نظــر

د احدي مخالفت په ښکنځلو

ذبیح الله خورشیدي، لیکوال
ذبیح الله خورشیدي، لیکوال

ذبیح الله خورشیدی –

پوهانو څومره ښه ویلي، کله هم چې د منطق او استدلال ژبه مړه شي او په عقل د لېونتوب پیریان راشي نو بیا د انسان ژبه د حیوان شي په کنځلو ورګډ شي هم ځان سپک کړي او هم خپل مشران دومره بې عزته کړي چې عقل ورته حیران پاتې شي چې ان سړی له کوڅه ډبو هم ګیله مند شي.

تېره ورځ همدا ډول د کنځلو یو بحران رامنځ ته شو هغه مهال کله چې د سوداګرۍ او صنایعو پخواني وزیرښاغلي انورالحق احدي په مشرۍ د افغانستان نوې ملي جبهې حکومت سره خپل سیاسي مخالفت اعلان کړ دومره په ښکنځلو بدرګه شو چې ډېرو په کې هم خپل ځانونه په سپکو سپک کړل او هم یې هغه وشرموه.
زه هم د دې ملاتړی نه یم چې په یوه وړه تولنه کې بې شمېره جبهې او بې شمېره شوراګانې او سیاسي ګوندونه وي، له بده مرغه چې مونږ تل د یو چا مخالفت د شخصي عقدو او ملحوضاتو پر بنسټ کړی هغه هم په کنځلو.

خو زه وایم راځئ نور د ښکنځلو فرهنګ مات کړو د منطق او استدلال پر بنسټ د یو چا مخالفت او ملاتړ وکړو نه په پوچو او بدرنګه ګیلو او غوښتنو.

ډاکتر انورالحق احدي هم په دې تولنه کې ازموینه ورکړې بل هم معلوم شوی دا چې چا څه کړي او څوک څه کوي په دې مونږ او تاسې ټول  ښه پوهیږو او ځای به د دې نور پاتې نه وي چې په دې اړه بحث اوږد کړو.

په ټولیزو رسنیو په تېره فېسبوک کې بحثونه په دې ورټول دي چې انورالحق احدي ته په حکومت کې دنده ور نه کړل شوه، نو ځکه یې د ملي یوالي حکومت په مخالفت کې جبهه اعلان کړه او خلک یې د نظام پرضد راپورته کړل.

زما لپاره خو دا استدلال او نظر په اخلاقي لحظ منطقي دلیل نه شي کېدای چې څوک دې د حکومت اصلاح لپاره په حکومت منطقي نیوکې وکړي او هغه دې مونږ ګرم وبولو ګوندې حکومت څخه دنده غواړي او نه هم دا منلی شم چې یو څوک دې د حکومت ملاتړ په دې پلمه کوي څو دوی لپاره به امتیازات وي.

خو حقیقت باید ومنو چې حکومت ټولو خلکو ته دندې نه ورکوي بلکه دا خصوصي سکتور دی چې د بې کارۍ په مخ نیوي کې له حکومت سره مرسته کوي.

په ډېر افسوس سره چې نن ورځ هم حکومت کمزوری دی او هم خصوصي سکتور نه شي کولای بې کاره په کار کړي.

دا یوښکاره او منظقي دلیل دی چې اکثریت یې ملاتړ کوي خصوصا هغه څوک چې سیاسي شعور یې ډېر لوړ او صبر یې غټ وي.

خو له نورو یې باید زده کړو موده وړاندې د شمال ټلوالې له لوري د حراست او ثبات عالي شورا اعلان شوه خلکو یې په منطقي ډول مخالفت وکړ خو هېچا خپلو مشرانو ته کنځلې ونه کړې د حکومت اجرایوي مشر ښاغلي عبدالله عبدالله د شورا هرکلی وکړ او یو سیاسي مشوریت یې ورته وبښه.

اوس چې احدي جبهه اعلان کړه د ولسمشر سیاسي سلاکار ښاغلي اکرم خپلواک پرته له دې چې سیاسي لار پیدا کړي د یو څو لوچکانو په وساطت یې احدي په ښکنځلو وګواښه دومره افراط یې وکړ چې عقل ورته تسلمیږي.

مونږ ته دا د منلو وړ نه ده چې یو پښتون مشر دې پورته شي او بل دې خپلو سیاسي سیلانو ته څملوي او نور دې ننداره وکړي دا ډېر یو بد فرهنګ ده چې زمونږ په خلکو بده اغېزه کوي هم ځان ته زیان اړوي او هم نورو ته .

ښه خبره خو دا وه چې ښاغلي خپلواک د حکومت په استازولۍ د جبهې پر وړاندې خپل موقف روښانه کړی و نه داچې په څو کوڅه ډبو یو مشر ته توهین وکړي دا سوچه لېونتوب دی، احمق توب دی او لنډغري ده.

تر کومه به خپل مشران سپکو او نورو ته به یې څملوو راځئ پښتنو  دا تړون وکړو د خپلو مشرانو له ګواښلو او هغوی ته د کنځلو لار پریږدو او د منطق په لار روان شو.
په دې لار کې زمونږ خیر ده او ان شاء الله که سره یو شو دا ویجاړ وطن به خپله ابادیږي.

په همدې ستره هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mha

Every body wants a piece of pie. How many advisers do Mr. Ghani and Mr. Abdullah have? are they all needed? are they effective? how much money they get in salaries? most of them are just there to have benefits and income.

pattang

ګرانه خبرې دې په حقیقت کې پر ځای دي خو داحدي فاسد په برخه کې نه!
هغه ډېر يو متکبره ، اپرتونست انسان او داشغالګرو ملګری دی ! دافغان ملت
ګوند یې په افغان نالت ګوند بدل او په ګمرکاتو کې یې ټول هغه بېکاره افغان
ملتيان مقرر کړل! دافاسد زه له نږدې پېژنم هغه به لوڅې پښې تر امريکا
او پېښوره منډې وهلې ! نور په شخصي ژوند یې تبصره نکوم خو زنچو ډېر فاسد انسان دی !

الحاج استا ذ بیانزی

Those advisors are preferable than Ghani and Abdulla , at least they are in lower level of slavery than Ghani and his partner , at least they been chosen by Afghans but Ghani and Abdullah been chosen by the state secretary of USA . The reason they chose too many advisors for to keep them in good friendship with them and use their sport , otherwise they don’t have nothing for them to work on , what they going to have for their advisors . The third reason , as they get salaries by absent soldiers, they may get salaried… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

خورشیدی صاحب ، ستاسی منطقی او مودبانه دریز ته دی زمونږ سلام وی ډیر درناوی ورته لرم مګر تاسی د کومو پشتنو یا افغانانو مشرانو خبری کوی ، چه زمونږ خاوره ، خلک او خپلواکی یی په نورو پلورلی ، کوم چه زمونږ خلک وژنی او زمونږ باعفته میرمین بی عفته کوی ؟ زمونږ د هیواد دریمه برخه خلک یی په نشه توکو روږدولی ؟ زمونږ هیواد دنشه توکو په قاچاق او فساد کی د نړی تر ټولو لمړی هیواد د مدال د تر لاسه کولو ویاړنی یی تر لاسه کړی ؟ زمونږ دخاوری لاندی او باندی زیرمی لوټ کوی… نور لوستل »

Back to top button
4
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x