افغانستان

په کابل کې د ایټالیا سفارت په انګړ کې توغندۍ را پریوتي – ویډیو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۸مه، ۱۳۹۴ ل): د پلازمېني کابل په زړه کې د ایټالیا سفارت په توغندیز برید کې په نښه شوی چې له امله یې دوه تنه ژوبل شوي دي.

د یوه نامعلوم ځای څخه توغول شوي توغندۍ د ایټالیا سفارت په انګړ کې را پریوتي، د توغندۍ د چاودني سره سم په سفارت کې هغي ودانۍ اور اخیستی چې ایټالوي قاضیان پکې افغان قاضیانو ته درس ورکوي.

پولیسو ویلي چې دکابل ښار د اتمي حوزې د قلعه حشمت خان په سیمه کې یې دوهمه توغندۍ د توغولو څخه د مخه کشف او خنثی کړي، ویل کیږي چې دغه توغندۍ هم د سفارت پر لور توغول کیدل.

په پېښه کې تر اوسه د دوو تنو د ژوبلېدا خبر ورکړل شوی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x