نظــر

تر څو اشغالګر په بشپړه توګه له هيواده وتلي نه وي، نه سوله راتلای سي نه امنيت

لیکوال: استاد عبدالمالک همت
لیکوال: استاد عبدالمالک همت

عبدالمالک همت

څو چي داځمكه اسمان وي
څو چي داجهان ودان وي

څو چي ژوند پردي جهان وي
څو چي پاتي يو افغان وي

تل به دا افغانستان وي
تل به دا افغانستان وي

زه د دې لیکني لیکوال د ګران هيواد افغانستان د نورو ټولو اوسېدونکو غوندي په دې هيواد کي د سرترسري سولي، د هيواد د خپلکواکۍ د بیا اعادې، د خلکو د هوسايۍ او د هيواد د سمسورتيا او پرمختګ او متمدن او د مهال د غوښتنو سره د سم ژوندانه سخت پلوی یم. خو هله چي هيواد مي د پردي غليم تر اشغال او ولکې لاندی نه وي. که نه په دغسي ټيټتیا کي هيڅ نه غواړم، بلکي تر دې بې خونده ژوند مرګ ډېر ښه بولم. د سولي د راوستو لپاره مي هره هڅه خوښيږي، خو هله چي د سولي د راوستو لپاره هڅه وي، نه په دې نامه لوبه. afghanistan kalima

دا تر لمر روښانه خبره ده چي امريکايي نيواکګرو د افغانانو سره نه هېرېدونکي جفاوي او دښمنۍ کړي دي او د نړۍ په نورو ګوټونو کي هم پر مسلمانانو باندي زړه بوږنوونکي ظلمونه کوي. له دې امله افغانان په خپل جنګ ځپلي هيواد کي دغسي نيواکګر او د هغو پلويان نه مني، بلکي د هغو له نيواکه د خپلواکۍ د بېرته ګټلو لپاره يې پاڅون کړى دى. دا هم جوته سوې ده چي په افغانستان کي په امريکايانو د شورويانو کانه سوې ده. اقتصاد يې کړکېچن سوى، په خپله ټولنه کي يې ډول ډول ستونزې زېږېدلي؛ په نړۍ کي يې بد نوم ګټلى؛ د دموکراسۍ، د بشر د حقوقو او داسي نوري ډنډورې يې مسخره سوي؛ په نړۍ واله ټولنه کي يې د يوه بدمعاش ځواک حيثيت خپل کړى، هر ځاي چي جنګ وي دغه بدمعاش عنصر پکښي ولاړ وي او په افغانستان کي يې اوسنى رامنځ ته کړى حکومت هم يو داسي ناکامه حکومت جوت سوى دى چي ان  خک يې پر ضد مظاهرې کوي او د مشرانو کالبدونه (تنديسونه، مجسمې) يې سوځي. د هيواد په ګوټ ګوټ کي د نا امنيو او پاڅون کوونکو د پرمختګونوخودا حال دی چي له لويو ښارونو پرته ټول هيواد د ملي مبارزينو په لاس کي دی او د کابل د ادارې یوازي په درواغجنو تبليغاتو ګوزاره ده او بس.

اوس امريکايي طواغيت  له يوې خوا په افغانستان کي خپلو بې خرته لګښتونو ته په کتواو له بلي خوا د دې لاملونو په پام کي نيولو سره غواړي چي هم افغانستان له لاسه ورنه کړي او هم ځان له  لګښتونو او انساني تلفاتو څخه بې غمه کړي. نو له دې امله ډول ډول لاري چاري تجربه کوي. خو خپلو جنايتونو، لاس وهنو او دښمنيو ته يې زموږ په خاوره کي هماغسي دوام ورکړى دى. ان چي په دې وروستيو کي يې زموږ پر کلو او کورونو او بې وزلو او بې ګناه خلکو باندي د نړۍ والي جګړې په کچه بمبارۍ، شپني جنايتکار علميات او د بې پيلوټه الوتکو بريدونه تر پخوا لا زيات کړي دي او د دغو جنايتکارانو پلويان سترګي پر پټوي ، بلکي پلوي يې کوي او ډېرښت او دوام يې غواړي؟؟

نو د دښمن دغو تحرکاتو او ارادو او نياتو ته په کټو سره که د چا په سر کي عقل او په دننه کي ضمير وي هغه پوهيږي چي په دغسي حال احوال کي د سولي راوستو په نامه ناستي او تله راتله بې معنا کار او خوشي چټي وخت دفع کول دي. د سولي په اړه د کابل د ادارې دې وروستيو څرګندونو ته په کتو سره په هيواد کي سوله او امنيت راوستل هيڅ امکان نه لري. هو، دا لاکېدای سي چي اشغالګر او د کابل اداره او نورهيوادونه  بده ګټه ځني اوچته کړي. د دښمن د څرګندو او شرمناکو مداخلو او د هغه د پوځي ځواکونو د جنايتکارو جګړه ييزو فعاليتونو او د کابل ادارې د سولي ضد څرګندونو، تبليغاتو او تحرکاتو په شتون کي به هيڅ رشتينى افغان د خپل ځان، هيواد، ناموس او ګټو د دفاع لپاره له سپېڅلي جګړې او ننګيالي مقاومته په هيڅ ګون لاس وانه خلي. په دې دي بهرنيان او د هغو پلويان سرخلاص کړي چي تر څو زموږ په ګران هيواد کي پردى تېرى او نيواک او د هغه ډول ډول مظاهر په بشپړه او غوڅه توګه نه وي طرد سوي او اشغالګرو او پلويانو يې په عمل کي او په رشتيا سولي ته غاړه نه وي ايښې، په هيواد کي سوله ناشونې ده. ځکه په هيواد کي د اشغال پرضد دغه روان مقاومت د ځاني ګټو او څو امتيازونو د ترلاسه کولو لپاره نه، بلکي د هيواد د خپلواکۍ د بېرته ګټلو لپاره دی.

نو زموږ مشوره بهرنيانو او د هغو پلويانو ته داده چي (نوري نوري خبري پرېږدئ، د خداى وحق ته غاړي کښېږدئ). بهرنيان دي په غوڅه توګه له افغانستان څخه د خپلو پوځونو د وتلو او اوربند اعلان وکړي. په دې صورت کي به د وسله والو مخالفينو سره د سولي رشتيانيوخبرو ته لاره اواره سي، د جګړې او ناامنۍ لاملونه به له منځه ولاړ سي او بالاخره به که خداى جل جلاله کول په هيواد کي د سولي، نېکمرغۍ او کرارۍ او د دې ورانو ويجاړو د بيا رغښت لمر په ځلېدو سي. که نه په ژړا او خواشينۍ سره وايو چي دلته به دا ګډودۍ او بدمرغۍ همدغسي رواني وي او پړه به يې پر هغو وي چي د دې ناخوالو مسببين دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x