
پر ايران لګېدلي بنديزونه پورته شول
نن ټکی اسیا (یک شنبه، مرغومي ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): اروپايي ټولنې او امريکا پر ايران لګېدلي بنديزونه لرې کړل.
د اتومي انرژۍ څارونکې ادارې «ای اي اې» ويلي، چې ايران د اتومي انرژۍ په اړه ټول شرطونه پوره کړي او له همدې امله پر ايران لګېدلي ټول بنديزونه پورته شول.
د اروپايي ټولنې د بهرنيو اړيکو مشر فيډريکاموګيريني ويانا کې د ايران بهرنيو چارو وزير جواد ظريف سره په ګډه خبري ناسته پر ايران د لګېدلو بنديزونو د پورته کولو اعلان وکړ.
د بنديزونو له پورته کېدو سره به ايران د خپلو ملياردونو کنګل شوو ډالرو د بېرته تر لاسه کولو تر څنګ نړيوالې منډۍ ته خپل تېل هم رسولی شي.
موګيريني وويل، چې ايران د اتومي انرژۍ ټولنې سره بشپړه مرسته او همکاري کړې او د نړۍ په خوندي کولو کې يې کاري ونډه د ستايلو ده.
د بنديزونو د پورته کېدو له اعلان وروسته جواد ظريف ويانا کې دا کار يوه تاريخي بريا وبلله، خپل ولس ته يې مبارکي ورکړه او دا يې د خوښۍ نمانځلو تاريخي ورځ وبلله.
د اتومي انرژۍ نړيوالې ټولنې مشر وايي، چې د دوی څېړونکي پر دې باوري دي، چې ايران د اتومي انرژۍ په اړه دوی سره همکاري کړې او د دوی ټول شرطونه يې منلي او دا کار يې د نړيوالې ټولنې لپاره ډېر ګټور بللی دی.
تېر کال جولای، کې د ايران او شپږو سترو هېوادونو ترمنځ اتومي تړون لاسليک شو، چې ايران به اتومي وسلې نه جوړوي.
د نړيوالو بنديزونو له پورته کېدو وروسته د ايران ولسمشر حسن روحاني دا يوه ستره فتحه بللې او خپل ولس ته يې مبارکي ورکړې ده.
حسن روحاني په خپل ټويټرپيغام کې ليکلي«زه د الله تعالی شکر ادا کوم او د خپل ولس عظمت ته سلام او درناوی کوم.»
د امريکا بهرنيو چارو وزير جون کيري هم پر ايران د لګېدلو بنديزونو د پورته کولو اعلان وکړ.
جون کيري هم ويانا کې د رسنيو استازو ته وويل، چې د اتومي انرژۍ په اړه ايران ډېر مهم ګامونه پورته کړي او د نړۍ په خوندي کولو کې يې کاري ونډه اخيستې.
«په ټوله نړۍ، په ځانګړې توګه ختېځې اروپا کې زموږ ايتلاف نور هم قوي شو.»