افغانستان

طالبانو د ننګرهار چاودنه کې لاس لرل رد کړل

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): په ننګرهار کې د ولايتي شورا د یو غړي په کور کې د چاودنې په اړه طالبانو ويلي چې په دوی پورې اړه نه لري.

نن تر غرمې وړاندې د ولايتي شورا د وکيل عبید شینواري په کور کې د هغه د زوی د خلاصون په مناسبت په جوړو شویو مراسمو کې چاودنه وشوه، چې شاوخوا ۲۳ کسانو ته يې مرګ ـ ژوبله واړوله.

سیمې ته څېرمه عیني شاهدان وايي چې چاودنه د هغه کس له لوري وشوه، چې تورې جامې يې اغوستې وې او د شينواري په حجره کې يې په ځان پورې تړلیو چاودېدونکو توکیو ته يې چاودنه ورکړه.

طالب وياند ذبیح الله مجاهد پخپله ټویټر پاڼه ليکلي چې دا چاودنه په دوی پورې تړاو نه لري.

«د ننګرهار په ولایت کې په یوکور کې انفجار چې ګڼ کسان يې وژلي د اسلامي امارت د مجاهدینو پورې اړه نلري.»

عيني شاهدان وايي چې په چاودنه کې تر اوسه د ملک عثمان، ملک کمین او د هغه د زوی په ګډون ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۳ نور ټپیان دي.

ياده دې وي دغه کورنۍ له داعش وسله والي ډلګۍ سره په مخالفت کې مشهوره ده .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x