شعـــــرونه

غزل ـ جانان خدرخېل

جانان خدرخېل

چې څه په زړه جـوړیږي
هغه په خـوله جــوړیږي

چې ››مینه‹‹ نه وي پکې
له ژونده څه جــوړیږي!؟

ترڅو چې مونږ جوړنشو
وطـن مــو نه جـوړیږي

بڼو دې کــړی لښکـر
بیـــا پښتانه جــوړیږي

یار نه په ښار جـوړیږي
او نه په غـره جــوړیږي

سـتا د قـدم له خــاورو
مــاته رانجـه جــوړیږي

دا ښایسته خــویــونـه
تاســره ښه جــوړیږي

سـتا له یــوه نـظـــره
بـلا خــواږه جــوړیږي

د “خدرخېل” هر غـزل
ستا په لېمه جــوړیږي

ــــــــــــــــ
جانان خدرخېل

۱۳۹۴/۵/۲۴

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x