نظــر

تر درویشت زره زیات بمونه او دیرش کاله جنګ

عبدالله مسافر

امریکایي ویبپاڼې [کاونسل اون فورین رلیشن] ویلي چې د تیر ۲۰۱۵ کال په جریان کې امریکا په اسلامي هوادونو لکه افغانستان، پاکستان، صومالیه، عراق، سوریه او یمن باندې ۲۳۱۴۴ بمونه غورځولي دی، که د یوې دقیقې لپاره دا خبره فرض هم کړو چې دا بمباري د توجيه وړ ده؛ نو بیا هم که سوچ وکړو نو دغو بمونو به څومره تباهۍ رامنځته کړې وي او څومره بې ګناه انسانان به یې شهیدان کړي وي؟

 صلیبي جنګ

که چیرې مسلمانان اوس هم دې یرغلونو او تجاوزونو ته د تیل او نفت پر سر د جنګ په سترګه ګوري نو بیا دوی صلیبي جنګ څه شي ته وایي؟، ايا دا یو عقل مني چې تیل، ګاز او نور نفت يوازې په اسلامي نړۍ کې دي او په نورو براعظمونو کې نشته؟ او که بیا دوی دا سوچ کوي چې دا جنګ خو د ترهګرۍ پر ضد دی؟ نو بیا دا سوال د دوی اذهانو کې ولي نه راپورته کیږي چې هغه نور ترهګرې شبکې چې له روس نه ونیسه تر اوروپا پورې، له کوریا نه ونیسه تر افریقا او له شمالي نه ونیسه ترجنوبي امریکا پورې پیدا کیږي، د هغوی خلاف ولي همدا رنګه بریدونه نه کیږي او نه هم په میډیا کې تر اوسه مطرح شوي چې خلک یې کم ازکم وپیژني؟.

پورتني ارقام چې کوم ذکر شوې، یوازې هغه بمونه دي چې امریکا د هوا له لارې پر کلیو او ښارونوغورځولي دي، که چیرې دا ارقام او کومه تباهي یې چې په اسلامي نړۍ کې رامنځ ته کړې، تاسي تر اوسه نه یاست حیران کړي؛ نو په دې خبره تاسي سوچ وکړئ چې په دې بمونو کې خو هغو هوایی بریدونو ته اشاره هم نه ده شوې، کوم چې د امریکا اتحادیانو، روس او زموږ خپل په اصطلاح اسلامي رژيمونو په مسلمانو ولسونو ورولي دي!

که څه هم د بشري حقوقو د مدافعینو له خوا پر مومنو مسلمانانو د هوا له لارې مرګ او تباهي په ارقامو کې نه شي تشریح کيدلای خو که یو بل واقعت ته هم وګورو او هغه بیا دې ارقامو ته ورګډ کړو؛ نو بیا کیدای شي چې یو څه مو ضمیرونه راپورته شي او د غفلت له خوبونو نه بيدار شو، تاسي خپله سوچ وکړئ چې هغه هوایي بمونه، ځمکني توپونه، زهریله مواد، وړې مرمۍ او نور ډول ډول وسلو مقدار به څومره وي چې یوازې تیر کال د مسلمانو ولسونو د ذبح کولو په خاطر د متجاوزو کافرانو او د هغوی بې ننګه غلامانو له خوا استعمال شوې وي؟ او بیا دا ارقام را واخلئ او په هغو څو پیړیو یې ضرب کړئ، له کوم وخته چې عثماني خلافت سقوط کړی؛ نو بیا به تاسې پوه شئ چې ولې تاسې په داسي بدو حالاتو کی قرار لرئ او ولي اسلامي نړۍ په دې نه ده توانیدلې چې خپل ځان له دې بدمرغیو وژغوری.

دیرش کاله جنګ

کله چې جورج بوش جونیر په  ۲۰۰۱ کال کې د کروسیډ (صلیبی جنګ) نعره پورته کړه؛ نو په زمن کې یې دا هم ورسره وویل چې دا کروسیډ به یوڅه وخت دوام ولري، د امریکایانو په شمول هیڅ چا هم په هغه وخت کې دا فکر نه کاوه چې دا جنګ به د مجاهدینو د نه ماتیدونکي عزم او د مسلمان امت د شهامتونو په وجه دومره اوږد او  دوامداره شي.

په دغه سلسله کې د امریکا پخوانی د سی آي اې رئيس او دفاع وزیر لیون پنیټا له یو ایس اې ټوډې ورزپاڼې سره په مرکه کې د ۲۰۱۴ کال د اکټوبر د میاشتې په ۱۴ نیټه وویل چې د ترهګرۍ پر ضد جنګ ته باید امریکا کم از کم ۳۰ کاله نور هم چمتوالی ونيسي او دا یوه داسې څرګندونه وه چې اوس د امریکا د خارجه پالیسي یوه مهمه برخه کرځیدلې، چې في الحال ورته دی د لاسټنګ ډفیټ (یعني دایمي ماته) نوم ورکړل شوی دی.

اوس چې له هر لوړ پوړي امریکایي چارواکي نه د ترهګرۍ په هکله پوښتنه کیږي نو په جواب کې همدا د دایمي ماتې خبرې کوي چې د روان کال  د جنوری په ۱۵ نیټه کې د امریکا غږ راډیو خبر پاڼې هم د ترهګرۍ پر ضد د روان جنګ او امریکایي دریځ په باب همداسي یو خبر نشر کړو چې په هغه کې د سی أي اې پخوانی مرستیال مایکل موریل په څرګندو ټکو وویل چې امریکا به په دغه منطقه «منځنی ختیځ» کې راروان ۱۰، ۱۵ او یا هم ۲۰ کاله نور ښکیل وي.

دایمي ماته څه معنی؟، دایمي ماتې ته امریکایي چارواکي دا معنی ورکوي چې تر هغه پوري به موږ د ډیموکراسي او بشرپالنې تر کرغیړنو شعارونو لاندې په اسلام، اسلامي امت او شریعت غوښتونکو ډلو باندې بریدونو ته دوام ورکوو تر څو مو دوی دایمي نه وي مات کړي!؛ نو لهذا دایمي ماته دایمي شتون ته ضرورت لري نو د همدغې وجې په بناء امریکا خپل لاسپوڅي حکومتونه محتاج ساتي او سم یې نه مجهز کوي، تر څو تر راروان ۳۰ کاله پوري څوک دا جرأت لا ونکړای شي چې امریکا ته جواب ورکړي او ووایي چې موږ نور امریکایي ځواکونو ته په خپلو هيوادنو کې ضرورت نه لرو.

مسلم امت باید څه وکړي

په داسي یوې سترې تاریخي معرکه کې واقع مسلمانانو ته څه په کار دي چې تر سره يې کړي، تر څو وتوانیږي د خپل شریعت دفاع وکړي، ژوند او ناموس خوندي کړي او خپل راتلونکي نسلونه له وحشتناک چلنده لکه څه چي په برما او منځنۍ افریقا کې تیریږي، وساتي؟.

په اول قدم کې باید مسلمانان ځانونه په دغه خبره سم پوه کړي چې دوی د تاریخ په یو داسې پړاو کې قرار لري چې هغه د کفر او اسلام تر منځ د جنګ یوه ډیره حساسه مرحله ده او د یوې ډیرې اوږدې معرکې شاهده به وي، نو لهذا مسلمانان دي مایوسه کیږي نه او الله جل جلاله څخه دي د ثبات توفق غواړي.

مسلمانان دي په دوهم قدم کې دا هم درک کړي چې امریکا اوس هغه امریکا نه ده پاتې په کوم قدرت کې چې څه باندې ۱۵ کاله پخوا وه، نه یې اوس هغه مورال پاتې دی، نه هغه ولسي تایید، نه هغه اقتصاد او نه هم هغه زور، دبدبه او پوځي توان، اوس صرف په دغه هڅه کې ده چې څنګه په اسلامي هوادونو کې د ځان همکاران پیدا کړي تر څو هغوی د خپلو مقاصدو لپاره د مجاهدینو خلاف وجنګوي.

بل که مسلمانان غواړي چې د خپلې بقا تضمین وکړي نو بیا دي لستوڼي بډ وهي او خپلو مجاهدینو ورونو سره دي هر اړخیز کومکونه شروع کړي، تر څو د اسلام په دفاع کې خپله اسلامي فریضه ادا کړي، د دښمن اسلام ضد فلانونه شنډ کړي او د خپلو راتلونکو نسلونو تحفظ وکړي.

او تر ټولو مهم دا چې خپل ځانونه او خپل قریبان په داسي فکري ارزښتونو مسلح کړي چې په دې لاره کې یې د صبر او تحمل جامونه په دومره کچه وي چې د هر څومره غم او تکلیف په وړاندې مات نه شي؛ ځکه چې الله جل جلاله فرمایلی:

وَلَنَبْلُوَنَّكُمْ بِشَيْءٍ مِّنَ الْخَوفْ وَالْجُوعِ وَنَقْصٍ مِّنَ الأَمَوَالِ وَالأنفُسِ وَالثَّمَرَاتِ وَبَشِّرِ الصَّابِرِينَ (۱۵۵) الَّذِينَ إِذَا أَصَابَتْهُم مُّصِيبَةٌ قَالُواْ إِنَّا لِلّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعونَ (۱۵۶) سورة البقرة

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x