نظــر

ازادۍ راډیو ته خپل نامطرب کارکوونکي نامطلوب دي

نن مې له مودو وروسته یو ځل بیا دانټرنټ په مټ ازادۍ راډیو واورېده ،  په راډیو کې مهمه خبره  د تېر لمریز کال دازادۍ راډیودغوره  شخصیت  په اړه وه ، مافکر کاوو دازادۍ راډیو کوم شناخته امریکایي خدمتګار به په دغه مقام فائز شوی وي ، دازادې اروپا راډیو چې له ( الف )  انده  نیولې تر ( غین ) غضنفره پورې دادبیاتو او تنقیداتو ټول ځوزي ماځوزي په کې تخته شوي دي ، دکال په شخصیت کې مې یې سودا بنده شوه ، ځکه خلک وایي نیکي سمندر هم نه ضایع کوي ، دافغان ادب او ژورنالیزم ادعائي سرخېلانو هم تیر یوولس کاله له امریکا ، سي آی اې او بالاخره  RFE/RL  سره بیخي زیات  ښه کړي دي ، ایمان او افغانیت یې دواړه ورته  برمته  ایښي ، وطن یې ورته پرې ایښی اودامریکا دسترګو لپاره یې دپراګ پردیسي ژوند  غوره کړی دی ، داهل وعیال ، اصل او نسل دتباه کیدواو پردي کیدو خطرات یې قبول کړي ، او خپل پخواني دخوښې کسبونه ( شاعري ، لیکوالي ، تحقیق او تخلیق )  یې ټول هېر کړي دي ، تردې چې خپله ورځ او شپه او خپل  حال او استقبال یې ټول دصلیب چوپړ ته سپارلی دی .

څرنګه چې دژوند موټر  دراکړه او واخله په  ټایرو روان دی ، ما فکر کاوو ازادۍ راډیو به هم  دخپلوهمکارانو دداسې سترو في سبیل امریکا  قربانیو په عوض کې کوم یوه ته دکال دغوره شخصیت  لونګۍ ترسر ورتاوه  کړي ، ځکه لس کاله خدمت خو بالاخره په یوه نمایشي رتبه او انعام باندې ضرور ارزي .

مګر کله مې چې دازادۍ راډیو دسږکال دشخصیت په اړه واورېدل پوه شوم ، چې دامریکا رضا دومره مفته نه ده چې څوک دې یوازې په لس کلن ژورنالیستیک چوپړ سره خپله کړای شي ، ترڅو چې دامریکا د رضاء لپاره دنورو حسنه صفاتو غوندې له شرافته هم لاس ونه مینځې او  په لغړ ډمتوب ورګډ نه شي ، دازادۍراډیو په امریکايي درګاه قبولیت ، انعام ، تحسین او دکال شخصیت کیدل درباندې د ( ط ) ټکی بویه .

ما دافغانستان خورا ډیرو سیمو ته سفرونه کړي دي ، دخدای فضل دی زموږ په وطن او دټولنې په متن کې هیڅ نوعه خپل منځي تعصب او تبعیض نشته ، دپښتانه لور فارسیوان ته ناسته ده ، او دفارسیوان خور دپښتانه په کور کې ده ، امي له ملا سره دوستي کوي ، او ملا له ترکاڼ ، بزګر ، موټروان ، تجار  او بل هرکسبګر سره دوستي او خپلوي لري ، تردې چې افغانان دکلیو عاجزه نایان هم په درانه نوم یادوي ، خدمتګار او کله ناکله یې خلیفه بولي .

مګر د ټولنې ترمنځ هغه یوازینی  قشر چې دټولنې ټول اقشار ورته په کمه سترګه ګوري او دسیالانو له  کتاره  وتلي یې بولي ، د ټولنې هغه برخه خلک دي ، چې  دسازسرود او ډمګرۍ کسب پرمخ وړي ،  د ډمتوب له کسبګرو سره  خو نه یوازې  څوک دوستي ،خپلوي  نه کوي بلکې دعامه ټولنې سیال یې هم نه بولي ، ډمان ورته وایي اود ساز سرود کسب ته یې په سپکه ګوري ، څرنګه چې سازسرود ستره ګناه ده نو له دیني اړخه هم داخلک په همداسې چلند ارزي .

 که بیرته راشو اصل موضوع ته ، ازادۍ راډیو دسږکال په شخصیت ټاکلو کې خورا نادر قضاوت کړی ، چې ښایي موخه به یې دخپلو نامطربه همکارانو په غوږ وهل او په رمازه کې پوهول وي ، چې تر څو په امریکايي خدمت کې دشرف او درنښت جامې ونه غورځوي ، نو دکال دشخصیت امتیاز نه شي ورکول کیدلای .

ازادۍ راډیو  دخپل ټولو پښتنو ، تاجکو ، ازبکو او هزاره کارکوونکو ، شاعرانو ، نقادانو ، څیړونکو او نورو سرسپارلیو کارمندانو له منځه   یو ډم ابن  ډم ( ناصر سرمست  بن سلیم سرمست ) دکال دغوره شخصیت په حیث نومولی دی .

دازادۍ راډیو  مشرتابه د خپل دې اقدام په توجیه کې ویلي دي ، چې ناصر سرمست  ځکه ددوی په معیار برابر بلل شوی چې دراډیو دنورو کارکوونکو خلاف  هم نسلي ډم دی او هم مسلکي ، ناصر سرمست نه یوازې  دیوه بل ډم سلیم سرمست زوی دی ، بلکې په ډمتوب کې لوړې زده کړې هم لري ، نوموړي یوځل  دماسکو له پوهنتون څخه  په ډمتوب کې ماستري اخیستي او بل ځل یې په استرالیا کې په ډمتوب  کې دکتورا  سندترلاسه کړی دی ، نوموړی ښایي په افغانستان کې یوازینۍ  لوړپوړۍ مسلکي دکتورا لرونکی ډم وي ، چې همدا امتیاز یي  دکال دشخصیت ټاکل کیدو  ستر لامل بلل کیږي .

له بلې خوا ناصرسرمست  په کابل کې د ډمتوب یو انستیتیوت هم پرانیستی چې ۱۴۰  افغان تنکیو ماشومانوته ډمتوب ورښیي ، دا ماشومان چې زیاتره یي یتیمان او بي سرپرسته دي نیمایي یې دکابل له  کوڅو څخه راټول کړای شوي دي ، ترڅو کورنۍ ته دسوال او کسب له لارې  درز ق میندلو   دبي ځایه خوارۍ په ځای  ډمتوب ته خدمت وکړي او سم مسلکي ډمان له ځانه جوړ کړي .

داچې ازادۍ راډیو خپل لس کلن  پوهان ، دکتورالرونکي او مسلکي  خو  نامطربه  کارمندان له دې امتیاز څخه محروم کړي دي ، د راډیو مشرتابه وایي چې دوی ته دکار څومره والی نه بلکې څرنګوالی مهم دی ، دراډیو دمشرتابه په وینا  ښایي په افغانانو کې به سړیتوب او درنښت یو امتیاز وي ، خو څرنګه چې په لویديځ کې هرڅه سرچپه دي ، نو هلته ډمتوب او بي شرفي لوی امتیاز بلل کیږي ، که دازادۍ راډیو نامطربه  همکاران غواړي چې په راتلونکي کې دکال غوره شخصیتونه شي ،  نولکه څنګه یې چې خپل دیني ملکفیت ، وطن او اولس ته شاکړې ، همداسې باید دشرافت جامې هم وغورځوي ، او په ډمتوب ورګډ شي ، کنه نو بیابه  داوس غوندې تل دکال دشخصیت ټاکل کیدو له امتیازه پاته وي او له ځان سره به افسوس افسوس  وایي چې ( له نه سړو ملک شو بلو )

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x