نړۍ

پاکستان او چین د سعودي او ایران تر منځ د اختلاف کمولو هڅه کوي

نن ټکی اسیا (یک شنبه، مرغومي ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د پاکستان لومړی وزیر نواز شریف اراده لري چې د رواني اونۍ په دو شنبه سعودي ته او بیا په سه شنبه ایران ته سفر وکړي.

نوموړی به په سعودي کې د دغه هیواد د پاچا ملک سلمان سره وګوري، او بیا به د ایراني ولسمشر حسن روحاني سره په تهران کې وګوري. د نواز شریف سره په دغه سفر کې د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف هم ملګرتیا کوي.

د ایران او سعودي اړیکي وروسته تر هغه خرابي شوې کله چې په سعودي کې یو شیعه عالم نمر باقر النمر د خیانت او فساد جوړوني په تور اعدام شو.

ایران دشیعه عالم اعدام د بشري حقوقو ضد کړنه وبلله او د سعودي دغه عمل یې په کلکو ټکو وغانده او همداسي په تهران او مشهد کې شیعه لاریون کوونکو د سعودي سفارت او کونسلګري ته اور ورته کړ.

بل لوري ته د چین ولسمشر شي جین بینګ هم غواړي د سعودي او ایران تر منځ د تاوتریخوالي په راکمولو کې خپل رول ولوبوي.

نوموړی اراده لري چې په پنځه ورځني سفر سعودي، مصر او ایران ته ولاړ سي او هلته ددغه هیوادونو د ولسمشرانو سره وګوري.

چین د منځني ختیځ څخه په زیاته کچه پټرول واردوي او همداسي ددغه هیوادونو سره یې ډیري اقتصادي ګټي تړلي دي.

د کتونکو په وینا چین نه غواړي په منځني ختیځ کې د تاوتریخوالي د زیاتېدو له امله ددوی ګټي زیانمني شي او په ورته وخت کې په نړیوالو قضایاو کې خپل د اقتصادي او عسکري نفوذ څخه په استفادې ځان مطرح کول غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x