نظــر

د تاریخ فلسفه (۲)

 HistSciTechHome  پروویدینس (Providence):

    د کاتولیکي کلیسا په عقیده د تاریخ اصلي محرک الهي مشیت (پروویدینس) دی، کوم چې مخکې له مخکې څخه طرح شوی دی او دا هغه طرحه ده، کومه چې الله تعالی د خلقت(پیدائښت) څخه مخکې په خپل ازلي علم کې درلوده او د هغې اراده یې کړې وه. همدغه (الهي مشیت یا د خدای پیرزوینه) ده، چې تاریخ په حرکت راوړي.

    د کلیسا د الهي مشیت عقیده د مطالعې وړ ده او باید چې په کم نظر ورته ونه کتل شي.

    کازي میلیسلي فرانسوي کشیش د معاصرې فلسفې تاریخ نومې کتاب لیکلی دی، زما په نظر دغه کتاب د اروپا په تیر دوه سوه کلن تاریخ کې مستقل او نوی تحقیقي کتاب دی او څرنګه چې لیکوال یو کشیش او روحاني دی؛ نو د ټولو فلسفي مکتبونو، مذهبي، غیر مذهبي او حتی د مذهب ضد لیکوالو تر منځ یې په پوره ډول بې طرفې غوره کړې ده. که چیرې د کشیش دغه کتاب د برتراند رسل د کتاب (د لویدیځې فلسفې تاریخ) سره مقایسه کړۍ، د برتراند رسل کتاب به د تعصب څخه ډک؛ خو برعکس د کشیش کتاب به د تعصب څخه پاک او د یو ساینتسټ د کتاب په شکل ومومۍ.

    په هر حال کشیش (کازي) د الهي مشیت عقیدې ته معتقد دی؛ خو تاین بي چې یو پوهنتوني دی، دده عقیده هم د الهي مشیت عقیدې ته ورته ده.

    د تاریخ حرکت د تعرض او دفاع په اساس:

    تاین بي د تاریخ په حرکت د تعرض او دفاع اصل ته معتقد دی، همدغه د تعرض او دفاع اصل دی، چې ټولنې، فرهنګونه او تمدنونه منځته راوړي، پرمختګ کوي، ضعیفیږي او وروستي پړاو ته رسیږي؛ خو د یو نوي فرهنګ د تعرض په پایله کې بیا ځوانیږي، زړیږي او بالاخره مرګ ته رسیږي.

    همدغه د تعرض او دفاع علت دی، چې د تاریخ حرکت منځته راوړي او هم د تاریخ شکل مشخص کوي.

                                               تعرض                  تعرض

 

                                دفاع

                                                تعرض      دفاع

                                                                        تعرض

                       پیل                 پیل

پورتنی منحني شکل په مذهب، ایډیالوژۍ، نهضت، انقلاب، تمدن، نژاد، ټولنه، فرهنګ او ملت باندې صدق کوي. هر شکل ته که وګورۍ، د یوې انساني ټولنې، تمدنونو، فرهنګونو او مذهبونو په شان ځي او راځي. پدې مانا، چې انسان پرمختګ کوي، تر څو د منحني کرښې لوړې تعرض (نقطې) ته ورسیږي، لومړنی منحني د ځوانۍ په مانا دی، چې هلته ور رسیږي او بیا د هغه ځایه د ضعف په لور حرکت کوي.

    یو انساني ټولنه پرمختګ کوي او بیا د تعرض حالت خپلوي؛ خو د ضعف وروسته بیا د دفاع حالت خپلوي.

    خپله انسان هم همداسې دی، هغه هلک چې دولس یا دیارلس کاله عمر لري او د ډیرې انرژۍ لرونکی دی، کوښښ کوي، چې خپله انرژي مصرف کړي؛ نو تعرضي حالت اختیاروي؛ خو هغه شخص چې عمر یې د څلویښتو کالو څخه زیات دی، کوښښ کوي، چې انرژي واخلي، د طاقت مختلف درمل وخوري او دفاعي حالت خپل کړي.

    دغه حالت په اقتصاد کې هم ګورو، هغه چې په تعرضي حالت کې دي، ډیر ریسک (خطر) اخلي، پروژو او معاملاتو کې د خپل قدرت څخه لیرې فکر کوي او خپل مادیات په کار اچوي.

    تاین بي په خپل کتاب کې لیکلي: یو مذهب، ملت، ایډیالوژي، انقلابي نهضت او ټولنې ټول تعرضي او دفاعي حالت لري.

    مذهب او مذهب ته معتقد خلک هم همدا حالت لري. د نورو مذاهبو او ایډیالوژیو سره مناظرې او مناقشې کوي؛ تر څو خپل مذهب او ایډیالوژۍ ته د هغوی په منځ کې تبلیغ وکړي.

  نور بیا…

   مأخذ: فلسفه تاریخ، داکتر علي شریعتي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x