الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – نهه شپېتمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

د مكې له فتحې وروست پلاوي او سرايا

لدې اوږده او بريالي سفر څخه له راتګ نه وروسته د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) حضور ته ډير پلاوي او وفدونه راغلل، همدا راز رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) مختلفو سيمو ته واليان، موظفين او بلونكي واستول. او د هغو قوتونو په خلاف يې عسكري اجرآت وكړل كوم چې اسلام ته يې سر نه ايښود، كبر يې كاوه او په واقعيت يې اعتراف نه كاوه، په لاندې كرښو كې لدې وضعې نه په لنډه توګه داسې يادونه كوو:

د زكات راټولونكي

مخكې مو وويل چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د آتم هجري كال په وروستيو كې له مكې نه راستون شو، لږه موده وروسته د 9 (نهم) هجري كال د محرم مياشت رابره شوه، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) لانديني كسان مختلفو قبايلو ته وليږل تر څو له هغوى نه د زكات مالونه راټول كړي:
1-  عيينه بن حصن بني تميم قبيلې ته
2-  يزيد بن حصين اسلم او غفار قبيلو ته.
3-  عباد بن بشر اشهلي سليم او مزينه قبيلو ته.
4-  رافع بن مكيث جهينه قبيلې ته.
5-  عمرو بن العاص بني فزاره ته.
6-  ضحاك بن سفيان بني كلاب ته.
7-  بشير بن سفيان بني كعب ته.
8-  ابن لتبيه ازدي بني ذبيان ته.
9-  مهاجر بن ابي اميه صنعاء ته. (نوموړى هملته ؤ چې اسود عنسي بغاوت او د نبوت دعوه وكړه).
10- زياد بن لبيد حضر موت ته.
11-  عدي بن حاتم طيئ او بنو اسد ته.
12-  مالك بن  نويره بني حنظله ته.
13-  زبر قان بن بدر د بني سعد يوى برخې ته.
14-  قيس بن عاصم د بني سعد بلې برخې ته.
15-  علاء بن حضرمي بحرين ته.
16-  علي بن ابي طالب نجران ته (د صدقې او جزيې را ټولولو لپاره).

دا كسان ټول د نهم هجري كال په محرم مياشت كې ندي استول شوي، بلكه ځينې يې لدې نيټې نه وروسته هغه وخت ليږل شويدي چې مربوط قبايل په اسلام مشرف شوي.

خو ددې عاملينو يا د زكات راټولونكو موظفينو د ليږلو پيل د نهم كال په محرم مياشت كې ؤ، دا هم د حديبيې تړون له مثبتو نتايجو څخه دى، او پدې دلالت كوي چې لدې تړون نه وروسته اسلام او مسلمانان ډير ځواكمن شويدي. د مكې له فتحې نه وروسته خو خلك ډله ډله په اسلام مشرف شوي او ډيرو خلكو د اسلام امر ته غاړه ايښې ده.

سرايا (جنګي ګروپونه)

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) كه له يوې خوا مختلفو قبايلو ته  زكات راټولونكي وليږل، له بلې خوا دا هم يو ضرورت ؤ چې بايد د عربي جزيرې امنيت په ځانګړې توګه د لارو ساتلو ته هم پاملرنه شوى واى. له همدې امله رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) دا لاندې سرايا (واړه جنګي ګروپونه) يوې او بلې خوا ته واستول:

١- د عيينه بن حصن فزاري سريه: د نهم هجري كال د محرم په مياشت كې يې د 50 سپرو په مشرۍ بني تميم ته وليږه. پدې ډله كې له انصارو او مهاجرينو څخه هيڅوك نه وو. ددې سريې سبب دا ؤ چې بنو تميم ځينې كورنۍ له زكات وركولو نه منعې كولې، او د مسلمانانو په خلاف يې راپارولې. عيينه ورپسې ورغى، د شپې به يې مزل كاوه او د ورځې به يې كمين نيوه، تر څو ور ورسيد او په دښته كې يې حمله ورباندې وكړه هغوى وتښتيدل. عيينه وتوانيد يوولس سړي، يوويشت ښځې او ديرش ماشومان په اسارت ونيسي، هغوى يې له ځان سره مدينې ته راوستل، هلته يې د رملۍ بنت حارث په کور کې واچول. همدا وه چې د هغوى لس تنه مشران مدينې ته ورپسې راغلل د رسول  (صلى الله عليه وسلم) دروازې ته  ودريدل، چيغې يې وهلې اې محمده (صلى الله عليه وسلم) ! زمونږ فرياد واوره! رسول (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ورته تشريف راوړ، دوى له لمنې ونيو، خبرې يې ورسره پيل كړې. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) څه وخت ورسره ولاړ ؤ، بيا يې تشريف يووړ د ماسپښېن لمونځ يې ادا كړ او بيا په جومات كې كيناست. هغه خلك راغلل خپل څه وياړونه يې ياد كړل، خپل خطيب (وياند) عطارد بن حاجب يې رامخې ته كړ هغه څه خبرې وكړې. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د اسلام خطيب (وياند) ثابت بن قيس بن شماس ته امر وكړ چې د دوى د وياند ځواب ووايي.

بيا د هغوى شاعر زبرقان بن بدر شعر ووايه مدح او ستاينه يې وكړه خپل وياړونه يې ياد كړل، په ځواب كې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) شاعر  حسان بن ثابت (رضي الله عنه) شعر ورته ووايه.

پدې پسې اقرع بن حابس وويل: بيشكه چې د دوى ( مسلمانانو) وياند زمونږ له وياند نه غوره دى، او شاعر يې زمونږ له شاعر نه ډير مخكى دى، آواز يې له مونږ نه لوړ او خبرې يې زمونږ له خبرو نه ډيرې درنې دي، دايې وويل بيا ټول په اسلام مشرف شول.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ورته ښې تحفې او سوغاتونه وركړل، د دوى ښځې او اولادونه يې ورته وسپارل. سيرت ليكونكي عقيده لري چې دغه سريه د نهم هجري كال په محرم كې شويده، خو دا خبره د نقد او اعتراض وړ ده، ځكه لدې نه خو داسې څرګنديږي چې اقرع بن حابس لدې تاريخ نه مخكې اسلام ندى راوړى پداسې حال كې چې همدې اقرع خو د هوازن د اسيرانو د بيرته وركولو په وخت كې ويلي و چې زه او بنو تميم خپل بنديان بيرته نه وركوو! دا ددې معنى لري چې بايد اقرع له هوازن نه مخكې مسلمان شوى وي.

2- د قطبه بن عامر سريه: د نهم هجري كال په صفر مياشت كې د خثعم يوې كورنۍ ته چې تربه ته نژدې (تباله) كې يې اړولي ؤ واستول شو. له قطبه سره شل كسان او لس اوښان وو چې په نوبت سره به پرې سپريدل. لاړل او پر هغوى يې بريد وكړ، سخته جګړه ونښتله، دواړو خواوو ډير تلفات وركړل، قطبه له څو ملګرو سره يو ځاى په شهادت ورسيد، خو په پاى كې مسلمانان پدې بريالي شول چې له كفارو نه څو ښځې په اسارت ونيسي، پسونه او اوښان ورنه غنيمت كړي.

3- د ضحاك بن سفيان كلابي سريه: د نهم هجري كال د ربيع الاول په مياشت كې د كلاب قبيلې په لور. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) دا ګروپ ددې پخاطر وليږه تر څو كلاب قبيله اسلام ته راوبولي، خو هغوى اسلام و نه مانه او له مسلمانانو سره په جنګ شول، په پاى كې يې ماتې وخوړه، د سر تلفات يې هم وركړل، او مسلمانان بيرته ستانه شول.

4- د علقمه بن مجزز مدلجي سريه:  د نهم هجري كال په ربيع الآخر مياشت كې د جدې د ساحلي برخو په لور وه. له علقمه سره درى سوه جنګيالان وو. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وظيفه وركړه چې د هغو حبشيانو مقابلې ته ورشي كوم چې په مكه او د جدې په شا و خوا ساحلى برخو كې د چور و چپاول لپاره راټول شوي وو. علقمه د بحر له لارې مخكې لاړ تر څو جزيرې ته ورسيد، حبشيان خبر شول او ټول وتښتيدل١.

5 – د علي بن ابي طالب سريه: د نهم هجري كال په ربيع الاول مياشت كې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) هغه ته وظيفه وركړه چې لاړ شي او د طيئ قبيلې قلس نومى بت ويجاړ كړي. له ده سره (150) تنه مجاهدين ملګري وو، چې سل اوښان او پنځوس آسان هم ورسره وو دوه بيرغونه چې يو لوى او رنګ يې سپين او بل وړوكى تور رنګى ؤ.

د سهار په وخت كې يې د حاتم پر كلي حمله وكړه، بت يې مات كړ، زيات شمير پسونه او اوښان يې غنيمت كړل، زيات كسان يې بنديان كړل، د بنديانو په جمله كې د عدي بن حاتم خور هم وه. عدي پخپله شام ته وتښتيد، مسلمانانو د بت په خزانو كې درى تورې، درى زغرې او څه نور شيان وموندل، غنيمتونه يې سره وويشل، د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) برخه يې ورنه جدا كړه، خو د حاتم كورنۍ يې و نه ويشله، كله چې مدينې ته ستانه شول د حاتم لور له رسول الله (صلى الله عليه وسلم) نه د احسان سوال وکړ او ويې ويل: يا رسول الله (صلى الله عليه وسلم) پلار مې مړ شو، وروڼه مې ورک شول، سرپرست نه لرم،  زه يوه زړه ښځه يم د چا خدمت نه شم کولى، احسان راباندې وکړه! رسول (صلى الله عليه وسلم) ورته وفرمايل: ‏(‏من وافدك‏؟‏‏)‏ سرپرست مو څوک دى؟ دې وويل: عدي بن حاتم. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏(‏الذي فر من اللّه ورسوله‏؟‏‏)‏. هغه چې له الله او رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) نه يې فرار كړيدى؟  دا يې وويل او ورنه لاړ.

د عدي خور بله ورځ بيا همداسې عرض وكړ، دريمه ورځ يې بيا تكرار كړ، همدا وه چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) احسان پرې وكړ، او هغه يې آزاده كړه. دلته يو صحابي چې په اغلب ګمان سره علي (رضي الله عنه) ؤ ورته وويل: له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) نه د ځان لپاره سورلۍ هم وغواړه! هغې د مركب سوال وكړ. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) مركب هم وركړ. بيا د حاتم لور لاړه او شام ته ورسيده هلته يې خپل ورور عدي ته وويل. دې شخص (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) دومره احسان راباندې وكړ چې ستا پلار به هم نه وي راباندې كړى، ويريږې او كه تمه ورته لرې که هر څه وي حتماً به ورځې! هماغه وه چې عدي هم بې له امانه او بې ضمانته د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) حضور ته راغى. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) هغه خپل كور ته بوته، هلته يې ورته وويل: ما يُفِرُّكَ‏؟‏ أيُفِرُّك أن تقول‏:‏ ‏(‏لا إله إلا اللّه‏؟‏ فهل تعلم من إله سوى اللّه‏؟‏‏)‏ قال‏:‏ لا‏.‏ ثم تكلم ساعة ثم قال‏:‏ ‏(‏إنما تفر أن يقال‏:‏ اللّه أكبر، فهل تعلم شيئاً أكبر من الله‏؟‏‏)‏ قال‏:‏ لا‏.‏ قال‏:‏ ‏(‏فإن اليهود مغضوب عليهم، وإن النصاري ضالون‏)‏‏.‏ قال‏:‏ فإني حَنِيف مسلم، فانبسط وجهه فرحاً، وأمر به فنزل عند رجل من الأنصار، وجعل يأتي النبي صلى الله عليه وسلم طرفي النهار‏.‏

ولې تښتيدلى وې، آيا د كلمې ((لا اله الا الله)) نه دې فرار كړى؟ آيا له الله پرته بل حق معبود پيژنې؟ عدي وويل: نه. بيا څه نورې خبرې وشوې. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ورته وفرمايل: آيا لدې تښتې چې وويل شي (الله اكبر). آيا له خداى نه پرته بل لوړ او غوره څيژ پيژنې؟ عدي وويل: نه. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل: په يهودو د خداى قهر شوى، او نصرانيان بې لارې شويدي. عدي وويل: زه يو ريښتونى مسلمان يم. د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ټنډه له ډيرې خوشالۍ نه وغوړيده امر يې وكړ چې عدي ته دې د يوه انصاري په كور كې ځاى وركړل شي، پدې ترتيب سره به عدي سهار او ماښام د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خدمت ته حاضر يده.(1)

ابن اسحاق روايت كوي چې عدي وايي: زه رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پخپل كور كې كينولم راته ويې فرمايل: ‏(‏إيه يا عدي بن حاتم، ألم تكن رَكُوسِيّا‏؟‏‏)‏ قال‏:‏ قلت‏:‏ بلي، قال‏:‏ ‏قال‏:‏ قلت‏:‏ بلي‏.‏ قال‏:‏ قال‏:‏ قلت أجل واللّه‏.‏ قال‏:‏ وعرفت أنه نبي مرسل، يعرف ما يُجْهَل‏.‏

اې عدي! آيا ته ركوسي (هغه  وخت د نصرانيت او صائبيت تر منځ د مشركانو يو  دريم مروج مذهب ؤ) نه وې؟ ما وويل: هو. ده وفرمايل: ‏(‏أو لم تكن تسير في قومك بالمِرْبَاع‏؟‏‏)‏‏.آيا د غنيمت څلورمه برخه به دې نه اخيستله؟ وايي: ورته ومې ويل: هو . راته ويې فرمايل:(‏فإن ذلك لم يحل لك في دينك‏)‏‏.‏ پداسې حال كې چې  دې كار ستا په دين كې جواز نه درلود. ما ورته وويل: هو، په خداى قسم چې همداسې ده. عدي زياتوي: همدلته پوه شوم  چې دا د الله رسول (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) دى، ځكه له داسې څه نه معلومات لري چې ورته ويل شوي ندي١.

احمد روايت كوي وايي چې: رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏(‏يا عدي، ډسلم تسلم‏)‏‏.‏ يا عدي! مسلمان شه تر څو په امن شې. عدي ورته وايي: زه خو دين لرم. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏(‏أنا أعلم بدينك منك‏)‏‏.‏  زه ستا د دين په هكله له تا نه ډير معلومات لرم. عدي وايي: ته  زما د دين په هكله له ما نه ډير معلومات لرې؟ ويې فرمايل: ‏(‏نعم، ألست من الركوسية، وأنت تأكل مرباع قومك‏؟‏‏)‏. هو. آيا ته ركوسي نه يې؟ بيا يې راته وفرمايل: آيا د خپل قوم د غنيمت څلورمه برخه به دې نه خوړله؟ ما وويل : هو. همداسې ده. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏(‏فإن هذا لا يحل لك في دينك‏)‏‏.‏ ستا په دين كې خو دا كار جواز نلري. عدي وايي چې دا خبره يې وفرمايله نو ورته تسليم شوم٢.

بخاري هم له عدي نه په روايت سره وايي: قال‏:‏ بينا أنا عند النبي صلى الله عليه وسلم إذ أتاه رجل فشكا إليه الفاقة، ثم أتاه آخر فشكا إليه قطع السبيل، فقال‏:‏ ‏(‏يا عدي، هل رأيت الحيرة‏؟‏ فإن طالت بك حياة فلترين الظعينة ترتحل من الحيرة حتى تطوف بالكعبة، لا تخاف أحداً إلا اللّه، ولئن طالت بك حياة لتفتحن كنوز كسرى، ولئن طالت بك حياة لترين الرجل يخرج ملء كفه من ذهب أو فضة، ويطلب من يقبله فلا يجد أحداً يقبله منه‏.‏‏.‏‏.‏‏)‏ الحديث وفي آخره‏:‏ قال عدي‏:‏ فرأيت الظعينة ترتحل من الحيرة حتى تطوف بالكعبة لا تخاف إلا اللّه‏.‏ وكنت فيمن افتتح كنوز كسرى بن هرمز، ولئن طالت بكم حياة لترون ما قال النبي أبو القاسم صلى الله عليه وسلم‏:‏ ‏(‏يخرج ملء كفه١‏)‏‏.‏

كله چې له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) سره ناست وم، يو سړى راغى له لوږې نه يې شكايت وكړ، ورپسې بل څوك راغى چې له غلو نه يې شكايت درلود. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل: اې عدي! حيره دې ليدلې ده؟ كه ژوندى وې و به يې وينې،  يوه ښځه به له حيره نه راځي، د كعبې طواف به كوي، او له الله پرته به د بل هيچا ويره ورسره نه وي. كه دې عمر ياري درسره وكړه  نو د كسرى خزانې به فتحه كړې او كه عمر دې اوږد و نو و به ګورې چې خلك به طلا او يا نقره په لاس كې ګرزوي، پدې لټه كې به وي چې څوك فقير پيدا كړي او خيرات وركړي، خو داسې غريب به نه مومي چې دده خيرات واخلي. دا حديث شريف ډير اوږد دى چې په وروستۍ برخه كې يې راځي: عدي وايي: ما پخپلو سترګو يوه ښځه وليدله چې له حيره نه راغلې او د كعبې طواف يې كاوه او له الله پرته د بل هيجا ويره ورسره نه وه. زياتوي: همدارنګه زه د هغو كسانو په ډله كې شامل وم چې د كسرى بن هرمز خزانې مو فتحه كړې، كه تاسو ژوندى وئ حتماً به همداسې حالت وګورئ لكه څرنګه چې ابو القاسم محمد (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) فرمايلي چې غني به  پداسې حال کې چې لاس به يې له طلا او نقرې ډك وي، غريب به لټوي چې خيرات وركړي، خو فقير به نه مومي.

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto