نظــر

سید محمد حقاني چې ما پيژانده! / مژده

د احمد وحید مژده لیکنه
د محمد الله احساس ژباړه

له مرحوم مولوي سید محمد حقاني سره زما پېژندګلوي له هغه وخته وه، کله چې نوموړی د مدرسې د زده کړو له بشپړولو وروسته د طالبانو د قیادت له لورې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د مرستیال په توګه وټاکل شو.

یاد مې دي، چې د بهرنیو چارو وزیر ملا محمد حسن اخند هغه او ځينې نور د وزارت د نویو مامورینو په توګه د وزارت کارکوونکو ته معرفي کړل. ارواښاد سید محمد حقاني ډېر ځوان و، ما هغه مهال ځان سره فکر وکړ، طالبانو هم منلې ده، چې د داسې حکومت لپاره چې له بهرنۍ نړۍ سره کمزورې اړیکې لري، د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالۍ څوکۍ لپاره باتجربه کس ته اړتیا نشته.

سبا يې د لیدلو لپاره د کار دفتر ته ورغلم، نوموړی مې د هغه میز تر شا وموند، چې یو وخت مې د مجاهدینو د حکومت د بهرنیو چارو مرستیال وزیر عبدالرحیم غفوري دلته لیدلی و.

که څه هم دا له مرحوم حقاني سره زما لومړني لیده کاته و، مګر له چلنده یې داسې انګېرل کېده، چې ګنې له کلونو کلونو له یو بل سره پېژنو. په موسکا له ځایه ولټېډه او په خندا یې راسره روغبړ وکړ ،دا چې زه یې په غیاب کې پېژندلی وم او په خپل نامه یې غږ راته وکړ، نو ډېر يې حیران کړم.

کابو نیم ساعت مو د بهرنیو چارو وزارت د اړونده مسایلو په اړه خبرې وکړې . ما ته بیا هم د هېښتیا وړ وه، چې څرنګه یو ځوان چې تازه له دیني زده کړو فارغه شوی دی له بهرنۍ نړۍ سره د اړیکو د پراخولو پر اړتیا راته غږیږي او همدا مو د اشنایۍ پیل و.

که څه هم د زیاتې مودې لپاره د هغه همکار پاته نشوم او نوموړی وروسته د چارو د ادارې (اداره امور) د رئیس په توګه وټاکل شو او بهرنیو چارو وزارت یې پریښود. خو بیا مو هم کله نا کله سره لیدل.

د طالبانو له پلاوي سره ازبکستان ته زما له یوه سفر وروسته ارواښاد مولوي سید محمد حقاني ما ته زنګ وواهه او راته کړه یې چې سبا د سهار له لمانځه وروسته ورشم او د ازبکستان د سفر ګزارش ورکړم. حقاني په ارګ کې اوسېده.

سبا سهار له لمانځه وروسته د ارګ په لورې وخوځېدم. د ارګ د ورودي دروازې په څنګ کې یو شمېر طالبان د اوړي په معتدله او پسته هوا کې ویده ول، داسې ویده چې آن په څو قدمۍ کې یې زما د زاړه موټر غورهاري هم له خوبه را ویښ نکړل. هغه مهال په ارګ کې نه ګارد وو او نه ساتونکي!

ارګ د یوې پخوانۍ کلا بڼه غوره کړې وه او هېڅوک نه و، چې له ما وپوښتي چې دلته څه کار لرم. موټر مې یوې څنډه کې ودراوه، او د یو داسې چا په لټه شوم چې تر حقاني صیب پورې مې رهنمايي کړي.

د ارګ پخلنځي (اشپزخانې) ته ورسېدم، یو کس چې په یوه لاس کې يې توره چایبره او په بل لاس کې يې څو ګیلاسونه نیولي وو، له دروازې راووت، له نوموړي مي د سید محمد حقاني صیب پوښتنه وکړه، هغه یوې ودانۍ ته لاس ونیو، چې ګواکې د هغې ودانۍ په دوهم پوړ کې به یې ومومم . سمه مې په یاد نه ده ، چې راته وویل شو، چې هلته لومړی نمبر ماڼۍ ده که دوهم نمبر.

د دوهم پوړ دهلیز کې مې د هرې دروازې دړې ته غوږ نیږدې کاوه،چې ګوندي د چا غږ واورم، د یوه وره شاته مې د څو تنو کمزورې غږیدا تر غوږ شوه ، ور مې وډباوه، له هغې خوا غږ رانغی، پسې ورننوتم ، دلته یو بل کوچنی دهلیز  و، ومې کتل او مخامخ وره ته ور روان شوم، ور مې خلاص کړ، د ګهیځ په تیته رڼا کې مې څلور کسان ولیدل، چې د غوړېدلي دسترخوان مخې ته ناست دي. سلام مې وکړ، د سید محمد حقاني صیب غږ مې واوریده ، چې ویل یې: په خیر راشې! لاس دې پریوله ، راځه ډوډۍ تیاره ده.

د اطاق په دې تیته رڼا کې مې سترګې په دسترخوانه ولګیدې، چې کتل مې په منځ کې يې په دوو لوښو کې وریجې اچول شوې دي. ومې پوښتل،چې سهار مهال تاسو څه خورئ؟

حقاني صیب ځواب راکړ: بیګانۍ وریجې دي، چې له خوراکه پاتې شوې دي.

ورته مې وویل: په دې ښار کې شیدې، هګۍ او ملایې پيدا کیږي. په ناشته څوک پاتې شوې بیګانۍ وریجې نه خوري!!

یو میلمه چې ښایې د داسې خبرې په تمه و، په شوخي سره وویل: حقاني صاحب وايي، کابل کې د سهار ناشتې لپاره شی نه پیدا کیږي، او موږ د بېګاه نه په پاتې شوې ډوډۍ مړوي.

حقاني صاحب ما ته مخ کړ او په خندا یې راته وویل: غلی شه، میلمانه مې په مقابل کې مه را ولاړوه. د شیدو او قیماق پیسې له کومه شي؟!

جالبه دا وه، چې میلمانه هم د طالبانو لوړپوړي نظامي او ملکي چارواکي ول.

**  **

څو ورځې وروسته د یوه ادارې کار لپاره اداره امور ته لاړم. د مراجعینو ازدحام خورا زیات و، خو ښاغلي سید محمد حقاني زما تود هرکلی وکړ. ما د خپل کار په ترڅ کې چې لپاره یې هلته ورغلی وم، له نوموړي وپوښتل: ستاسو اداره هره ورځ سلګونه ملیونه افغانۍ خلکو ته توزیع کوي، خو تاسي بیا هم میلمنو ته په ناشته کې بیګانۍ پاتې شوي خواړه ورکوئ! عجیبه نه ده ؟!

نوموړي راته په هماغه خوږه موسکا کې ځواب راکړ:

« دا پیسې زما نه دي، بلکې د بیت المال دي. ما چې کله په امارت کې په کار پیل وکړ، یوه استاد (یا ښايي مشر به یې راښود) د دولت مامور ته عجیبه تشبیه کاروله. هغه به ویل چې د دولت مامور د مضطر سړي په څېر دی. د فقهې له نظره مضطر هغه څوک دی، چې د زیاتې لوږې له امله مرګ ته نږدې وي. په داسې وخت کې د مړزګي غوښه حرامه وي، خو دا ډول کس ته حلاله وي، خو فقط دومره ورته حلاله ده، چې له مرګه پرې را وګرځي، نه هومره چې خېټه پرې ډکه کړي. زموږ لپاره هم بیت المال تر دې حده جواز لري.»

د نوموړي دا خبره مې د هغه له مهربانې څيرې سره په ذهن کې ثبت شوې، چې هېڅکله به مې هېره نشي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
عبدالولی

ما شاالله دغه ته وایی چارواکی او دغه ته وایی حکومت الله پاک دی حقانی صاحب ته جنت فردوس نصیب کړي

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x