افغانستان

د بهسودو د پېښې یو تن قاتل په اعدام محکوم شو

نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار ابتدائیه محکمې هغه تورن چې د بهسودو په ولسوالۍ کې يې د یوې کورنۍ اته تنه غړي وژلي وو، په اعدام محکوم کړ.

د روان کال د  لیندۍ په ۲۳ نېټه د بهسودو ولسوالۍ د میرزا کلا سیمه کې د یوې کورنۍ اته غړي په مرموز ډول وژل شوي و، چې یوه پکې دوه میاشتنۍ ماشومه وه.

جنازه
د روان کال د لیندۍ په ۲۳ نېټه د بهسودو ولسوالۍ د میرزا کلا سیمه کې د یوې کورنۍ اته غړي په مرموز ډول وژل شوي و، چې یوه پکې دوه میاشتنۍ ماشومه وه.

د ابتدائیه محکمې قاضي په نننۍ علني محکمه کې وویل چې تورن کس په خپل جرم اعتراف کړی او د جرم د اثبات لپاره ټول شواهد موجود دي چې په همدې اساس یې نوموړی په اعدام محکوم کړ.

د بهسودو په پېښه کې د یوه وژل شوي کس مور هم په محکمې کې پر تورن کس شاهدي ورکړه او ادعا یې وکړه چې د پېښې په شپه نوموړي د دې پر وړاندې د دغې کورنۍ کسان پر ډزو ووژل.

خو په پېښه کې تورن کس بیا د دغو اتو کسانو په وژنه کې چې کوچنی یې دوه میاشتینی ماشوم و، لاس درلودل رد کړي دي او ویلي یې دي چې تر دې وړاندې یې د امنیتي ځواکونو د فشار له کبله مجبورا اعتراف کړی دی.

د افغانستان د قوانینو پر اساس د اعدام په حکمونو کې د ابتدائیه محکمې پریکړه وروستۍ نه ده او تورن کس لوړو محکمو کې د استیناف حق لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x