خالص بابا یوه بې سارې او ځانګړې هستي

په  دي كي هيڅ اړنګ [شک] نشته چي د افغانستان په معاصر تاریخ کی  د ارواښاد خالص بابا په څیر لارښود او بولندوي نشته

ځیرکتیا پوهه او سیاست خو هماغه وي چي دښمنان  دي هم پري اعتراف وک‌ړي.

ارواښاد خالص بابا د توري تر څنګ د قلم په ګاڼه هم سینګار و. چي نظم او نـثر دوا‌ړه یی ‌زمونږ په لاس کي شته.  اسلامي روح او

نور ګڼ شمیر مقالي او کتابونه یي د نثر بیلګي دي  دامونه او داني  د خالص بابا د زړه راښکونکو شعرونو نوموتي ټولګه ده د بابا

سياسي پوهه او بصیرت ساري نه لري همدا لامل دي  چي څوک به داسي څرګندوني چی په سیاسی مجلسونو او یا یي په خبري

کانفرانسونو کښي کړي وي او بیا یي د هغي خلاف او یا یي هغۍ څرګندونو سره په ټکراو کي نوري څرګندوني کړي وي پیدا

کړي . دا د خالص بابا په ځانګړي سیاسی پوهي او په حالاتو  د بر لاسۍ اصلي لاسوند دي.

په کورنیو جګړو کي نه ښکیلتیا او د واک د جنون نه درلودل د مخلصو خلکو په زړونو کي  خالص بابا لپاره خالص ځای پیدا کړ.

ځکه خو نن د خالص بابا سیالان هم د هغه پاک نیتۍ  ایماندارۍ، ریښتینی جهاد او مشرۍ ته دوه لاسي سلام کوي.   استاد عبد الرب

رسول سیاف د یوي پوښتني په ځواب کښي دهغه د وینا له مخي وويل چي مولوي صیب به په پټو سترګو جنت ته ځي.

خاکسارۍ کمینۍ او هر وخت ورین تندي لا د ولس په زړه کښي دده پت اوعزت ‌‌ډیر کړ.که  د بابا زوړ او تنګ واسکټ  دده په

پراخه سینه  د واسکټ په مخامخ جیب کښي وړه ګمنځ  او دده د خاورو خټو جوړ کور د مجاهدینو په منځ کښي د هغوۍ په څیر  په

تورو غرو  او دښتو کښې  د هغوۍ په منځ کښي  په مځکه  ناست او د جهاد لپاره د هغه هلې ځلې د عمري قیادت انځور وړاندې

کوي.

یو ساتوونکي یي راته وویل چي د پیښور په ټکنده غرمه کي د شمشتو د مولوي خالص په کیمپ کښي د خالص بابا  په کور کښې د

ساتنې په دنده بوخت وم خالص بابا وغوښتل چي ارام وکړي  ځان ته یي وغوښتم راته یي وویل که څوک راغي او زما پوښتنه یي

وکړه ورته ونه وایي چي هغه ویده دی ما پسي به راشی راویښ به مي کړي تر څو ورپیښه ستونزه یي حل شي کار یي ونه ځنډیږي

هیواد سره مینه وفاداري محبت خلوص او افغاني ننګ او غیرت یي  له هیچا هم پټ نه دي حفیظ الله امین چي کمونیست ولسمشر او د

کمونیستي دولت په جوړښت اوتشکیل کښې په پراخه پیمانه رول درلود او سره ددي چي خالص بابا یي په مخالف مورچل کښي د نه

یو ځاي کیدونکو اوډیرو جلا موخو لپاره سره ګوته په ماشه ول خو د حفیظ الله امین له ترور او و‌ژل کیدو وروسته خالص بابا د

افغاني ننګ او غیرت په  بنسټ وویل که وخت راغي نو مونږ به د روسانو څخه د امین د وژل کیدو او ترور پوښتنه وکړو.

خالص بابا هڅه دا وه چي د اسلام  سپیڅلي  دين د پرمختګ پراختیا خپریدو لپاره هره ممکنه وسیله په کار واچوي  په افغانستان کښي

یي د شوروي یرغل په وړاندي د نه ستړي کیدونکي جهاد سره سره یي په دي لاره کښې ټولي هلې ځلې په کار اچولي وي . د

امریکاد متحده ایالاتو د سفر په لړ کښي د امریکا د وخت ولسمشر ریګن ته د اسلام منلو دعوت ورکړ.

خالص بابا داسي جهادې لارښود دي چي  د جهاد ‌‌‌‌‌په ډ ګر کښې يي د نورو ډیرو جهادې څیرو په خلاف عملي قرباني هم ورکړي د

انقلاب په پیل کښي یی خپل مشر زوي محمد نسیم  په داسي حالت کښې له لاسه ورکړ چي مړي او ‌ژوندي  یي تر دا مهاله نامالوم دي.

تر دا اوس مهاله یي کورنۍ د ارام اوهوسایۍ  ساه نه ده اخیستي خالص بابا د امریکا د متحده ایالاتو او د ناټو تړون له لوري چي په

افغانستان بریدونه او یرغل پیل شول دجلال اباد په فامیلۍ کښي پخپله جونکړه کښي وسیده په داسي حال کښي چي ډیر کمزوري او

ناروغي هم ورپیښه وه غوره ونه ګڼله چي په افغانستان کښي د روان کړکیج په هکله بي پري پاتي شي هماغه و چي په ډیرکمزوري

حالت کښي د کورنۍ له غړو سره نامالوم لوري ته هجرت وکړ او په افغانستان کښي یي د امریکا اوپلویانو په خلاف جهاد اعلان کړ.

په دغه دوران کښي دغه ستره بي نموني جهادي ،ادبي،سیاسي هستي دخپل څښتن دربار او تلپاتي دنیا په لور وکوچید خالص بابا

یواځیني جهادي لارښود و چي دامریکا خلاف جهاد یي اعلان کړ. کورنۍ یي لا تر دا مهاله د امریکا او پلویانو پر وړاندي د جهاد

سنګرونه تاوده ساتلي .

بابا ډیر پراخه معتدل فطرت او طبعیت درلود د حالاتو په نظر کښي نیولو سره مناسبه پریکړه  او قضاوت کولو دخالص بابا له نژدي

ملګرو یو تن راته کیسه کوله چي د جلال اباد له نسکوریدو وروسته خالص بابا د جلال اباد  رادیو تلویزیون د ودانۍ لیدو ته ورغي

او له کارکوونکو یي وپوښتل چي څه ډول خپرنیز پروګرامونه لري کارکوونکو پرته له ځنډه وویل چي مونږ منظم خپرنيز پلان نه

لرو اویواځي تراني خپرو. خالص بابا ورپه ډاګه کړه چي په دي ملت څو کاله د کمونیستي رژیم سیوري پروت و او د هغوۍ له

خویونو عاداتو اغیزمن شوي دي نو تاسو خپل پروګرامونه داسي ترتیب کړۍ چي دا خلک باید په نظر کي ونیول شي ددوۍ خوښي

ته هم باید پاملرنه وشي او په ضمن ددي کښي تاسي خپلي اسلامي ويناوي اودين پوري تړلي خبري خپروۍ هغوۍ  به د خپلي خوښي

اوریدو په ترڅ کښي ستاسې دینې خبري هم اوري او په تدریجي ډول خپلي خپروني سمي او ملت ورسره اشنا کړۍ او که یواځي

تراني وي څوک به یي نوم هم په خوله وا نخلي.

په پایله کښي ویلي شو چي کومي ځانګړتياوي  خالص بابا درلودي په نورو جهادي څیرو کښي نه تر سترګو کیږي او خالص بابا یو

داسي سپین روښانه او ځلاند تاریخ پریښود چي سیالان او دښمنان واړه ورته ګوته په غاښ دي.

روح دي ښاد او جنت الفردوس یي ځاي شه.

پاي