دیني، سیرت او تاریخ

الحكم بغير ما أنزل الله (د الله تعالی له شرعې پرته په بل څه فيصله کول)

dr wahaj afghan
لیکوال: ډاکټر وهاج افغان

ډاکټر وهاج افغان-

دا هغه خطرناکه مساله ده چې خوارجو پرې علي او معاوية رضي الله عنهما کافر کړل، د علي له فوځه ووتل، او د هغه په ضد يې په جګړه لاس پورې کړ، هغوی په دې آيت استدلال کاوه: (إن الحکم إلا لله) (نشته حق د فيصله کولو مګر د الله لپاره) او اعتراض يې کاوه چې ولي علي رضي الله عنه د الله تعالی د فيصلې په ځای دوه صحابيانو ته فيصله وسپارله، تر څو د ده او د معاوية رضي الله عنه تر منځ فيصله وکړي، سوله وکړي، هغوی ويل چې: د معاوية حکم د الله تعالی په شرعه کې معلوم دی، يا به ورسره جګړه کوو، يا به تسلیميږي، بله لار نشته.

وروسته چې کله ترجمان القرآن عبد الله بن عباس رضي الله عنهما د خوارجو مناظرې ته ورغی، نو د دغې مسالې ځواب يې داسې ورته وکړ: تاسې وايۍ چې علي دوه کسه د فيصلې کولو لپاره وټاکل، تاسې وګورۍ چې الله تعالی په قرآن کې د سوۍ (خرګوش) او ورته نورو هغو حيواناتو په اړه چې ښکار کيږي، او قيمت يې د يو درهم څلورمه حصه وي؛ داسې وايي: که چېرې يې په عمره يا حج احرام تړونکی مسلمان ووژني، نو د قيمت ټاکلو لپاره يې بايد دوه عادل کسان وټاکل شي، تر څو دغه احرام تړونکی ټاکل شوی قيمت ادا کړي، {يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا تَقْتُلُوا الصَّيْدَ وَأَنْتُمْ حُرُمٌ} إلى قوله : {يَحْكُمُ بِهِ ذَوَا عَدْلٍ مِنْكُمْ}.

نو د الله لپاره: آيا د سړيو حکم کول په يو خرګوش او ورته نورو کې بهتر دی، او که د مسلمانانو په وينو کې، او د هغوی تر منځ د سولې په راوستو کې بهتر دی؟
همدارنګه کله چې د ښځې او خاوند اختلافات ډېر شي، نو الله تعالی امر کوي، چې يو فيصله کن دې د ښځې له کوره، او بل دې د سړي له کوره وټاکل شي، تر څو د ښځې او خاوند تر منځ جوړجاړې وکړي. الله تعالی فرمايي: {وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُوا حَكَمًا مِنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِنْ أَهْلِهَا إِنْ يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا}.
نوالله تعالی د سړو فيصله کول، يوه روغه لار بللې. انتهی.

د نني خوارجو استدلال د (حکم بغير ما أنزل الله) په مساله کې له خپلو پخوانيو وروڼو سره ډېر شباهت لري، دوی وايي چې: حكم بغير ما أنزل الله (د الله تعالی له شرعې پرته په بل څه فيصله کول) داسې کفر دی چې مسلمان له اسلام څخه باسي.

دوی ته دې وويل شي: څو کرته که د الله تعالی د شرعې په ځای په بل څه فيصله وشي؛ نو حاکم يا قاضي کافر کيږي؟ يو ځلې، دوه ځلې، سل ځلې…؟؟
که دوی عدد وټاکي، نو په عدد هيڅ دليل نشته، د يو او زرو هيڅ توپير نشته، او که چېرته ووايي چې په مطلق ډول؛ نو ډېره ستونځمنه ده چې د معصوم عليه السلام او سترو خلفاو راشدينو څخه وروسته دې داسې څوک وي؛ چې ټولې فيصلې يې د الله تعالی له شرعې سره برابرې وي، حتی د دوی هغو اسلافو چې عثمان ذي النورين يې په شهادت ورساوه؛ په همدې دليل چې عثمان غير شرعي کارونه کول، نو لهذا وينه تويول يې مونږ ته حلال زلال دي، د علي رضي الله عنه کيسه خو تر عثمان ډېره ښکاره ده، چې هغه يې کافر کړ، او په ضد يې جنګ اعلان کړ.

الله تعالی په قرآن کې د (حکم بغير ما أنزل الله) په هکله فرمايي:

ولم يحکم بما أنزل الله فأولئک هم الکافرون.

ولم يحکم بما أنزل الله فأولئک هم الظالمون.

ولم يحکم بما أنزل الله فأولئک هم الفاسقون.

تفسير: او څوک چې له هغه څه پرته چې الله تعالی نازل کړي دي؛ په بل څه فيصله وکړي؛ نو هغوی / کافران دي / ظالمان دي / فاسقان دي.

فسق او ظلم خو يې معلوم دی، خو د لومړني آيت په اړه له ترجمان القرآن عبد الله بن عباس رضي الله تعالی عنه څخه پوښتنه وشوه؛ نو هغه وفرمايل: کفر دون کفر، دا هغه کفر دی چې له کفره کم دی، يعنې کبيره ګناه ده، په شرعه کې کله کله په کبيره ګناه د کفر اطلاق کيږي، لکه حديث کې چې راځي: سباب المسلم فسوق، وقتاله کفر. د مسلمان ښکنځل فسق دی، او جګړه کول ورسره کفر دی.

د اهل سنت ځينې علما د راوړل شويو درې آيتونو تفسير داسې کوي:

د (حکم بغير ما أنزل الله) مساله څو حالته لري، کله پرې حاکم يا قاضي يا هر فيصله کوونکی کفر ته وځي، او کله ظلم او فسق ته.

کفر ته پرې هله وځي، چې دغه کار حلال وګڼي، يا ووايي چې: د الله تعالی شرعه زمونږ د زمانې لپاره مناسبه نه ده، يا دا چې وضعي قوانين د الله تعالی له شرعې ښه دي، يا ورسره مساوي دي، نو دا د کفر حالت دی.

خو که چېرې د نورو دنيوي هوسي اسبابو لپاره دا کار وکړي، او د الله تعالی د شرعي د تعظيم قايل وي؛ نو حاکم بيا د فسق او ظلم حالت کې قرار لري. اما که چېرې د اکراه حالت وي، نو بيا ګناهګاريږي هم نه، ځکه چې د اکراه (اجبار) په حالت کې الله تعالی د کفر کلمه رخصت ګرځولې، الله تعالی فرمايي: (إلا من أكره وقلبه مطمئن بالإيمان). تفسير: که څوک د کفر د کلمې په ويلو مجبور شي، او زړه يې په ايمان مطمئن وي؛ نو هغه كافر نه دی.

او که چېرې انسان عزيمت غوره وکړي، د کفر کلمې او ګناه ارتکاب ته غاړه کېنږدي، صبر وکړي او ځان مرګ يا بل ستر خطر ته ورکړي؛ نو دا يې خپله مرضي ده، که ووژل شي؛ يا ستر تاوان ورته پېښ شي؛ نو ان شاء الله شهيد به وي / د لوړو اخروي درجو ګټونکی به وي.

دلته يوې بلې اهمې مقارنې ته اشاره کوم، د اسلام پنځه بنا دي، که چېرې د شهادت کلمې (لا إله إلا الله, محمد رسول الله) ويونکی د لمانځه په پرېښودو (علی الأرجح وقول جمهور أهل السنة) د زکات په پرېښودو، د حج او روژې په پرېښودو نه کافر کيږي، چې دا د اسلام بناوې دي؛ نو په (حکم بغير ما أنزل الله) څنګه کافر شي؟ لږ د ذهن خورولو ته اړتيا ده.

نو نتيجه دا شوه چې حکم بغير ما أنزل الله (د الله تعالی له شرعې پرته په بل څه فيصله کول) کفر نه دی، کبيره ګناه ده، هغه که د خال خال ناسمو فيصلو په بڼه را څرګند شي، يا د هغه وضعي قوانينو په بڼه چې له اسلامي احکامو سره تضاد لري.

بله أهمه نقطه چې دلته ورته اشاره کول غواړم:

که چېرې په اسلامي هېوادونو کې سياسي حکومتونه شرعي احکام تعطيل هم کړي، خو مسلمان ولسونه يې تعطيل نه کړي، نو په سلو 90٪ يا 95٪ حکم بما أنزل الله، د الله تعالی شرعه به بيا هم تطبيق وي، بيا هم تطبيقېدی شي، ځکه چې (حکم بما أنزل الله) يواځې د لوړ سياسي حاکم يا حکومتي قاضي تر فيصلې پورې منحصر نه دی، بلکه ډېر عام دی، دې مهمې نقطې ته ډېر خلک فکر نه کوي، په دې کې لانديني مسايل داخليږي:

مسلمان خپلې څلور بناوې د اسلام څنګه عملي کړي؟ مسلمان د خپل مسلمان ورور سره څرنګه چلند وکړي؟ مسلمان خاوند له مسلمانې ښځې سره څرنګه چلند وکړي؟ مسلمان پلار په خپلې کورنۍ باندې څرنګه حکومت وچلوي؟ عالم په مسجد کې په څه ډول اسلامي احکام عملي وکړي؟ مسلمانان په اخيستو او خرڅولو کې په څه ډول اسلامي احکام تعميل کړي؟ په عام ډول مسلمانان په شخصي احوالو کې څرنګه د اسلام حکم تعميل کړي؟؟

مسلمانان خپلې جرګې فيصلې د کوم قانون او کوم مصدر له مخې وکړي؟ او داسې نورې ډېرې ساحې چې د الله تعالی شرعه په کې تطبيقيږي.

غير اسلامي قضا او غير اسلامي حکومت هيڅوک نشي مجبورولی؛ چې خامخا دې فيصلې هغوی ته وروړي، او له هغوی سره دې په (حکم بغير ما أنزل الله) کې مرسته وکړي.

ما غوښتل چې يواځې يو څو کرښې ولیکم، خو خبره را څخه اوږده شوه، مساله لږه پېچلې ده، که د نني عصر د خوارجو وجه نه وی؛ نو دا مساله مې په دې ډول نه مطرحوله، د نني عصر خوارج د ځينو آيتونو په تحت لفظي ترجمه مبتدئين /ساده مسلمانان / او نالوستي مسلمانان تېر باسي.

ومن الله التوفيق، وما علینا إلا البلاغ.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

83 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
احمد مختار

الله تعالی دی هدایت درته وکړی پدی دوکتورا چی تا اخیستی. دا څه اوتی بوتی غږوې؟ بیا خو نو دا دیموکراسی سم نظام دی دا خلک چی د اسلامی نظام لپاره وینی تویوی دا احمقان دی؟ نعوذ باالله. نن ټکی آسیا باید داسی مطالب خپاره نکړي چی د خلکو عقیده خرابه کړی. ماغزه یی را خراب کړل پدی لیکنه.

khalid

محترم احمد مختار صاحب تاسو د ډاکټر صاحب په خبره نه یی پوهیدلی زه غواړم چی یوه خبره ورسره تصحیح کړم هغه دا چی نن سبا په اکثرو اسلامی هیوادونو کی نظامونه او سیستمونه کفری دی اما په امراو یا حکامو باندی یی مونږ ترڅو چی کفر بواح او شرک (مستقیما بت ته سجده او عبادت) ترینه نه وی ظاهر شوی د کفر فتوا نشو ورکولای فاسق، فاجر، ظالم او دکبیره ګناه مرتکب ورته ویلای شو اما کافر نشو ورته ویلای اما دا ددی معنی نه ورکوی چی ددی نظامونو په ضد باید مبارزه ونشی او رانسکور نشی دا کار… نور لوستل »

بلال

احمد مختار صاحب… څنګه چې دکتور وهاج دلایل ویلي، دغسې تاسو هم دلایل ووایئ، په تشو خبرو څه نه کیږي. منطقي او علمي دلایل باید وویل شي.

محمد عبدالله

احمد مختار جانه صبر وکړه شپه ناوخته ده که سهر ژوند وو انشاالله ماغزه به ورته پر زای کړم ددی افغان پدا بی مفهومه لیکنه مننه نن تکی اسیا چی دخلکو اصلی څیری بربندوی صبا غږیږو

محمد عبدالله

داکتر صاحب وبخی زما په نظر تاسو ته لاړد میکالی او اساسی او وضعی قانون جوړونکی عادلان خکاری که سنګه لکه چی علی رض همداسی عادلان تاکلی ول العیاذ باالله اوله دګمراهی کرخه دی دوهمه زه نه پوهیږم تا دکتورا له کومه اخیستی چی اروپایی اتحادیی ته کی کامیاب مثال ویلی ول خپل هاغه بله مقاله(دخلافت په باره کی واضحو تکو) او مسلمانان ته دی دعوت ورکړی وو چی همداسی کونفدرالیشن جوړ کړی او اسلامی خلافت درته ستونځمن خکاری اوس نو دی خبرو نه دخبر شوو چی اسلامی حدود سخه هم انکار او یا کم رنګولو کوشش دی کړی او… نور لوستل »

محمد عبدالله

که مونږه اصلی خبری ته پام وکړو نو الله ج دانسان خالق ده او هماغه ذات تعالی پوهیږی چی انسان ته سه رقم ته حدود او قوانین وتاکی او همدی لپاره دانسانانو ددنیوی اوخروی امورو دجوړولو لپاره انسانانو ته قران رالیږی ده دا دانسان د وس کار نده چی خپل غلت فکر اوفهم پر اساس هغه ته قوانین وتاکی . نو اوس که مونږ وګورو دیو موتر جوړولو کمپنی موتر جوړوی نوهغه کی بیا دیو رهنما کتاب ( ګایدد بوک) ایخی وی چی مونږه پدی پوهوی چی مونږه دموتر سنګه استفاده وکړو اوس که یو جاهل راشی او دموتر په… نور لوستل »

حمیدالله مومند

زه یو عامی یم یعنی دینی علم می ډیر کم زوری دی ما ستاسی ټول لیکلی متنونه ولسوتلی یو سوال راته پیدا شو په یو ټولنه چی د ملا نیولی تر عامی پوری ټول حرام خوری یاپه مستقیم ډول یا په غیر مستقیم ډول هغی ټولنه کی به څنګه اسلامی نظام حاکم شی یو ټولنه چی د اسلام په اساسی احکامو نه پوهیږی نظام به هلته څنګه قایم شی په یوه ټولنه کی چی لور په اولاد کی نه شمیرل کیږی هغه ټولنه کی نظام راوستل به څنګه وی یو ټولنه چی دوه یا دری نظامه چلیږی هغه ټولنه به… نور لوستل »

اکبر خان

نه پوهیکم چه له کوم زایی درته شروع کرم او ستا ناپوهی تاته در وه شه یم خو خیر اول بحث ته رازم چه حکم بغیر ده ما انزل الله دا خو صحیح ده چه کناه کبیره ده خو که چیری حرام سوک حلال وه شمیری نه کافر کیژی نو چه دوی دومره مسلمانان وژنی ده اساسی قانون یا لاد میکالی لپاره یا مباح الدم بولی په زرهاو مسلمانان ایا بیا هم مسلمانان دی؟ یا قتل حرام نده او که سوک حلال وه کنی نو نه کفار کیژی بیا په محاکمو کشی چه مسلمانان باندی فیصله ده اعدام کوی او… نور لوستل »

khalid

ګوره محترم اکبر خان صاحب ته د ډاکټر صاحب په خبرو صحیح نه یی پوه شوی دهغه پاراګراف ته صحیح توجه وکړه انشالله ستا مشکل به حل شی د اهل سنت ځينې علما د راوړل شويو درې آيتونو تفسير داسې کوي: د (حکم بغير ما أنزل الله) مساله څو حالته لري، کله پرې حاکم يا قاضي يا هر فيصله کوونکی کفر ته وځي، او کله ظلم او فسق ته. کفر ته پرې هله وځي، چې دغه کار حلال وګڼي، يا ووايي چې: د الله تعالی شرعه زمونږ د زمانې لپاره مناسبه نه ده، يا دا چې وضعي قوانين د الله… نور لوستل »

محمد عبدالله

حمید الله وروره دلته زمونږ اساسی مشکل داده چی مونږ انسانان او بیا مسلمانان اکثره پوهیږی چا پیدا کړی او پدی مو سر نه خلاصیږی چی دکوم هدف لپاره پیدا شوی یو دلته قران کی چی الله وایی ما انسان او جنیات دخپل عبادت لپاره پیدا کړی ده نو مونږ باید پوی شو چی د ژوند اصلی هدف عبادات دی او مونږ داول کوشش وکړو اول قران او بیا نور علم ددین زده کړو او بیا داسلام هر تکی باندی دعمل کولو کوشش وکړو وروره په الله قسم دا اسلام دیر خایسته دین ده دانصاف دین ده (خزه او نر… نور لوستل »

اکبر خان

سلام احترامات خالد ورور ته بعد رازم خپل موضوع ته نو چه ته وایی چه ستا په لیکنه سر نده خلاص شوی نو زما سر خلاص ده هغه دا چه دا نظامونه تکفیر خاص دغه لپاره نده چه خاص حکم بی غیر ماانزل الله کوی خو ته وایی چه دوی دا کار حلال نه کنی نه یو ثبوت راوره چه نه کنی؟ او نه چه دومره خلک دوی دغی وضعی قانون لپاره وژنی یا خپل مخالفین وژنی یا خپل فوج عسکر ورباندی وژنی نو دا برتری نده ریشتیا چه دیر ساده خلک یاست اسلام مفهوم غلط تبعیروی او بل دا… نور لوستل »

احمد

خالد جانه چه ته هر یو ته نصحیت که وی او زا نه ده شیخ الحدیث جور کریده نو اول خبره ده شریعت نه وتله چه سومره صحیح ده بیا ووایه ته ووایی چه کفر بواح مونژ نه وی لیدلی یابت سجده نه وی کری نه کافر کیژی که یوازی پت برست ستا په دین که کافران دی یا پت ته سوک سجدی کوی نو اهل کتاب خو بیا سوک دی؟ بل دا چه ته وایی چه دا نظامونه چپه شی نو خو ستا ده خوارج عقیده ده چه دومره خلک کناه کبیره باندی وژنی نو بیا سنکه حلال ده… نور لوستل »

khalid

ګوره احمد وروره باور وکړه ځان اصلاح کړی کنی تباه کیږی او هلاکیږی اهل کتاب کفر بواح وایی ځکه هغه وایی چی عیسی(ع) العیاذبالله د خدای زوی ده او خدای ده یعنی العیاذبالله د خدای په الوهیت قایل دی برعلاوه لدی وایی چی خدای یو نه ده بلکه دری دی نو دا کفر بواح نده څه شی ده برعلاوه لدینه د عیسی(ع) بت ته په کلیسا کی سجده کوی محمد(ص) د آخری پیغمبر په حیث نه منی نو دا کفر بواح نده څه شی ده بل دا چی حضرت ابوبکرصدیق هیڅکله د هغو کسانو سره چی د زکات د مشروعیت… نور لوستل »

فولاد

د دآکتر صیب د ټولې مقالې لنډون دا ؤ چې دیموکراسي باید ومنو او د اسلامي نظام د جوړیدا خوبونه پیرږدو . بل دا چې زموږ دا امریکايي حکومتونه چې د اسلام په ځای نور قوانین عملي کوي کافر نه دي ، چې زنا و فحشا او نورو کبیره ګناهونو ته بلنه ورکوي کافر نه دي ، که د اسلامي قوانینو په ځای نور قوانین راوړي که اسلامي قوانین ورته سپک نه ښکاري نو بیا نورو ته ترجیح ولې ورکوي ؟؟ که حلال ېې نه ګڼلای نو بیا ېې ولې د اسلامي قوانینو ځای ناستي کول ، ماته خو دا… نور لوستل »

احمد

خالد جانه ستا عقیده ده القاعده باره که سه ده ایا هغوی هم خوارج؟دی هغوی هم دا نظامونه تکفیروی؟ تحریک طالبان؟باره که سه ده هغوی هم دا نظامونه تکفیروی ؟او ته ده چا په مذهب یی او ده چا په دین که یی چه موالات په کفر باندی هم کافر نه بولی بل دا چه ته وایی کفر بواه دوی نه نده صادر شوی خو فاسقان شو نو بیا ده فاسق امیر بی اطاعتی جواز لری نو لکه چه ته ده اشرف غنی بیعت که یی یا نواز شریف نو بیا ولی بی اطاعتی کوی او دوی نظام را پرزول… نور لوستل »

احمد

خالده ستا په مرض نه پوهیکم چه سه ده چه هغه دوا درته راورم او که تنخواه خور یی خپل تنخواه زانته حلالوی او که ته هم ولسی پاسون کوونکی غوندی بی مزده لکیا هههه خو خیر که چیری عیسویان بت سجده وه نکری او یا دری خدایان وه نه شمیری بیا مسلمانیکی؟چه اهل کتاب شی خو خیر ما ستا مرض پیدا کر چه تنظیمی مشکل که اخته یی او وایی چه دین به هلته دین شی ههههه بل دا چه ته وایی ابوبکر صدیق معامله نده کری ما خو درته خلاصه کره چه ده بعضی علما اقوال ده او… نور لوستل »

khalid

ته ‌‌ډیر بی وقوفه او جاهل انسان وختی دا الفاظ دی چی ته یی ماته کاروی تنخوا خور هی هی شرم درته پکار ده بی وقوفه پدی خبره ته اصلا په خپل ځان عریضه کوی چی اول دی څنګه پوښتنه کړی او اوس څه وایی ته اصلا پدی نه پوهیږی چی کفر بواح څه ته وایی او تعریف یی څه ده او لګیا یی بیځایه بحثونه کوی ته ولاړ شه یو واری د کفر بواح تعریف زده کړه بیا راځه خبری کوه دا خو ماتاسو ته په پورته تبصره کی یو څو مثاله د کفر بواح ذکر کړی دی چی… نور لوستل »

محمد عبدالله

دا پدی نه پوهیږی چی اسلام یعنی سه اسلام دسلامتی سخه اخیستل شوی ده دا دین دسلامتی دین ده ددی دین په احکامو کی سلامتی او خوشبختی عدالت ده دا دین دتسلیمی دین ده هغه یو الله ته او دالله حدودو ته او قوانینو ته که سوک الله ته غاړه نه ږدی او قوانین یی نه پیاده کول غواړی او تول بشریت او انسانیت او مسلمانیت سره ظلمونه کوی که دوی دا ظلمونه په کراهیت کوی او کفار ورباندی ظلمونه اوقوانین په زوره اجباری پیاده کوی ورباندی نو ولی دا چوکی او قدرت نه پریږدی ودی وزی له حکومته پریږدی… نور لوستل »

همدي

استاده
بيا تا ته سلام

محمد عبدالله

همدی ګوله دنن ورزی درس دی داده
اذْ قَالَ لَهُ رَبُّهُ أَسْلِمْ قَالَ أَسْلَمْتُ لِرَبِّ الْعَالَمِينَ بقرة ۱۳۱
چی هرکله دابراهیم ع پروردګار ابراهیم ع ته وویل ماته غاړه کیږده او تسلیم شه ابراههیم ع وویل ما الله ته او دالله حکمونو ته غاړه ایخی اوتسلیم شوم
او ګوره چی مسلمان او بیا استاد د مخاطب وو بیا السلام و علیکم ورحمة الله وبرکاته وایه الله به درباندی ورحمیږی او برکتونه به یی درباندی نازلیږی

محمد عبدالله

احمد جانه سل افرین پر تا وی سره دنورو حقی ملګرو الله مو وساته خالد جانه داسه وایی سنګه مبارزه دوشی دی کفری وبخی ستا په نظر اسلامی حکومتونه سره سوله ییزه مبارزه لکه فضل الرحمن چی دهمداسی مبارزی پخاطر کله نا کله دشیطان کور انګلستان ته زی او که د ملا فضل الله غوندی قتال وشی؟ دا دمبارزه جمله دی دیره چالاکی سره زای پرزای کړی خالده ستا جملی[(مستقیما بت ته سجده او عبادت) ترینه نه وی ظاهر شوی د کفر فتوا نشو ورکولای فاسق، فاجر، ظالم او دکبیره ګناه مرتکب ورته ویلای شو اما کافر نشو ورته ویلای… نور لوستل »

khalid

ګوره محمد عبدالله صاحب نور مو بیځایه مه په عذابوه ځه ورځه خپله لار وهه داسی نه چی خدای مکړه بدی جملی او فحش کلمات درته استعمال کړم مولانا فضل الرحمن ### هم ستا دداعشی خوارجی یارانو غوندی لار ورکی او ګمراه ده زه درته وایم د ‌ډیموکراسی نظام کفر ده او ددیموکراسی انتخابات هم ناروا او کفری انتخابات دی مسلمان ته نه ښایی چی پداسی انتخاباتو کی ګډون وکړی یا باید دا نظام خپل وس او توان او شرایطو ته په کتو دننه په حکومت کی له کسانو نه په استفادی رانسکور شی یعنی کودتا په وشی او یا… نور لوستل »

مصطفی

بل دادرته ووایم وهاج خانه زان بیدار کره چه کمونستان ولی مرتد وه یا کمونیزم عمل کونکی کافران وه نجیب خو هم ظاهری کلمه ویل او صراحتا به یی ویل چه زما په تنده کفر لیکل شویده ؟او یا دیموکراسی عمل کونکی یا حاکمان یی ولی نه کافران کیژی؟ یا دیموکراسی اسلام سره شباهت لری یا اسلام ده نه پوهیژم چه ولی په دغه تعبیر که خطا یاست که سنکه دیموکراسی او یا هغه کوم اصول باندی ولار ده هر یو کفر مطلق نده او که سوک کافر ته کافر وویل خوارج کیژی دلته جنک ده کفر اسلام ده دلته… نور لوستل »

منیر

ای مسلمانانو اسلامی خلافت راروان ده ان شاءالله اسلام دی امن دین دی اوبغیر له اسلامه آمن نشته کفاراودکفاروغلامان فوهه شول چی فسادزناشراب قماراوداسی نورهغه سه دی چی دجامعی دبربادی اوتباهی اونفاق سبب گرزی اوگرزیدلی دی نواوس دویی فه هره معنی فوهه دی چی موژمخ فه تباهی اومسلمانان مخ فه کامیابی روان دی اوموژورزتربله فاشل کیژواومسلمانان سره راتولیژی نویی زکه خفل ناقص اوخبیث عقل فه کارواچاوو ترسومسلمانان خلافت اسلامی راولی ترله مخه دخلافت نوم ددی خبیثوداعشیانو فه واسطه بد اودتولی دنیادخلقوترینه نفر ت وکه خونه ان شاءالله مسلمانان بیداردی امیران بیداردی اوبل د عثمانی خلافت برکت دی چی دادونه دنیافه… نور لوستل »

همدي

د الله رحمتونه پریمانه أو همدا رنگه برکتونه الله دی زمونژ او دکلهمه
مسلمانانو نصیب کری
که باران رحمت ده خو زیات ئی زحمت
المهم دداعش له رحمته دی الله تول مسلمانان خاص کر افغانان وساتی
اللهم اکفنا من شرهم بما شئت یاحی یا قیوم

غوربندی

یاره محمد عبدالله صيب

په دا مبارک نوم کارولو کی دي هم پسات ده، که سوک درته بد وايي هم نو د چا د نوم په خطاب کی به يي وايي?

یاره د دي بیهوده خبر و په خاطر می چی د اوباما پر سر کشينولي وای.

اکرام

ههههههه یاره غوربندی صاحب په نیمه شپه او ستړي ځان دې داسې وخندولم چې څه یي کوې
اوباما هههه

محمد عبدالله

همدی ګوله تاته سلام یعنی سلامتی سنګه چی په دیرو رحمتونو په عذابیږی نو نه په عذابوم لږ دشاګردی اداب مراعاتوه خپل استاد سخه دوه تکی مخکی سبقونه چی وایی همدا به دحال وی تاته چا ویلی چی باران یوازی رحمت وی؟؟ باران خو کله رحمت وی کله امتحان او کله افت. چی کله دیر شی عذاب شی. لاکن رحمت خو رحمت وی!! چی سونه دیر شی هغومره ثواب شی!! پام چی دالله دیر رحمت ته عذاب ونه وایی چی الله مکړه له ایمانه به جلا شی الله دتول مسلمانان غرق رحمت اوپه دیرو رحمتونو ونازوی دا هم زده کړه… نور لوستل »

محمد عبدالله

منیر دا ته خو دیر جاهل وختی تمسخر دی کسب ده زما نوم داوله محمد وو خو چی تا محمود ویل ستا مشکل وو ندی شوه لوستلی زکه می عربی ولیکل خوخیر بیاهم دواړه نومونه یو دی او دالله بنده(عبدالله) هم یم. او دغوربندی خبره ستاسو دکنځلو مخه می هم بند کړی زکه ماته ستاسو عادت معلوم ده چی زور مو ونه رسیدو او دلایل مو ختم شو بیا کنځلی کوی کنه ما خو دشریعته بهر خپه نده غزولی نو بیا ولی کنځلی او فحش ویل غواړی دتحقیر حقدار خو هغه دی چی شریعت ورته حقیر خکاری زه خو زان… نور لوستل »

khalid

هی هی د حکمتیارو غوړماله او دداعش یاره چی کله به له حسد او ځان لوړ ښودلو نه لاس اخلی طالبانو ته هیڅکله هم خلکو داسی ندی ویلی چی د اسلام نوم بدوی هغه یوازی ستا حکمتیارو د حسد له مخی او نورو تش په نامه جهادی رهبرانو چی د امریکا او روس په غیږ کی پراته وه دا خبری کولی کنی د طالبانو سرسخته مخالفان هم پدی معترف دی چی طالبانو په خپل وخت کی په افغانستان کی بی ساری امن او امان راوستلی و او مفسدین،ټوپکیان، غله او داړه ماران یی په مکمل ‌ډول له مینځه وړی و… نور لوستل »

دکتور مجاهد

خلافت له یوه فرد شروع کیږی او تر ټولی نړی رسیږی، ادم ع یو فرد مګر اولنی خلیفته الله وو ، خلافت د الله ج په زمکه کی خپلی ټولی ورځنی چاری په الهی اصولو سمولو او سنبالولو ته وایی هغه له یو فرد پیلیږی هغه نړ یا ښځه د بل سره واده کوی بیا د هغوی تر منځ دواړه مکلف دی چه په الهی اصول د خبلی کورنی چاری او خبلو کی په الهی اصولو وچلیږی او له تعادل کار واخلی، بلاخره بچیان پیدا کیږی او کورنی لویږی قوم او هیواد او بلاخره نړی تری جوړیږی شمیر مهم نه… نور لوستل »

محمد عبدالله

خه خه داسی ده دکابل پودریان نه وینی؟ اوبیا تیل ستا د یار ایرانی شیعه دبندیزونو لری کیدو سره وغورزیدو هههه ته!! او ددنیا مارکیتونو کی دی هم خپلی ګیدی خبری وویست؟؟ ته سه خبر یی چی دا ولی دا دتیلو اوطلا بیه غورزی دلته دیهودو او شیعه ایرانیانو بیا مالکی شیعه صدر دی هم سه لوبه رااخیستی دلته اوس دتیلو بیه دومره تیت شوی چی دویستلو مصارف نشی پوره کوی اوددوی پر ګومان ترسو چی دایو سو د تیلو ذخیری بیرته دوی لاس ته لویږی دوی همداسی دتیلو بیه لاندی وساتی ترسو سوک یی ونه باسی او دا روسی… نور لوستل »

khalid

عقل دی حکمتیارو ته ورکړه او #### هم تا او هغه ته یوازی پاتی ده له شریعت سره خو ته او ### حکمتیارو دی لوبی کوی چی قدرت ته د رسیدلو لپاره په هیڅ ناروا صرفه نه کوی او شیعه (رافضی) زما یار نده هغه خو په اصل کی ستا دحکمتیارو یار ده چی یو وخت په کی ډیره موده میشت و او له رادیو نه یی خپل مستری نانه تفسرونه کول زمونږ د حکمتیارو هغه خبری چی د خمینی د توصیف په باره کی یی کړی دی له یاده نه وزی او دا مو هم له یاده نه وزی… نور لوستل »

منیر

خالدجانه درسره موافق یو

همدي

اول استاده. …..
نه ستا عمر ددی به وی چی استاد دی کم
او په علمی لحاظ خو
نور به سه نه وایم
په 2سترگو اعمی شی
یو سو ازبکان له خولی نه غورزوی
اوداشایسته شایسته طالبان چی ددی بی دینه ظالمانو له لاشه شهیدانیژی
خوله دی گونگه ده گونگ شی بیخی سه په کی وایئ نه
په دا بی علمه خوشباوره علم او په دا بی تکلیفه قربانی چی په دین یئ ورکوی تباه به شی لژ زان ته متوجه شه

محمد عبدالله

شاګرده…؟ عقل پر سر دی نه پر سن. علم خو دی معلوم شو اوعمل دی الله ته معلوم ده پوختنه وکړه که سه وی زړه کی مه ساته په زړه اعمی یی من قتل نفسا واحدة حرمها الله ، فهو مثل من قتل الناس جميعا هو دسور اوتور کفارو له لاسه کاشکی وژل شوی وو پرنورو شهیدانو مبارکی پر ازبک شهیدانو دمبارکی ترسنګ تور داغ. دالله درضا پخاطر وژل شوی هسی تر مونږ خه دی نور سه ووایو؟ خوشباوری پر تا تمام او علم دهم دخبرو سخه خکاری ته چی درحمت او باران یا(مطر،امطار) فرق نشی کوی بیا داسلام اومطلق… نور لوستل »

محمد عبدالله

د(مطراو امطار) سره (رحمة رحیم رحمان او ذوالرحمة رحمة اللعلمین)

منیر

هی هی ### بلادادی مبارک نوم دوگرزه دیرفتنه گرحیوان یی دامبارک نوم دی هم دیوی فتنی ته دلارجوره ولودفاره کیشود حیوانی مطلق یی یوه اربکی بل اربکی ته ویل وایی هغه فلانی ملگری موهم شهید شو دابل اربکی ورته وویل کرارسه فه دغوخبروموتول فری مردارکره نوای خبیثه مرداروته شهیدویل سونه گناه دی حزبیان داعشیانواربکیانواخطی تاب چیانواوتولودکفرغلامانوته شهیدمه وایه کنه خدای ج به دی داربکیانواوداعشیانوفه شان اوداعشیانو فه شان زلیله اوشرمنده کری

محمد عبدالله

اول منیر جانه ستا نوم هم خه نوم ده ولی خفه یی پرخپل نوم او زما نوم سره حسد کوی لکه چی خپل نوم په معنی نه یی خبر چی عمل دی معکوس لګیا کړی او بل داربکیانو سره دخه شپی کړی چی قیصی یی راته کوی او یوه پوختنه به درسخه وکړم ګرچی ګومان نکوم سر د خلاص شی خو بیا هم دا اربکیان ولی مردار دی ولی شهیدان ندی؟؟؟ او بله خبره د شهیدانو فیصله الله به وکړی هغه شهید ویل کیږی چی صرف دالله درضا پخاطر او دکفر دمغلوبولو په خاطر او داعلا کلمة الله لپاره دکفر… نور لوستل »

khalid

دا چی له کفارو سره کوم ‌ډول اړیکه او دوستی روا ده او کوم ډول ناروا او دا چی له خوارجو سره کله جنګ روا ده او کله ناروا په دی اړه ما مخکی تاسو ته په هغه بله مقاله کی د سولی خبری فقظ له امریکا سره او بس توضیحات درکړی و او درته ویلی می و چی د زیات تفصیل لپاره د امام سرخسی کتاب المبسوط ته مراجعه وکړه که ستا داعشی یاران واقعا د مسلمانانو ترمینځ اتحاد او اتفاق غواړی نو دهغه نن دی خپل فعالیت دلته او په نورو اسلامی ممالکو کی د نورو جهادی تنظیمونو… نور لوستل »

همدي

الله به شه پوهیژی خو ما ستا غوندي ############ (ایډیټ: اداره) کند ذهنه زان ته غاوره. …..انسان نه ده لیدلی نه د تبصرو شوقی یم او نه دا 4 4 ولیستی تبصری کوم کمال ده سر دی بیخی نه خلا صیژی نه دی سوال سوال وی او نه جواب جواب زما دسوالونو اوستا دجوابونو په منز کی بعدالمشرقین ده اوس به دی سر درخلاص کم مونژ دملا عمر فریق تاسی اوملگری مو دبش فریق ( شعوری یا لا شعوری ) او که ته دا وایئ سی ڈ یر نا وخته پوه شوی نو ما خو درته په اولنی تبصره کی… نور لوستل »

محمد عبدالله

اعوذ باالله من الشیطن الرجیم بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ نْ أَجْلِ ذَلِكَ كَتَبْنَا عَلَى بَنِي إِسْرَائِيلَ أَنَّهُ مَن قَتَلَ نَفْسًا بِغَيْرِ نَفْسٍ أَوْ فَسَادٍ فِي الأَرْضِ فَكَأَنَّمَا قَتَلَ النَّاسَ جَمِيعًا وَمَنْ أَحْيَاهَا فَكَأَنَّمَا أَحْيَا النَّاسَ جَمِيعًا وَلَقَدْ جَاءتْهُمْ رُسُلُنَا بِالبَيِّنَاتِ ثُمَّ إِنَّ كَثِيرًا مِّنْهُم بَعْدَ ذَلِكَ فِي الأَرْضِ لَمُسْرِفُونَ ﴿۳۲﴾ إِنَّمَا جَزَاء الَّذِينَ يُحَارِبُونَ اللّهَ وَرَسُولَهُ وَيَسْعَوْنَ فِي الأَرْضِ فَسَادًا أَن يُقَتَّلُواْ أَوْ يُصَلَّبُواْ أَوْ تُقَطَّعَ أَيْدِيهِمْ وَأَرْجُلُهُم مِّنْ خِلافٍ أَوْ يُنفَوْاْ مِنَ الأَرْضِ ذَلِكَ لَهُمْ خِزْيٌ فِي الدُّنْيَا وَلَهُمْ فِي الآخِرَةِ عَذَابٌ عَظِيمٌ ﴿۳۳﴾ إِلاَّ الَّذِينَ تَابُواْ مِن قَبْلِ أَن تَقْدِرُواْ عَلَيْهِمْ فَاعْلَمُواْ أَنَّ اللّهَ غَفُورٌ رَّحِيمٌ ﴿۳۴﴾ يَا… نور لوستل »

khalid

هی هی لیونیه ته په دی نه پوهیږی چی خوارج دیته نه وایی چی څوک اسلامی احکام نه منی نو هغه خوارج دی خوارج هغه ډله وه چی په دین کی یی له سختی او افراط نه کار اخیسته اسلامی احکام یی له اسلامی نصوصو نه په غلط شکل اخیستل او تعبیرول او تطبیقول ته پوهیږی چی دحضرت علی د وخت خوارج اکثره د قرآن حافظان و او په لمانځه کی ډیر محکم و د ورځی به یی ډیر زیات رکعتونه د نفلی لمونځونو کول چی حتی زنګنونه یی د اوښ د زنګنونو په شان شوی و وړه ګناه به… نور لوستل »

محمد عبدالله

افرین همدی ګوله پدی کی شک نشته چی الله شه پوهیږی ته چی پدا ۴ لیشته تبصرو نه پوهیږی نو او ماتاغوندی پوک او دچا خبره تیمکی او تشریفاتی نده لیدلی چی تبصره خو کوی اما دزان خودلو لپاره وړی جملی استعمالوی چی زان پوه وخایی خو پوهه حق ویلو سخه معلومیږی! همدی سوال او جواب اسلامی تعلیماتو سره اړخ نه لګوی او زما سوالونو او جوابونو ته یوه میاشت بی مالګی دودی وخوری لکه توتی چی پوی شی هو زه داسلام څخه غږیږم او ته د ګیدی که سر دخلاص وای نو مخکی پوهیدی چی زما سر خلاص ده.… نور لوستل »

محمد عبدالله

اوهمدی ګوله شعور دکفارو سره نشته وهم لایشعرون (روس او امریکااونور کفار اوملګری یی) اوهمدی دحیواناتو بدتر لاشعوره دی کاشکی حیوانات هومره شعور درلودل نو الله ته به ایمان راوړل نور نو اوس ته لږ سوچ وکړه لاشعوره سوک ده

محمد عبدالله

خه داکتر خالده ولی دله نومه وشرمیدی او بیخی دلایل دی صفر ته کوز شو او اخر شروط الصلوة ته ورسیدی لکه چی هغه کی دافینو کاروبار زان ته حلالوی هههه او زه په قران نه پوهیږم دیر نور خلک به پوهیږی ته هم کیدای شی یو سه پوی شی خو افسوس چی کوم زای کی ما دقران ایتونه راولی تا باندی لکه مرمی بده لګیدلی اوماته دخوارج ویلی حالانکه ما ورته تر جمه هم نه وی لیکلی لکه چی العیاذ باالله دا قران خوارج ته راغلی وی تاته یا فضل الرحمن ته دی نه وی راغلی زکه رحمن ملک… نور لوستل »

محمد عبدالله

او بله خبره الله پوهیږی سونه د زړه خوړین ده زما دتبصرو له لاسه خوخیر که زړه کی د ایمان وی یو سه وخت وروسته به زما خبری درته او اندیوالانو ته دګته رسوی او چی عقاید دی خراب وی نو مونځ هم درته ګته نه رسوی اوخوارج می درته ثابت کړو چی تا کی یی نخه شته او شروط الصلوة می ۸ کلنی کی خلکو ته تدریس کړی خو بیا علم سره هم عمل ضروری ده داسی نه لکه سیاف لالا دی او دمهدی منکره باطل دعوی خو می درته وویل چی طالبان زان دمهدی لخکر ګنل او هغه… نور لوستل »

محمد عبدالله

او داخری زمانی علامی باندی هم اقرار کوی اولنی تبصری ته دی ورشه هغه (دروسانو اوطلبنو اړیکو کی) خو دی ویل چی دا دروافضو لوبی پریژدی داخی زمانی نخه نده راغلی ههه او دخوارج علامات دهم بدل کړو ووایه سه بدلون رازی خصوصیاتو کی داریږم چی ونه وایی هغه چی کافر سره جنګ کوی هماغه خوارج دی لکه چی منکرین جهاد دی داستا بیهوده الفاظ دی ویسه شیخانو ته د چی سر دخلاص کړی (به تر قیامته موجود وی ځکه د رسول کریم(ص) دحدیث مطابق د خوارجو ظهور د آخر زمان له غلامو نه یوه علامه ده ګرچی د وخت… نور لوستل »

khalid

د خصوصیاتو نه می منظور داده چی د پیغمبر د زمانی خارجی رسول(ص) ته ویلی چی اتق الله اعدل د صحابه و د وخت خوارجو حضرت علی او نورو جلیل القدره صحابه و ته د کافر خطاب کاوه او په وړو وړو مسایلو یی د کفر ټاپی په لګولی او له اسلامی نصوصو نه یی غلط او ناروا تعبیر او تفسیر راویسته لکه د هغه وخت خوارجو د غله لاس له اوږی پری کاوه او داسی نور اما د نن زمانی خوارجو د وخت په تیریدو تغیر کړی ده نو بنا اوس د هغوی په ځای په عامو مسلمانانو د… نور لوستل »

khalid

د خصوصیاتو نه می منظور داده چی د پیغمبر د زمانی خارجی رسول(ص) ته ویلی چی اتق الله اعدل د صحابه و د وخت خوارجو حضرت علی او نورو جلیل القدره صحابه و ته د کافر خطاب کاوه او په وړو وړو مسایلو یی د کفر ټاپی په لګولی او له اسلامی نصوصو نه یی غلط او ناروا تعبیر او تفسیر راویسته لکه د هغه وخت خوارجو د غله لاس له اوږی پری کاوه او داسی نور اما د نن زمانی خوارجو د وخت په تیریدو تغیر کړی ده نو بنا اوس د هغوی په ځای په عامو مسلمانانو د… نور لوستل »

محمد عبدالله

شعیه ګان سنګه دی ؟امام ابوحنیفه مسلمان بولی؟چی تاسو ورسره دفاع ته ملا تړلی او ابوبکر صدیق ته سه وایی ؟او بی بی عایشی ته شیعګان سه وایی؟ العیاذ باالله او بیا روسان اوچینایان سنګه محمد ص ته سه وایی؟ته زان دوکه کړه دا حنفی مذهب پیروان احساساتو سره لوبه وکوه زه دی په دااوتو بوتو نه خطا کیږم دا برعلاویان دحنفی سوچه تقلیدیان زانته وایی اود رضا خان برعلاوی مقلدین زان ته وایی حنفی دیوبندیان کافربولی دجهاد سوچ انکار کوی دومره نوی کتابونه لیکل شوی چی ما وتا تول عمر کینو داکتابونه نشو خلاصوی ترتولو خه کتاب قران دی… نور لوستل »

khalid

ځان ورشه ته بستر کړه مونږ ته ټولی اهل الضلاله اهل البدعه او لار ورکی ډلی یو شان دی که شیعه ده او که وابی او خوارج ټول له صحیح لاری ګمراه دی ما خو تا ته مخکی ویلی دی چی دا خبری ستا له سویی نه ډیری لوړی دی چی ولی باید د یوه امام متابعت وشی ما یی په اړه یی په یورته تبصره کی بعضی اشارات درکړی خو که ته په پوه شی په دی اړه علماو په سلګونو کتابونه لیکلی ته کولای شی هغو ته مراجعه وکړی لدی جملی نه د یو کتاب لینک چی په… نور لوستل »

khalid

ځان ورشه ته بستر کړه مونږ ته ټولی اهل الضلاله اهل البدعه او لار ورکی ډلی یو شان دی که شیعه ده او که وابی او خوارج ټول له صحیح لاری ګمراه دی ما خو تا ته مخکی ویلی دی چی دا خبری ستا له سویی نه ډیری لوړی دی چی ولی باید د یوه امام متابعت وشی ما یی په اړه یی په یورته تبصره کی بعضی اشارات درکړی خو که ته په پوه شی په دی اړه علماو په سلګونو کتابونه لیکلی ته کولای شی هغو ته مراجعه وکړی لدی جملی نه د یو کتاب لینک چی په… نور لوستل »

محمد عبدالله

مخکی دی صرف هغه خپل مخالفین د ا ع ش خوارج بلل اس دتول وهابیان خوارج بولی او مخکینی دخوارجو استناد په د ا ع ش دخوارجو همدغو وهابیانو علماوو کتابونو کی دی ورکول اوس هماغه علما ناحق دی هم خوارج کړل او دا د ا ع ش چی افغانستان ته نه وو راغلی خوارج نه وو چی کله پر تا ولګیدو خوارج شو لږ شرم وکړه دالله حضور کی به سه ووایی سوک چی ابوحنیفه ح نه منی هغه سره جنګ کوی اوسوک چی محمد ص نه منی هغه ته دغیږه خلاص کړو دیر زر به دستاسو انجام وګورو… نور لوستل »

محمد عبدالله

وی وی داکترخالد جانه سنګه شعیه خو به نوی وبخی لږ شکی شوم هسی نه چی اصلی شعیه یی او تقیه کوی مونږ ته زان حنفی اوسنی معرفی کوی خو دحنفیانو په جامه کی دشعیه ګانو دفاع کوی او دوهابیانو چی تول شیعګان ورته خوارج وایی ته هم ورته شیعی فتواوی ورکوی او وهابیان او اهل حدیث خوارج بولی دا افغانستان کی مشهور ده چی یوازی هزارګان شیعګان دی حالانکی نورو قومونو کی هم سر سخته شیعګان شته چی زانونه غلی کړی حتی تر قندهار او غزنی کی هم تا رنګی شیعان شته چی اوس له داره تقیه کوی او… نور لوستل »

khalid

بس ځه ورځه ماما اوس می په تمامه معنی وپیژندلی چی ماما یی او افسوس زما د بحثونو چی تا سره می کول زه څه درته وایم او ته څه راته وایی کوه کجا و درختها کجا زه درته وایم چی هغه کتاب ولوله چی د شیعه و په باره کی د اهل سنت د جیدو علماو نظرونه په کښی راټول شوی او ته ماته څه بابولالی غږوی او یو دمی دی راباندی د شیعه ټاپه ولګوله حالانکه چی زه درته په الله قسم یادوم چی زما له خوارجو نه هم زیات د شیعه و له خرافاتو اوبدعاتو نه بد… نور لوستل »

Shakirullah

املاصاحب دا القائدہ او طالبان داسمان سخہ نازل شو جماتونہ دی او کہ ستا اوزماپہ شان انسانان دی چی تاسی پہ ہرہ واقعہ باند دہ دی خلقو دلیل ورکوی او بلہ خبر دا دہ دخوارجو عقیدہ سہ دہ

محمد عبدالله

خالد داکتره خورییی راشه چی خبر شی ولی ته خفه شوی زه خو ستا پر خبرو شکمن شوم چی ته د شیعه دفاع کوی او دتقیی خبری دی وکوو نو ما وویل کیدای شی دشیعه وو رګ درکی وی خو زه خیر الله دوکړی چی شیعه ونه اوسی او بله تاهغه مخکینی بحثونو کی خوارج د اهلسنت له جملی څخه منل او دشیعه ګانو له دلو څخه دنه منل دا هم لږ شکمن کړم بیا می ویل کیدای شی معلومات دی کم وی بهر حال زه اوس سم معلومات درته درکوم زړه می درته سوزیږی دیر نادانی را اخیستی یی… نور لوستل »

محمد عبدالله

خالد داکتره خورییی راشه چی خبر شی ولی ته خفه شوی زه خو ستا پر خبرو شکمن شوم چی ته د شیعه دفاع کوی او دتقیی خبری دی وکوو نو ما وویل کیدای شی دشیعه وو رګ درکی وی خو زه خیر الله دوکړی چی شیعه ونه اوسی او بله تاهغه مخکینی بحثونو کی خوارج د اهلسنت له جملی څخه منل او دشیعه ګانو له دلو څخه دنه منل دا هم لږ شکمن کړم بیا می ویل کیدای شی معلومات دی کم وی بهر حال زه اوس سم معلومات درته درکوم زړه می درته سوزیږی دیر نادانی را اخیستی یی… نور لوستل »

khalid

ګوره آشنا زه د مسلمانانو نجات نن سبا د اهل سنت د څلورو فقهی اجتهادی مکاتب فکر نه د یوه اجتهادی مکتب فکر په مکمله اتباع کی ګورم که له دی نه هر چا ها خوا پښه واړوله نو ځان یی د ګمراهی او تباهی خوا ته سوق کړ او بل تاسو د القاعده خبره کړی ده نو د القاعده خبره جلا ده د القاعده کسان دلته په افغانستان کی د وخت په تیرولو سره په هرڅه پوه شول اود خپلو نورو کسانو برخلاف یی له تعصب او پدی مسایلو کی له بحث او مباحثه نه لاس واخیست او ځینی… نور لوستل »

محمد عبدالله

اعوذ باالله من الشیطن الرجیم بسم الله الرحمن الرحیم وَلَا تَقْفُ مَا لَيْسَ لَكَ بِهِ عِلْمٌ ۚ إِنَّ السَّمْعَ وَالْبَصَرَ وَالْفُؤَادَ كُلُّ أُولَٰئِكَ كَانَ عَنْهُ مَسْئُولًا (36) هو خالد جانه دسترګو توره ما دلته خپلو اولنی تبصرو کی همدا دعا لوستی وو الهم ارنا الحق حقا ورزقنا اتباعه وارنا الباطل باطلا ورزقنا اجتنابه اما ستاسو ملګرو ته همدا دعا کی هم کوم مرض خکاریدو نور درته دیر سه نه وایم بس همدومره پوی شه چی علم سمندرونه دی او اصل علام الغیوب او عالم اصلی الله ج ده چی دتولو شیانو علم اوحکمت الله سره ده هر سونه کم او… نور لوستل »

غوربندی

عبدالله سيب

ددي وروستي تعليق نيمايي خبري دي و خپل زان ته کری ماويل که نور له وابيتوبه توبه باسي، خو گومان می غلط شو

محمد عبدالله

بس همدومره دی خبری دی پاتی شو چی دوهابی تاپه دراباندی ولږول زه خیر بیا دهم تنازل کړی اول خو دی دوطنیت او نوری سندری دغږوه اوس دمذهب قیصه د راواخیست دهغه سخه ودار شه چی تر تا خه اواصلی حنفی یم نور سه دویلو نه لری ؟

غوربندی

ته چی ما ته د وطنيت پيغور راکوي نو ضرور به دي تر شا یو بل داسي خودپال وطن وی چی ساده يي موندلي يي،

زه فطرتا او عقيدتا وطنپال یا ملتپال نه یم، که یم نو دا به می له بی مروته گاوند سره بالمثل موقف نيولي يي،

ته خدای زده که زما په خبر و بوی هم یوسی

محمد عبدالله

اول خو دغلط ګمان وکوو چی زما ترشا به کوم وطن پال وی ههه زه وطنپالان شیطان پالان او وژنپالان سیوری زان ته نه پریږدم داتباع خو یی الله ته پناه وړم او دالله په نصرت زه په یوازی زان لیکنی کوم او دوهم بغیر له الله کمک بل کمک راسره نشته او نه دچا شخصی یاخپل مادی ګتی ته لیکل کوم نه مغرض مشاور لرم بلکی دتولو مظلوم مسلمانانو غم را اخیستی یم اودانسان څخه دخیر تمه نلرم اونه راته راکوی شی نه مادیاتو ته ضرورت لرم بیا بغیر زما رب ذوالجلال داجازی پرته هیسوک راته شر رسوی نشی… نور لوستل »

محمد عبدالله

غوربندی صاحب اوس دسه فکر وکوو دطالبانو اولنی شعار صحیح ده چی یا شریعت یا شهادت او که دعسکرو دروغین شعار یا وطن یا کفن؟

غوربندی

محمد عبدالله صیب یوه ټوکه به درته وکړم د یو ملاصاحب ژبې سکتګي درلوده، ژبه یې درنده وه یعنې بندیدله به یا په بل عبارت لکنت یې درلود، الف به یې اړېف تلفظ کاوه، نو ماشوم یا طالب یا شاګرد ته به یې چې د الف با سیپاره ویله نو ده به ورته ویل چې الف (اړېف) ماشوم به پسې تکرار کړل چې اړېف (الف) دی به پرې غوصه شو چې : اړېف نه اړېېېف ! شاګرد به بیا هم وېل چې اړېف، استاد به نور هم ګرم شو چې رذیله غلط ییې مه وایه، زه درته وایم چې اړېف… نور لوستل »

ورک ځاځی

ډير على غور بندى صاحب. د ملګرى سوال ته مو ځواب ونوايلو. د الف او اړيف توپير که سطحې هم وبلل شى خو د الف او (ى) يا الف او A تر مينځ توپير سطحې نده اوپوره مفهوم بدلوى. زما (يو عام طالب علم) په آند همدغه لمر په ګوته پټول زمونږ د ټولو ناخوالو اصلي ريښه ده. الله سبحان وتعالى دى مونږ ټولو ته د ښو هدایت وکړي او له بدو څخه اجتناب. آمين.

Back to top button
83
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx