په یو کار کې د نیت او اخلاص ارزښت او اړتیا

حیات پکتیاوال-

د اسلام په قاموس کې د عبادت د قبلېدو لپاره درې اساسي او بنسټیز شرطونه دي

۱ـ د نیت صفاي
۲ـ په عمل کې اخلاص
۳ـ عمل د شریعت د لارښوونو سره سم سرته رسول

غواړم دلته د نیت صفاي او په یو کار کې د اخلاص د ارزښت او اړتیا په اړه یو څو نبوي ملغلرې او لارښوونې درسره شریکې کړم، په دې هیله چې الله (ج) مو ټول کړه وړه د دنیا او اخرت د سعادت او نیکمرغۍ لپاره وګرځوي (اللهم امین)

الله جل جلاله د شيطان له خولې نه موږ ته په قرانکريم کې د اخلاص په هکله فرمايي:

(قَالَ رَبِّ بِمَا أَغْوَيْتَنِي لَأُزَيِّنَنَّ لَهُمْ فِي الْأَرْضِ وَلَأُغْوِيَنَّهُمْ أَجْمَعِينَ (39) إِلَّا عِبَادَكَ مِنْهُمُ الْمُخْلَصِينَ (40) الحجر)
ژباړه: هغه (شیطان)وويل: “زما پروردګاره! څنګه چي تا زه بې لاري کړم، په هماغه شان به اوس زه په ځمکه کښي د دوى لپاره د غولوونكو وسايلو په وړاندي كولو، دوى ټول بې لاري کړم،  پرته ستا له هغو بندګانو څخه چي تا له دوى څخه خالص کړي وي.”

مخلص هغه چاته  وايي چې خاص د الله جل جلاله د رضا لپاره ښه کارونه کوي او پدې خوښ نه ي چې خلک دي زما صفت وکړي يا دي مشهور شم يا زما ډله مشهوره شي.

له همدې امله پيغمبر عليه سلام فرمايي: چې الله جل جلاله يوازي د هغه چا ښه عمل قبلوي چې يوازي د هغه (الله ج) د رضا لپاره وي کله چې شيطان د اخلاص دغه مظبوطه کلا وويني سره لمبه شي او ناهيلى روان شي.

د اخلاص په اړه د رسول اکرم صلى الله عليه وسلم څو مبارک حديثونه:

١-  د ابو نعيم الديلمي څخه په يو راويت کې راغلي دي چې رسول اکرم صى الله عليه وسلم فرمايي: څوک چې څلوېښت ورځې مسلسل اخلاص خپل عادت وګرځوي نو د زړه د حکمت چينې به يې په خولو جاري شي. ( سنن ابن ماجه، ج ١ ص ٨٥)

٢- له حضرت عمر فاروق څخه روايت دى چې وايې: ما له رسول الله صلى الله عليه وسلم څخه اورېدلي دي چې فرمايل به يې: د ټولو انساني عملونو دارومدار يوازي تر نيت يوري اړه لري او د هر سړي لپاره هغه څه دي چې ده يې نيت کړي وي، څوک چې د الله ج او د رسول صلى الله عليه وسلم په خاطر هجرت وکړي نو دده هجرت الله او د هغه رسول ته د قبول وړ وي او څوک چې د دنيا د لاسته راوړلو لپاره هجرت وکړي او ياد کومي ښځي سره د نکاح کولو په خاطر هجرت وکړي هجرت يې د هغه لپاره دى چې ده ورته هجرت کړى.

ددې حديث شريف د ورود سبب امام طبراني په صحيح سند سره چې راويان يې ټول ثقه او د باور وړ دي  د حضرت عبدالله ابن مسعود رض څخه روايت دي فرمايي چې د رسول اکرم صلى الله عليه وسلم په زمانه کې له موږ څخه يوه سړي له يوې ښځې سره چې په ام قيس مشهوره وه (اصلي نوم يې قيله ښودل شوى دى) د نکاح مطالبه وکړه، هغې ښځې ورنه انکار وکړ، مګر په دې شرط چې که هجرت وکړې نو بيا به درسره نکاح وکړم، دغه سړي هماغسي وکړل، هجرت يې وکړ او له هجرت څخه وروسته يې هغه ښځه په نکاح واخسته، عبدالله ابن مسعود وايي چې موږ دا سړى په مهاجر ام قيس ونوماوو او کله چې رسول اکرم صلى الله عليه وسلم له دې قصې خبر شو، نو همدا مبارک حديث يې بيان کړ.

ددې حديث ګټې:

١- هر سړي ته د هغه د نيت سره سم بدله او عوض ورکول کېږي يعني نتيجه او ثمره د اعمالو په نيت پوري اړه لري، نو مسلمان ته ښايي خپل هجرت او مبارزه د الله جل جلاله د رضا لپاره وګرځوي.

٢- د نيت صحيح کول يا سموالى د عمل د قبوليت لپاره اساسي شرط دى.

٣- د نيت د سموالي سره سره بايد عمل په ظاهري توګه د اسلامي شريعت د اصولو سره برابر وي.

٤- نیک عمل که هر څومره لوى وي خو چې نيت پکي سم نه وي د الله جل جلاله په وړاندي هيڅ ارزښت نه لري، هيڅ اجر او ثواب پرې نه مرتبیږي، بلکي برعکس عمل کوونکى پرې د هلاکت کندي ته لويږي.

٥- هر مسلمان ليکوال يا مصنف چې کوم تصنيف او ليکنه تر سره کوي نو غوره او مستحبه خبره ده چې دا حديث مبارک يې په سر کې وليکې تر څو يې نيت سم شي.

٦- هر مؤمن او مسلمان که نارينه وي يا ښځه وي، په ځانګړې توګه مربيان د اسلام په لور دعوت کوونکى او اسلامي مبارزين بايد دغه حديث ته پام او مراجعه وکړي او بيا وګوري چې خپل عمل د څه لپاره تر سره کوي.

٧- په دنيا کې د انسانانو تر منځ فيصلې په ظاهر باندي کیږي او په اخرت کې په باطن باندي.

٨- د بد او خراب نيت له امله د مسلمان ټول ښه عملونه له منځه ځې.

٩- اخروي ثوابونه په خالص نيت مرتب کیږي که يو څوک د کوم بل نيت لپاره هجرت او يا مبارزه کوي نو داخرت له اجر او ثواب نه محروم دي.

١٠- د پورتني مبارک حديث اصلي مقصد او حقيقت دا دى چې سول اکرم صلى الله عليه وسلم خپل امت ته داخبره ورپه ګوته کوي چې د ټولو عملونو او ويناګانو صلاح او فساد، قبوليت او مردوديت په نيت پوري اړه لري.

III: د حضرت انس رضى الله تعالى عنه څخه روايت دى چې وايي: موږ د نبي اکرم صلى الله عليه وسلم د تبوک غزا څخه را وګرځېدو نو نبي اکرم صلى الله عليه وسلم وفرمايل چې بېشکه زموږ تر شا په مدينه کې ځيني قومونه پاتي دي چې موږ نه کومې لاري يا وادې ته ورننوتي يو مګر دوى زموږ سره وو(په اجر کې راسره شريکان دي) دوى عذر بند کړي وو.( رواه البخاري)

دا حديث مسلم د جابر بن عبدالله انصاري څخه داسي روايت کړى دى چې موږ د نبي کريم صلى الله عليه وسلم په يوه غزا کې ووو نو رسول الله صلى الله عليه وسلم وفرمايل: هرومرو په مدينه منوره کې بعضي کسان شته چې تاسو نه په کومه لاره ځئ او نه کوم ناو پرې کوئ مګر دوى له تاسو سره دي ( له تاسو سره په اجر کې شريک دي، دوى ناروغي (له غزا څخه) بند کړي دي.

ددې حديث شريف لنډه شرحه:

له دغه نبوي حديث څخه دا معلومېږي چې الله په پاک نيت باندي خپلو بنده ګانو ته اجر ورکوي، که څه هم عمل يې نه وي کړي، لکه هغه کسان چې په مدينه منوره کې د يوه عذر په اساس پاتي شوي وو او د جهاد او غزا په هکله يې کلکې ارادې او اميدونه لرل نو محمد صلى الله عليه وسلم چې کله د تبوک د غزا څخه راګرځي نو وايي چې دوى له موږ سره د هري لياري په وهلو او هري وادې په قطع کولو او د اجر په ګټلو کې شريکان دي.

د حديث شريف ګټې:

١- اخلاص او پاک نيت د الله په نزد لوړ مقام او ښه اعتبار لري او خپلو معدوزه بنده ګانو ته د دوى د ښه نيت له مخي ثواب ورکوي.

٢- دا حديث شريف د الله تعالى په لوى فضل او کرم دلالت کوي چې که سړي عمل هم نه وي کړي، الله تعالى هغه د ښه نيت په اساس د خپلي عطا څخه نه محروموي.

٣- شرعي عذرونه مقبول دي او د ډېرو فرائضو او واجباتو د عفوي سبب ګرځي.

پورتنيو حديثونو ته په پآم سره هر مسلمان بايد خپل نيک عمل خاص د الله د رضا لپاره  وکړي  ځکه حضرت عمر فاروق (رض) فرمایي:
د الله جل جلاله مرسته  د خپلو بنده ګانو سره د هغوى د اخلاص او راستي په اندازه وي.

او که بيا هم د خپل شهرت د حاصلولو او نورو اهدافو لپاره نېک عمل کوي، نو په هغه کس باندي د پورتينو احاديثو په اساس باندي د پښتو ژبي دا متل صدق کوي چې وايي: هندو ستړي خداى ناراضه.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د