د نن سرلیکنه

د سولې د خبرو په منځ کې د جګړې پر تداوم ټینګار

نن ټکی آسیا – سرمقاله: په داسې حال کې چې د ګډ حکومت چارواکي د هیواد په دننه او بهر کې د سولې په نوم غونډې جوړ وي امریکايي لوړ رتبه پوځي چارواکي په افغانستان کې د جګړې پر تشدید او پراخولو ټینګار کوي.

په هغو تازه څرګندونو کې چې تیره ورځ په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو پخواني عمومي قومندان متقاعد جنرال پترایس واشنګټن پوست ورځپانې ته په یوه لیکنه کې کړي، راغلي چې امریکایان باید په افغانستان کې د طالبانو پرخلاف خپل بریدونه او هوايي حملې نورې هم پراخې کړي .

جنرال پترایس په خپلو څرګندونو کې دا هم ویلي چې امریکایان دا امکانات او وسایل لري چې په افغانستان کې روان وضعیت د دوی په ګټه بدل کړي.

د جنرال پټرایس دا څرګندونې عادي څرګندونې نه بلکې د افغانستان په اړه د هغوي د حکومت رسمي موقف دی چې غواړي له مخې یې په دې هیواد کې جګړه دوامداره وساتل شي .

هغوي د همدې جګړه ییزې تګلارې د عملي کولو لپاره همدا اوس ګډ حکومت ته نوي پوځي الوتکې او جنګي تجهيزات ورکوي.

تیره ورځ خبري رسنیو رپوټ ورکړ چې کابل ته د هغو ۲۸ پوځي الوتکو له جملې څخه څلور A-29 الوتکې راورسیدې کومې چې پنټاګون یې غواړي افغان پوځ ته یې د راتلونکي جون تر میاشتې پوري وسپاري .

په افغانستان کې د امریکایانو په منځګړیتوب د سولې تیر ایستونکې پروسه په داسې حال کې پر مخ بیول کیږي چې پنټاګون دلته عملا د جګړي استراتیژي پر مخ بیايي او د هغوی لخوا د ورکړل شویو ارقامو له مخې امریکايي او ايتلافي الوتکو تېر کال په افغانستان کې نژدې ۴۰۰ ځلي هوايي حملې کړي دي.

په یادو حملو کې داسې موارد هم شامل دي چې د امریکايي الوتکو لخوا دولتي تآسیسات او د دفاع وزارت اړوند پوځي قطعات په نښه شوي وي.

په افغانستان کې د جګړې د دوام په اړه د امریکايي چارواکو دا ډول عملي کړنې دلته دسولې په نوم د روانو هلو ځلو ماهیت هرچاته ښه په ډاګه کوي.

که ګډ حکومت د امریکایانو د دغې جګړه ییزې پالیسي تر سیوري لاندې بیاهم د سولې ډنډورې غږوي او یا دسولې په نوم په اسلام اباد او کابل کې غونډې جوړوي بي له شکه چې هم خپل ځان تیر باسي او هم د ولس په سترګو کې خاورې ور اچوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x