نظــر

داسلام اباد له غونډي د وینو بوي راځي

لیکوال: عبدالباقی حنفي-

دتیری دوشنبی چې دجدی دمیاشتی ۲۱ نیټه کیدل دپاکستان په پلازمینه اسلام اباد کی دافغان ورکی سوی سولی لپاره یو څلور اړخیزه ناسته دامریکا، چين، افغان او پاکستانی چارواکو ترمنځ جوړه سول.

افغان چارواکو لا له وړاندی تر اندازی زیاته خوشبینی څرګندی کړی اما تر غونډی سمدستی ورسته د ضد او نقیض څرګندونو، اخطارونو او د نظرونو د اختلاف نه داسی ښکاری چې د ولسمشر غنی تر دوری تر پای ته رسیدو پوري د جګړی اوږدیده اطمینانی او تصویب سول.

د غونډی دوه قوی ناظرین لکه امریکا او چين لا تر اوسه پټه خوله دی د ناستی په هکله. خو د افغان او پاکستانی چارواکو او د ځمکنی حقایقو ترمنځ خورا زیات واټن موجود دی. پاکستانی استازی سرتاج عزیز د غونډی په پرانیسته وینا کی د خبرو د پیل نه مخکې د هر ډول شرایطو او نظامی حرکتونو سره مخالفت وښود چې یو پر ځای غوښتنه وه او افغان اړخ په ښکاره او زغرده باندی وویل چې هم به نظامی عملیات ګړندی کوی او هم به طالبان دوی ډلی وی هغه چې زمونږ شرایط منی او وسله پرځمکه ایږدی خبری به ورسره کیږی او هغه نور به ځپل کیږی .

دا هغه خبری دی چې د تیری لسیزی په اوږدو کې یې مونږ اورو اما ځمکنی حقایق ددی نه ډیر توپیر لری، هغه دا چې جګړه ورځ تر بلی سختیږی، دحکومت دواک ساحه دکلی نه ښار ته را تنګیږی او د جنګ کړی د ولایاتو پرمراکزو باندی راڅرخی، چې په نتیجه کې د جګړی دواړه خواوو ته تلفات دملکی وګړو په شمول خورا درانه ور اوړی. او د جګړی مهم اړخ طالبان دی ته نه دی چمتو چې د کابل د چارواکو سره خبرو ته حاضر سی او نه د کابل اداره کوم خاص پلان دجګړی ختمولو ته لری.

خو د سولی لپاره دا ناسته یوه لاسته راوړنه درلودلای سي چې وکتل سي، څوک څه غواړی او د څه نیت لری، چې تر ډیر پوری دا معلومه هم سول، چې اصلا د ریښتنی سولی لپاره هیڅ یوه اجنډا هم نسته. او له بلی خوا دجګړی دوهم اړخ طالبان لا هم خپل لومړی شرط ته ژمن دی چې اول باید ټول بهرنی ځواکونه له هیواده ووځی. دا په داسی حال کې ده چې په دی اخرو کی امریکایانو اونورو ملګرو یی د طالبانو پر ضد یو واری بیا په مخامخ جګړه کې راښکیل سوی دی او هغه خبری يې ټولی درواغ کړی چې دوی به نور دطالبانو پر ضد په جګړه کې برخه نه اخلی او د حکومت دا اخطارونه چې دسولی خبرو ته د نه حاضریدو په صورت کې دی هغه کسان جنګ ته تیار سې چې نه غواړی په افغانستان کې سوله راسی، نو دا خو هر چا ته معلومه ده چې په تیرو څوارلس کلونو کې خو یی هم طالبانو په ګلان نه ویشتل او هرڅه توان چې د ناټو او امریکا سره وو دریغ یې نه دی کړی .

د پورته حقایقو نه داسی ښکاری چې اصلا د جګړی ختمولو ته هیڅ پلان نسته او نه هم د جګړی بسپنه ورکوونکې دا غواړی چې طالبان دی د حکومت یوه برخه او یا دی حکومت په افغانستان کې وکړی نو ځکه یې خپله د جګړی د میدان نه پښي سپکي کړی او د شانه نه د جګړی حمایه کوی .

په افغانستان کې سوله هغه وخت راتلای سي چې د جګړی اصلی عوامل وڅیړل شي او په منطقه کې درقابتونه سیاست او ستراتیژی ختمه سی او افغانان پریښودل سي چې دخپلی خوښی نظام جوړ کړی په افغانستان کې له تیرو څه باندی دوو پیړو نه چې کمي جګړی په افغانستان کې کیږی ټول ددی لپاره چې دافغانانو دواک اوخوښی نظام مینځته راسي نړيوال باندی نړيوال باید دا درک کړی چې که دلته جګړه په هر نوم وی سوله نسي راوستلای بیله دی چې دجګړی ټول اړخونه یو نه جبرانیدونکی تاوانونه وزغمي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x