ثابته کړې او د قومونو ترمنځ یي د پخوا په شان د اسلامي اخوت روحیه راژوندۍ کړې ده.

ټاګونه

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x
Close
Close