
عبدالله عبدالله: د ټاکنو مشروعیت په ټاکنیزو اصلاحاتو پسې تړلی دی
نن ټکی اسیا (یکشنبه، مرغومي ۲۷مه، ۱۳۹۴ل): د حکومت اجراييه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وايي چې د راتلونکو ټاکنو مشروعیت په ټاکنیزو اصلاحاتو پسې تړلی دی.
نوموړي وویل چې دولت تیار دی چې پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې ترسره کړي خو د ده په وينا دا ټاکنې به هلته ارزښت ولري چې په ټاکنیزو کمیسیونونو کې لازم اصلاحات راشي.
دا په داسې حال کې دی چې څو ورځې وړاندې د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مشر یوسف نورستاني رسنیو ته وويل چې سبا ـ دوشنبه ـ به د ټاکنو د ترسره کېدوه دقیقه نېټه په ګوته کړي.
تر دې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني هم ویلي و، چې حکومت به يې د راتلونکي کال د اوړي او مني تر منځ ټاکنې ترسره کړي.
له بله اړخه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دوی په چارو کې د ټاکنیزو اصلاحاتو په نوم مداخله نه مني.
یوسف نورستاني وویل چې د ټاکنو کمیسیون یو حقوقي او قانوني بنسټ دی، خو د دې کمیسیونونو د سمون په پلمه جوړ شوی بل کمیسیون یوازې د سیاسي توافق پر بنسټ شوی، چې حقوقي ارزښت نه لري.
ياده دې وي له قانوني اړخه د پارلمان ټاکنې باید سږ کال ترسره شوې وای، خو ګډ حکومت د بودېجې د کمښت په پلمه دا ټاکنې راتلونکې کال ته وځنډولې، خو په ولسي جرګه کې له امريکا سره د امنیتي تړون مخالفو وکیلانو ویل چې د تړون موافقو وکیلانو سره د امریکا سفير ژمنه کړې چې دندې به یو کال نورې هم اوږدې شي.
د ټاکنو کمیسیون، ولسمشر او اجراييه ریس په داسې حال کې د ټاکنو د ترسره کېدو خبر ورکوي، چې په اطرافو کې جګړې زور اخیستی او پراخې سیمې په ولسوالیو کې د دولت له واکه وتې دي.