افغانستان

جلال اباد ښار کې د ولايتي شورا وکيل پر کور چاودنې مرګ ژوبله واړوله

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار دريېمې ناحيه کې د ولايتي شورا وکيل عبيد پر کور چاودنه وشوه.

ويل کيږي، چې د ولايتي شورا وکيل عبيد پلار ملک عثمان، چې قومي مشر دی يوې ولسي غونډې ته خبرې کولې، چې ناببره پرې چاودنه وشوه.

عيني شاهدان وايي، چې چاودنه کې شاوخوا شلو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

امنيتي ځواکونو د پېښې سيمه کلابنده کړې، د خبريالانو په ګډون هېڅوک د پېښې ځای ته نه ورپرېږدي.

د ننګرهار ولايتي چارواکو د پېښې پخلی کړی، مګر د پېښې شوې مرګ ژوبلې او د چاودنې هويت په اړه يې څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x