نظــر

ایران او اسرائیل دواړه د اسلام دښمنان دي

لیکوال: فاتح کاروان

له ډيره وخته مې د دې سره مینه وه چې د ایران په هکله معلومات پيدا کړم چې آيا د امریکا سره یې  دښمني رښتیا ده او که هسې نړۍ او نړیوالو په ځانګړي ډول اسلامي امت ته په سترګو کې خاورې اچوي.

له نن نه تقریبا ۸ کاله مخکې مې د پیښور په شمشتو کیمپ کې ښوونځي کې زده کړی کولې یوه ورځ د تفریح په مهال د ښوونځي ښکتني پوړ ته ښکته شوم هلته د زړو کتابونو، ورځپاڼو او مجلو پوره ګودام و، په دې ګودام کې مې یوه ورځپاڼه (شهادت) پیدا کړه چې د چاپ نیټه یې غالباً ۱۳۷۵ل وه، دا چې په ورځپاڼه کي څه و او څه نه و هغه د بحث وړ نه دي خو یوه مهمه موضوع چې زما یې پام ځانته جلب کړ هغه د ورځپاڼې غټ سرلیک و چې د امریکا لخوا ایران باندې د حملې ګواښ شوی و او بیا یې د ایران عکس العمل هم په خبر کې راخیستې و، له هماغې وخته مې په ذهن کې هغه شکونه په یقین بدل شول چې امریکا په منځني خیتځ کې له یوې خوا اسرائیل پالي له بلې خوا یې ایران هم ساتلې دی.

نن ورځ به د چا شک په دې کې نه وي چې ایران د امریکا لپاره یو بل اسرائیل دی، همدا ایران و چې په افغانستان او عراق یې د امریکا د حملې په وخت کې امریکا سره استخباراتي مرستې کولې، همدا ایران دې چې د فلسطین مسلمانان یې له تیرو شپیتو کالو راهیسې غولولي او هغوی ته یې دا خبره په ذهن کې ورپیچکاري کړی ده چې ایران د اسرائیلو په خلاف ستاسو سره اوږه په اوږه ولاړ دی، له دې ور ها خوا ایران په یمن کې د امریکا په اشاره حوثي یاغیان اکمالوي، په عراق کې يې د شیعه او سني جګړه توده ساتلې، په خپله ایران کې یې یهودیانو او نصرانیانو ته امن ورکړی او هیڅ ډول سختي ورباندې نشته حال دا چې سني مسلمانان تر سخت فشار لاندې دي.

په حرم شریف د ایرانیانو حمله، د شهید صدام حسین په خلاف د امریکا سره مرسته، همدا اوس د امریکایانو سره اوږه په اوږه په عراق کې جګړه کول، سعودي عربستان ته اخطارونه او داسې نور حقیقتونه د ایراني اخوندانو اصلیت په ډاګه کوي چې ایران د امریکا یو مهم او ستراتیژیک مزدور هیواد دی.

امریکا همدا راز ایران ته اجازه ورکړی چې په مصر او افغانستان کې د شیعه ایزم د ترویج لپاره پراخې هڅې وکړي، همدا راز يي ایران ته د دې اجازه هم ورکړی چې ایران په افغانستان کې د فارسي ژبې لپاره کار وکړي او د ایران همدغه لاسوهنه ده چې نن ورځ د کابل د مفسد رژیم کلیدي بستونه اوس د ایران د لاسپوڅو کړیو په لاس کې دي، عراق خو ورته په پچه رسیدلې.

تازه موضوع چې توده او مهمه ده هغه داده چې امریکا او اروپايي اتحاديې په ایران لګیدلي اقتصادي او سیاسي بندیزونه لغوه کړل او ایران یې وستایه چې د دوی په اصطلاح د اټومي انرژۍ د نړیوالې ادارې سره یې مرسته او همکاري کړی ده. اوس به نو ایران په ډاډه زړه امریکايي او اروپايي مارکیټونو ته د تیلو په شمول خپل نور تجارتي تولیدات صادروي، په دې ډول به د ایران اقتصاد ته ستره ګټه ورسیږي او دا هغه خبره ده چې د سعودي عربستان د شاهانو پر مخ کلکه څپیړه ده. ځکه چې سعودي عربستان د ایران سره په لوی جنجال اوښتې او د سعودي شاهان تمه لري چي امریکا به یې په دې کړکیچ کې ملاتړ وکړي خو داسې ښکاري چې سعودي به دا ځل په دې دوستۍ کې تاوان وکړي.

په سوریه کې هم امریکا، روس، بشار او ایران په ګډه جګړه پر مخ وړي او دا هغه خبره  ده چې د ایران اصلیت نور هم په ډاګه کوي، او اوس به د عقل خاوندان پوهیدلي وي چې ایران د امریکا لپاره یو بل اسرائیل او د  عربي او نورې اسلامي نړۍ لپاره بل لوی مصیبت دی. دا چې راتلونکي حالات به څنګه وی وخت به دا هر څه به وښایي. خو یوه خبره ډیره مهمه ده چې اسلامي نړۍ باید نور په خپل منځ کې د نفاق او شقاق دریځ یوې خواته کړي او په ګډه دې د ایران په شمول د خپلو ټولو دښمنانو د شومو غرایضو، اهدافو او دسیسو پر وړاندې مبارزه وکړي. کنه نو یو یو اسلامي هیواد به لاندې کیږي او د افغانستان، عراق، یمن، سوریې، لیبیا او فلسطین به برخلیک به اخته کیږي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x