fbpx

د اسټرالیا لومړي وزیر په کابل کې د اشرف غني سره د مرستي ژمني وکړې

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۸مه، ۱۳۹۴ ل): د اسټرالیا لومړی وزیر مالكم ټرنبل تیره ورځ کابل ته د سفر پر مهال د ولسمشر اشرف غني سره لیدنه وکړه.

د ارګ څخه په ورکړل شویو معلوماتو کې ویل شوي چې دواړو لوریو د خپل منځي اړیکو سربېره د افغانستان سره د اسټرالیا هیواد پر کومک، د تروریزم پر ضد جګړه، د سولي پروسه، د بشر حقوق او د ښځو حقوقو باندي هم خبري وکړې.

د رسمي احصائیاتو له مخې اسټرالیا په افغانستان کې ۴۱ تنه عسکر له لاسه ورکړي، ولسمشر اشرف غني د اسټرالیا لومړي وزیر ته د هغوی پر سر خواشیني وښودل او د اسټرالیا څخه یې مننه وکړه چې په افغانستان کې خپل عسکر قرباني کړي.

ولسمشر اشرف غني د اسټرالیا د لومړي وزیر څخه غوښتي چې اسټرالیا دي د افغانستان د هوايي ځواک سره په تخنیکي برخه کې مرسته وکړي، د معادنو را ایستلو په سکټور کې دي اسټرالیا پانګه اچونه وکړي، او نوره تخنیکې مرسته دي وکړې تر څو افغانستان وتوانیږي خپلي اوبه په سمه توګه اداره کړای سي.

د اسټرالیا لومړی وزیر د ولسمشر اشرف غني څخه غوښتي چې دغه هیواد ته یو سفر وکړي، او همداراز یې ژمنه کړې چې د اشرف غني پر غوښتنو به غور کوي.

نوموړي همداراز ویلي چې په کابل کې به د امنیت ساتني په خاطر خپل د عسکرو شمېر ۲۷۰ تنو ته پورته کړي.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

د کابل چارواکو سره چه د بارنو د مرستی خبری کیږی هغه مرسته نه چارواکو ته د افغاسنان د زمکی د لاندی او بانید ذخیرو لوت کولو په خاطر دی ، څو میلونه ډالر غنی جان ته ورکوی په مقابل کی یی د څو پیلونو معدنیات تر لاسه کوی یو بیلون زر میلونه کیږی که سل میلونه یی غنی جان ته رشوت ورکړی وی او به مقابل کی یو بیلون ( زر میلونه ) تر لاسه کړی استرالیا انګریزانو په هر ډالر لس ډالره وګټل ، د همدی امله د هر یو خبیث اشغلګر سره جلا جلا د غلامی تړونونه… نور لوستل »