
د هلمند اوسېدونکي دې ولایت ته لېږل شوي پلاوي بې صلاحيته بولي
نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د هلمند ولایت مدني فعالان وايي چې ولسمشر دې ولایت ته د امنیتي وضعیت د څار په موخه هر ورا بې صلاحیته پلاوي لېږلي دي.
د هلمند امنیتي وضعیت وروسته له هغه ډېر ګواښمن وبلل شو، چې طالبانو د سنګین ولسوالۍ د سقوط خبر ورکړ.
د هلمند د مدني ټولنې مشر سردار محمد همدرد وايي چې ولسمشر د امنيتي حالاتو د څارنې او ليدنې په موخه څو ځلې بې صلاحیته پلاوي ور لېږلي دي.
هغه وايي چې دې ولایت ته ورغلي پلاوي ډېری خپلې شخصي ګټې سنجوي، چې ځينې يې د راتلونکو ټاکنو لپاره د نوماندۍ په خاطر کمپاین کوي او ځينې يې په ولایتی اداره کې د خپلو خپلوانو د مقررۍ لپاره هڅې کوي.
د هلمند د ولايتي شورا غړي هم ورته نظر لري او وايي چې د امنیتي وضعیت د څار په موخه ورغلي پلاوي ډېر وخت خپلې ګټې سنجوي او د هلمند رښتيني وضعیت نه په ډاګه کوي.
د ولایتي شورا د امنیتي کمېټې مشر بشیر احمد شاکر وايي چې د ملي شورا ځینې غړي دې ولایت د دې لپاره ورغلل چې د خلکو او امنیتي ځواکونو تر منځ به فاصله کموي، خو د ده په خبره هغوی ځينې خپلوان په ولایتی اداره کې مقرر کړل او بېرته لاړل.
ياده دې وي، د هلمند ولايتي شورا وړاندې هم ويلي و، چې باغران، دېشو، موسی کلا او نوزاد ولسوالۍ د طالبانو په لاس کې دي او په دې وروستیو کې طالبانو د سنګین د نیولو خبرونه هم ورکړل، چې دولتي سرچينې يې لا هم پخلی نه کوي.