
د جلال اباد چاودنې د وژل شوو کسانو شمېر ديارلس تنه شو
نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د جلال اباد ښار درېيمې ناحيه کې د ولايتي شورا غړي عبيد شنيواري پر مېلسمتون چاودنه کې د هغه پلار ملک عثمان، ورور او يوولس تنه نور وژل شوي او يوولس نور ټپيان دي.
د ننګرهار ولايت وياند عطاءالله خوږياڼي رسنيو ته وويل، چې نن له غرمې مخکې لس بجې او شل دقيقې د عبيد شينواري پر مېلمستون درنه چاودنه وشوه.
د خوږياڼي په وينا د ملک عثمان زوی او د عبيد شينواري ورور څه موده وړاندې د ناڅرګندو وسله والو له لوري تښتول شوی و او نن د هغه ښه راغلاست مېلمستيا وه، چې ناببره په مېلمستون کې درنه چاودنه وشوه.
د سيمې خلکو نن ټکی اسيا ته ويلي، چې چاودنه کې ملک عثمان، ملک کمين او د هغه راخوشې شوی زوی وژل شوي او عبيد شينواری ټپي دی.
د ننګرهار عامه روغتيا رياست وايي، چې ديارلس ټپيان يې وروړي وو، دوه مړه شول او اوس يوولس ټپيان تر درملنې لاندې، چې د ځينو روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بلل شوی دی.
د چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.