نظــر

په کابل کې څلور اړخیزه ناسته

ملاعبدالسلام ضعیف

که څه هم داسلام اباد دتیري څلوراړخيزي ناستي څخه په ښکاره معلومیدله چې داناسته دیوې حقيقي سولي دراوستو په موخه نه بلکي دیوي پټي سازشي معاملي په توګه ناسته وه ،ځکه چې درواني ستونزي ددخیلو اړخونو یواړخیزموجودیت اودبل اړخ نه موجودیت دیوسازش مفهوم لري،داهغه اقدام دی چې دسولي هیلي به نوري هم ټکنی او په ناهیلی سره بدلي کړي،اوهغه هیوادونه چې ځانونه دسولي په پروسه کې بي طرفه ګڼي اوغواړي چې بي طرفانه رول ولوبوي په یونوعه بي باوری اوبي اعتمادی کې واقع کیږي کوم چې دهغوی څخه یوډول دسولي تمه کیدلای سي،که هدف هم داوي چې دجنګ دتکتیک ډول اولوبغاړي بدل سي خوبیا دسولي دپروسي نوم ورسره ښه نه ښکاري اوکه هدف سوله راوستل وي نودابیایوناکام اوسازشي میکانیزم دی چې باید بل نوم ورته ورکول سي.

سوله دجنګ بدیل دی،سوله دافغانانو ارمان دی،سوله یوسپڅلی هدف دی،هغه سوله چې موږاوزموږهیواد ورته دا اوس ضرورت لرو کله هم دجنګ په ورانونکي ستراتيژی سره اونه په مختلفوسازشونو سره لاس ته راتللای سي،اونه هم په په ډیرو وینوتویولوسره دسولي مفهوم تعبیریدلای سي،د۲۰۰۱ زیږدیر کال دسيپتمبریولسمه هغه پيښه وه چې دنړی مسیريې بدل کړ،ددې پيښي وروسته په ښکاره سره بوش اوامریکاپه غوصه راغلل، اوهغوی دخپلو مغزو ګرمښت دبیګناه افغانانواوپه نړی کې دنورومسلمانانو په وینوباندې سوړاوخړوب کړ،ددوی داهدافو دپوره کولولپاره یې ځيني داسي کسان دغرب په سازش اولوموتړلی په بدرګه راغلل اوتراوسه پوري هم دامریکادمټوپه زور زموږپه ګران هیواد حاکمان دي اولاهم غواړي چې دیرغلګرو په پاته کیدو سره دالړی همداسي وساتي،خوددې سره یوځای دنړی ځیني هیوادونه چې ترډیره غیرمسلمین و دامریکایانودله یرغل سره په اشریابیګار راغلل چې دیرغلګرو تعدادیې یولک اوپنځوس زره کسانوته ورسید ،ورسره دومره بي حسابه استخباراتي پيسي راغلي چې کله هم افغانانوپه خوب نه وې لیدلي چې بیرته دقراردادونوله مخه یې په سل کې اتیا دځینو افغانانوپه مرسته ددوی حسابونوته ولاړي،دومره زیاته وژونکي اوورانوونکي وسلي راغلي اواستعمال شوې چې ملیاردونو ډالر ارزښت لري ، خوددې دومره یرغلګرو،دومره وسلواومهماتواودومره ډیرو اوبي حسابه پيسو،همدارنګه دهغه تعصبي غصي سره سره نه دزور له لاري غربي ډیموکرسي په دغه هیوادکې پلي سوي،نه هیواد بیا له سره ورغول سو،نه فقراو غربت ورک سو اونه هم سوله اوثبات چې دوی په شعارونوسره بدرګه کاوه راغله، پرته له هغوکسانو چې دامریکایانو دیرغل بدرګه یې کوله دنوروخلکوپه ژوند کې دومره دپام وړبدلون هم نه دی راغلی څومره چې باید راغلی وای،بلکه دکلي اولیري پرتوسیموخلک ترهغه هم ډیرخراب او وځپل سول،داچې اوس یرغلګر دتيښتي اووتو لاره لټوي،داچې دامریکادغرور اوتکبرباد هم کرارکرارپه وتلو دی،داچې هغه بي حسابه پيسي اوس پردریدو دي،داچې دکابل اداره دفساد اوبيادسقوط په سمندر کې غوټي وهي بیاسوله دتهدید،زور اودیرغلګرو په بیاراګرځیدلو اوسازش سره به څه ماناولري؟؟؟

که جنګ ته دوام ورکول کیږي یرغلګرقوتونه اودکابل اداره یې ګټونکی وي،یاجنګ دحل لاره وي بیاخو دا ۱۴ کاله دادوینولاره وازمویل سوه ،په ټنونو ویني توی شوي،په لکونوماشومان یتیمان اوښځي بوري اوکونډي سوي،په ملیونونو کورونه وران یا بي ځایه سوه اوپه سلګونوزره انسان دخدای ورکړي ژوند څخه محروم اومعیوب شول اودلکونو انسانانو په عزتونو سره په ډیره بي عدالتی اوبي باکی ظالمانه ل‍وبي وشوې چې دااوس هم په لسګونو زره انسانان دیرغلګرو اودهغوی په مټوولاړي اداري په زندانونوکې دتوروتمبوشاته شپي سباکوي اوداسي نور…اوکه دالاره نتیجه ونلري،جنګ ګټونکی نه وي،جنګ دحل لاره نه وي،سوله یوه ملي اوترټولو اړینه اړتیاوي بیانو باید یوه اصلي میکانیزم اوتګلاري ته مراجعه وشي،کوم چې متقابل احترام دی،اصولوته غاړه ایښودل دي دبل اوخپل حق په سمه توګه سره پیژندل اومنل دي،او داپه حقیقت کې یوي قربانی ته اړتیالري،سازش،درواغ،دخلکوغولونه،بي ځایه وعدي داهرڅه وشول اولاپکښي روان یوخوهیڅ اوبیابه هم هیڅ وي.

ولي د سولي په نامه نورکارونه کیږي؟

دلته ترټول حساس اوترټولو مهم څه چې په ښکاره ورڅخه ګام اوړي هغه حقیقتونه دي چې په جنګ سره ونه ګټل سوه اوپه خبرو سره باید دلاسه ورنکول سي،داهغه سیاسي لوبه ده چې مغزونه ګډوډ کوي،درواغوته درښتیارنګ ورکول کیږي،ولس ته دوکه ورکول کیږي اوداسي نور..

دلته یوه نقطه ډیره اړینه ده چې باید ورته اشاره وسي،زه له کال ۲۰۰۸ زېږدیز څخه راپدیخوا په ډیرومجلسونو اوکنفرانسونوکې ناست یم کوم چې دسولي په نامه سره جوړشوي و ،له افغانستان څخه نیولي بیادنړی مختلفوهیوادونو ته ناستو او کنفرانسونوته بلل شوی او تللی یم په دې تمه که خدای داسي یوه لاري پیداکړي چې زموږ دهیواد دغه روان وضعیت ته دامن اوسوکالی په خواتغیرورکړل شي،په ډیرو کنفرانسونوکې زه پوهیدلم چې دسولي لاره ډیره ممکنه ده، که غرب اودکابل اداري په هغه وخت کې غوښتلای چې سوله راشي ملي اوګټوره سوله نولاري ممکنې وي ترډیره بریده طالبانو هم دسولي دحقیقي پروسي ملاتړ کاوه، خوددې ممکنه لارو سره سره داپروسي څوځلي په ښکاره توګه دکابل داداري لخواسبوتاژ شوې داچې شاته یي څوک اوڅه لامل وه،والله اعلم، هرځل چې به دسولي لپاره درڼایوڅرک هم پیداکیدی هغه به په ډیره بیړه اومهارت سره بندېده، اوبیاهم دسولي په نامه سره ،داچې ولي داکارکیده والله اعلم خو زماانتباه داوه چې دکابل اداري هیڅ وخت نه غوښتل چې طالبان دي په مستقله توګه دیوه قوي سیاسي لوري په توګه په اوسنی سیاست کې مطرح شي،دوی غوښتل چې طالبان دسولي پروسه ته ورګډسي خوپه داسي توګه چې دهغوی حیثیت اومدعاپه کښې مطرح نه وي،اوبل هغوی دیوه محکوم جهت په توګه په سیاسي پروسه کې مدغم شي اوکرارکرارپسي له منځه ولاړسي،داځکه چې که طالبان دیوه قوي سیاسي جهت په توګه منځ ته راسي نودابه دهیوادپه هغه حاکمیت باندې خامخا ددوی لپاره منفي اغیزکوي کوم چې دبل په مټوپه دغه هیوادحاکمیت کوي اوتراوسه هم دالړی جریان لري،داهغه څه دي چې دطالبانولپاره به هم دقبلولو نه وه نوځکه طالبان دمذاکراتولپاره امریکااړینه بولي اوکابل بیاپاکستان اړین بولي ترڅو دواړه جهته دیوه اوبل دمشروعیت له منلوڅخه فاصله ونیسي.

د څلور اړخیزي غونډي څخه څه لاس ته راځي

زماپه اند له امریکااوپاکستان څخه دسولي تمه کول هغه څه دي چې په ۱۹۸۸ کې په جنیواکې موږدهغه تریخ خوندڅکلی دی په ۱۹۸۸ زیږدیز کال کې په جنیواکې هم څلور اړخیزي خبري وسوي چې دري همدا اوسني لوبغاړي پکښي و یوازي دروس په ځای چین پکښي راټیل وهل سوی دی خونتیجه یي دګران هیوادبربادي اودخلکو دبي ساری قربانی ضائع کول وه،پاکستان په ډیره چالاکي سره ځان په هغه وخت کې دمجاهدینوپه نیابت مطرح کړ او اوس به دطالبانو په نیابت خبره کوي چې په حقیقت کې دا نیابت دوی ته ورکول شوی نه دی بلکې ، دوی په فریب اوچالاکی سره ځان ته داحق اونیابت ورکړی دی او ورکوي به یې، چې هم دیوي حقیقي اوپایه داره سولي پروسه ناکامه سی اوهم دوی خپل امتیازات ترلاسه کړي،همدارنګه دهغو ټکني اوممکنه لارو څخه ښه خبرسي چې دوی ورته دعلم اړتیالري،داسمه خبره ده چې له پاکستان سره دې په ډیپلوماټیکه توګه پرمختګ وسي دهغوی تشویشونه اوحساسیتونه دې په نظرکي ونیول سي،دهغوی دحقوقو درناوی اومتقابل احترام وسي خودافغانستا ن اویاهم دطالبانوپه سرنوشت دهغوی سره معامله کول ډیره خطرناکه اوډیر مبهم انجام په وړاندې لري،یوازي دانه چې په دائمي توګه به سوله راوستلي ونشي بلکې ترهغه به هم ورانونکي پایلي ولري،له دې خطرناکي دسيسي څخه زماویره داده چې دکابل اداره به پاکستان ته دطالبانو دځپلولپاره هغه امتیازات ورکړي چې پاکستان یي له ډیره وخته په تمه دی خودابه هیڅ وخت ددې ماناونلري چې سوله به راسي . یواځې دومره به وسي چې طالبان به دیوڅه وخت لپاره له ستونزو اومشکلاتوسره مخ کړې خوبیابه بله لوبه پیل سي چې تردي به ډیره خطرناکه وي،اوسوله به هم ورسره ټکنی سي،خلاصه داچې سوله په زور اوسازش سره نه راځي سوله اخلاص اوقرباني اوپه واقعیتونو ولاړه ستراتيجي غواړي.

اصل ستونزه څنګه حل کیدلای سي

چین په رښتیاسره دسولي په پروسي کې مهم رول اداکولای سي په دې شرط چې دکابل اداري،پاکستان اوامریکا دسازشي لوبي قرباني نسي،که چین خپله بي طرفي ونه ساتي دابه دچین لپاره هغه چانس له لاسه ورکړي چې دوی په سوله کې دیوه ښه منځګړي په توګه رول لوبول غواړي،چین باید په دغسي څلوراړخيزه ناسته کې دسولي په نامه ځان نه وای مطرح کړي چې دستونزي یواړخ پکې موجود دی اوبل اړخ مبهم اومشکوک وي،که په رشتياسره په یوه داسي میکانیزم باندې ناسته کیږي چې ددوی په خبره دطالبانو اوکابل اداري ترمنځ دخبرو کړنلاره جوړه کړي نوداضرورت دی چې یا دخیل اړخونه پکښي موجود اودهغوی په خوښه یوه تګلاره جوړه سي اویا دواړه اړخونه غایب وي چې بي طرفانه میکانیزم جوړسي، داچې دیوه اړخ په حضور دبل په غیاب دیوه په خوښه دبل په ناخبرتیاکي یوشی جوړیږي کله به هم هغه بل طرف ته دقناعت وړنه وي،بلکې داهغه تحمیلي طرحي ته ورته ده چې تراوسه په نورو نومونوسره مخته وړل کیدله، چې تقریبا تراوسه یوازي دانه چې ناکامه وه بلکه ډیري ستونزي اومختلف چلنجونه یي وزيږول اوخوراډیرفرصتونه یې له لاسه ورکړل.

پای

زما نظردادی چې دیوي دوامداره سولي لپاره باید په دري ډوله خبري پیل سي یو دسیمې هیوادونه دي چې ګټي،تشویشونه،حساسیتونه اونوراهداف لري دهغوی دحساسیتونو په درک سره باید داسي دیپلوماتیک میکانیزم جوړسي چې دهغوی دمستقبل فکر پکښي سوی وي ګټوته یي تاوان ونه رسیږي،تشویشونه یې رفع سوې وي،حساسیتونه یې پارول سوي نه وي خودا دې یوازي تریوه ډیپلوماتیک تعامل پوري محدودسي په هیڅ توګه باید دافغانستا ن په سرنوشت کې سهیم نه وي.

دویم. یوداسي مربع یامثلث چوکاټ له هغوهیوادونوڅخه جوړسي چې په سیمه کې له سولي سره عملا لیوالتیا ولري،ددغه مربع اومثلث انتخاب باید دذيدخلواړخونو په خوښه سره وي ترڅو دراتلونکي لپاره دسولي کړي فیصلي اوژمني تضمین کړي.

دریم داچې دهیواددسرنوشت اودسولي خبري باید بین الافغاني میکانیزم ولري په افغاني دود اودستور سره ورته لاره پیداسي منځګړي هم بانفوذه اوبااعتباره افغاني شخصیتونه وي چې عملا دیوه اړخ سره هم نه وي اویادداړو یاټولوذیدخلو اړخونو نمائندګي وکولای سي.

یرغلګرقوتونه باید دخپل نظامي حضور، نه شتون یقیني کړي اوپه راتلونکي کې داهم یقيني کړي چې له هیڅ لوري سره به هغوی ملاتړاومرسته نه کوي اوکه کمک اومرسته کوي نویوازي به دهغه مراجعوسره وي چې هغوی دټول ملت نمائندګي کولای سي

ګاونډیان باید داتضمين کړي چې ترموافقي وروسته بیازموږ دهیواد په کورنیوچارو کې مداخله ونه کړي اونه له یوي ډلي سره دبلي ‌ډلي په ضد کمک اومرسته کوي،دغه منځګړي ډله به دټولواړخونو ترمنځ ګرځي دټولو اړخونونظرونه به را اخلي اوبیابه دهغوی مطابق دسولي راوستلولپاره یوه جامع اومنلي طرحه جوړه کړي،خوداهغه وخت شوني کیدلای سي چې مخکي له مخکي ټول اړخونه دغه منځګړي هیئت ته یوډول واک ورکړي که دا واک تریو ځایه محدود هم وي خوپه ټوله وکي وسي،دهغه وروسته قدم پرقدم بایدپه ډیراحتیاط مخته ولاړسي.

ومن الله توفیق

د سوکاله او خپلواک هیواد په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
شبیراحمد عثماني

محترم ضعیف صیب الله تعالی دې ژوندي او صحتمند ولره! دسولې په اړه دې په غور سره بیلابیل اړخونه څیړلي، مهمو نقطو ته دې پام شوی دی او تجویز دې ډیر معقول او پرځای دی. اصل خبره داده چې نه امریکا او نه هم افغان حکومتي اداره دسولې لپاره کومه اراده لري او نه هم ددوی روان سیاستونه دسولې لپاره کوم زیری لري . بلکې دوی غواړي چې دسولې په یادولو سره ملت ته فریب ورکړي پدې ډول له یوې خوا امریکا او ناټو خپله ماته جبران کړي او بلې خوا په ماته کې طالبان په سیاسي او پوځي ډګرونو… نور لوستل »

فرانه وفا

ضعیف صېب دي ژوندی وي

Back to top button
2
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x