ادبي لیکني

زړه ته راتېره اشنا ! قتیل خوږیاڼی

له دې سره سره، چې ډېر مې يا ديږې او يوه شيبه مې له يا ده نه يې وتلى. په دې نه يم قادر شوى، چې ليک درته وليکم او په اصطلا ح د زړه خواله درسره و کړم. د دې په علت به ښايې ته پخپله پوه يې او زه درته؛ ځکه نوم اخلم، چې بيا به وايې هلکه! تا سې خلک هميشه په وخت ظلم كوئ او وخت بېچاره ملا متوئ.

 

زه درسره په دې کې مخالف نه يم او ځان درسره ملگرى بولم؛ ځکه، چې مونږ تل خپل وختونه په هغه دغه تېروو  او خپل ارزښتنا ک فرصت له لا سه ورکوو. بيا، چې د څه وعده خلافۍ گيله رانه وشي؛ نو سترگې پرې  پټې کړو او خوله خلا صه او هغه څه په وخت پسې وايو، چې نور مو په خوله نه  راځي.

حال دا، چې مونږ ملامت يو او وخت مونږ ته پړ قدر هم نه دى.

دا؛ ځکه، چې هميشه د خپلې خوښې او د خپل زړه د خوشحالۍ لپاره مو وخت لوبولى  او په وخت مو لوبې کړې دي.

وخت هيڅکله د ې ته زړه نه دى ښه کړى، چې زمونږ په ژوند لوبې و کړي او يا مو له ژوند څخه د لوبو شى جوړ کړي.

دا به تا ډېر ليدلي وي، چې ځينې خلک له وخت شکي دي او په زمانه  تورلگوي او په تېره بيا  زمونږ شاعرانو ته دې الله (ج) څه  نه پېښوي، چې زړه يې له سوزه ډک شي؛ نو لومړى بريد يې په زمانه وي. حال دا، چې وخت او زمانه که ژوند ته په رنگ ورکولو كې دخل ولري، لرې به يې او که نه؛ نو د ژوند د سرنوشت په بدلون کې څه دخل نه لري.

دا پخپله د انسان کا ردى، چې له ځان ځينې د وخت بدلون خپل افتخا ر گڼي؛ خو زه وايم، چې :

ته ناز کړې چې بدل کړى زما نې يم

مرد هغه دى چې بــــدله زمانـه کړي

که څوک داسې راپيدا شي، چې د زمانې سره ډغرې ووهي او پنجه ورسره ورکړي؛ نو هغه د شابسۍ وړ او د مړينې څښتن دى او که نه هسې په هسې وخت ته تسليميدل د نرينه او ميړني ژوند اهانت او سپکا وى دى.

رښتيا اشنا! دلته ستا سې يوه خبره راپه يا دشوه، چې ويلې دې ول :

مانــه د ژوند پوښتنه مــــه کړه، زه په ژوند تاوان يم

که ژوند په ما با ندې تا وان واى ما به يې واک درلود

 که رښتيا مې پوښتې؛ نو ستا دغه خبره مې ډېره خوښه شوې او په زړه کې مې د کاڼي کرښه گرزيدلې ده؛  ځکه، چې دغه دواړه ډلې په مونږ کې شته دى:

په چا ژوند تاوان دى او څو ک په ژوند تا وان دي.

لکه څنگه، چې دغه دواړه کلمې په معنا  او مفهوم  کې سره توپير لري؛ دغه راز دواړه ډلې سره بېلې دي.

هغه، چې ژوند پرې تاوان دى هغه د زمانې تودې او سړې په سړه سينه مني او خپل ژوند د نوميالي انسان په څېر په نره هدف ته رسول غواړي.

هغه خلک، چې په ژوند تاوان دي، هغوى د وخت مريدان دي. په مخکې، چې ورته پېچومې پيداشي بيا؛ نو لا س ترزنې کيني او يا دا، چې سبا او بيگاه  دوه درې ساعته د نورو په دروازه کې لا س په نا مه ولاړ وي او خپله د غرض حاصلولو په لار کې په خپل ژوند لوبې کوي؛ نو، ځکه مونږ دغو دواړو ډلو ته په يوه سترگه نه گورو او د هر يوه ځاى بېل بېل پيژنو.

ډېر مې وبښه اشنا! خبره رانه اوږده شوه. ما ويل، چې د زړه خواله به درسره وکړم؛ خو د ژوند يو جنجالي  اړخ  مې درته وليکه. خير دې دا در واخله که ژوند با قي و دا به هم وشي.

په درنښت

قتیل خوږیاڼی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x