دیني، سیرت او تاریخ

د اسلامي ثقافت اصيل فهم شپږمه برخه

ويناوال: دکتور محمد محمد ابو موسی
ژباړن: احمدالله احمدزی

په تېره برخه کې د اسلامي ثقافت او جاهلي شعر په تړاو او اړيکو بحث شو، چې مستشرقين ولې له جاهلي شعر سره دښمني کوي. دې برخه کې د جاهلي شعر او قران د پرتلې په بحثونو خبره کيږي او ورسره د نېشنلېزم، روشنګرۍ د بل دښمن وارد شوي فکر په اړه خبرې کوي.

دلته يوه پوښتنه يا نيوکه دا کيږي، چې د بلاغت کوم علما، چې د جاهلي شعر او قران پرتله کوي، دغه مهال د جاهلي شعر حق خوري، بلاغي نکتې يې سمې نه بيانوي، د دې لپاره، چې د قرانکريم اهميت زيات کړي. ايا دا نيوکه سمه که نه، د دې خبرې ځواب څنګه کيدای شي.

شيخ ابوموسی د دې خبرې ځواب کې وايي، چې دا کار د علم اعجاز شيخ امام باقلاني کړی دی. ګوره هېچا هم بلاغت کې د امام باقلاني په څېر بحث نه دی کړی او مصطفی صادق الرافعي، هم چې د اعجاز په اړه کومې خبرې کړي، اصل يې د امام باقلاني دی.

امام باقلاني ويلي، چې ادب کې د څېړنو پر مهال بايد ته دومره ځواک او قوت ولرې، چې د بحتري او ابو تمام د شعر توپير وکړای شې، د عبدالحميد او ابن المقفع د ليکلو تر منځ توپير وکړای شې. همدا رنګه بايد څېړونکي کې دومره قوت او زيرکتيا وي، چې د دوو ليکوالانو او شاعرانو ليکل او شعر سره جلا کړای شي، حتا که د دوو ليکوالانو او شاعرانو کلام سره بيخي ورته هم وي، لکه ابن الرومي او بحتري، ته بايد دومره قوي ادبي څېړنيز حس ولرې، چې د دواړو د کلام تر منځ توپير وکړای شې.

باقلاني ويل، چې يوازې د شعر لوستل بې ګټې دي او بايد څېړونکی فکر وکړي، چې د شعر بلاغي، بياني او نور اړخونه څه وايي او هر څوک، چې په يوه موضوع کې څېړنه کوي، بايد خپل ټول فکر د دنيا له ټولو غمونو پاک کړي، د ټولو اړوندو علومو په نظر کې نيولو سره بايد څېړنه او وروستۍ پرېکړه وکړي. باقلاني به ويل، چې «د يو کلام شرف هغه مهال څرګنديږي، چې ژور فکر په کې وکړې.» باقلاني د اعجاز علم کې موږ ته دومره څه پرېښي، چې ساری يې نه ليدل کيږي، مګر کله يې د امرؤالقيس «قفا نبکي من ذکری حبيب ومنزل» ، چې د جاهلي شعر بنسټ او مور بلل کيږي، د بحتري «اهلا بذالکم الخيال المقبلي» او له بحتري د هغه تر ټولو د غوره شعر پوښتنې په ځواب کې نوموړي دا شعر ورته ياد کړی و او په دې اړه يې خپلې نورې څېړنې هم کړي دي.

خبره اوږده شوه، ستا د سوال په ځواب کې به د علامه محمود شاکر رحمه الله خبره درته وکړم، هغه فرمايل، چې کله باقلاني د قران او شعر د پرتلې خبره کوله، نو هغه مهال ځينو خلکو جاهلي شعر پر قرانکريم غوره باله، ده يې په مقابل کې دغه ډول خبرې وکړې، چې اوس پرې نيوکې کيږي، خو د هغه مهال چاپېريال دی اړ کړ، چې دا سې خبرې وکړي، چې د جاهلي شعر اهميت يې کم ښوولی دی.

د پروګرام چلوونکي د امام باقلاني کتاب اعجازالقران په اړه پوښتنه کوي، چې نوموړي د خپلو څېړنو او پرتلې پر مهال لږ يا زيات د جاهلي شعر اهميت غورځولی او شيخ ابوموسی ته وايي، چې تاسې خو په دې اړه د علامه محمود شاکر خبره وکړه او اوس موږ غواړو، چې دا خبره له خپلو ليدونکو سره هم شريکه کړم.

شيخ ابوموسی د دې خبرې په ځواب کې وايي، چې امام باقلاني خپل چاپيريال اړ کړی و، چې داسې خبرې وکړي، مګر هغه هېڅ کله د جاهلي شعر سپکاوی نه دی کړی. باقلاني د هغو خلکو له ډلې و، چې له قران او سنت وروسته يې جاهلي شعر د علم بيان او بلاغت له پلو ستر او قوي شعر بللی دی او په راتلونکي وخت کې به هم هېڅ داسې شعر را نه شي، چې جاهلي شعر سره مقابله وکړي. دا چې د هغه د زمانې ځينو محلدينو د قرانکريم او جاهلي شعر د پرتلې پر مهال ځينې جاهلي شعر د قرانکريم پر ځينو برخو د بلاغت له پلوه غوره وباله، نو دی يې اړ کړ د جاهلي شعر په اړه کلکې خبرې وکړي.

په لنډو ټکو بايد ووايم، چې جاهلي شعر کې هېچا هم خيانت نه دی کړی او نه يې چا وزن کړی، مګر يوازې هغه مهال د جاهلي شعر اهميت کم شو، چې غربي ښکېلاک اسلامي نړۍ ته راغی او مسلمانانو د خپلو مصادرو پر ځای له پرديو خپل معارف اخيستل پيل کړل.

دا اوس، چې د روڼ اندو په نوم ځينې خلک جاهلي شعر سطحي، سکسي او له بلاغي قوت لرې بولي، دا د اسلامي امت د اجماع پر ضد دسيسه او دښمني ده، د استعمار له راتلو مخکې دا ډول خبرې نه وې او دښمن خو به دا خبره کوي، له هغوی خو د خير تمه بې ځايه ده، مګر زموږ ګيله له خپلو خلکو ده، چې د خپل اسلامي ثقافت ننګه نه شي کولای. د اسلامي ثقافت دعوتګران چېرته دي، چې خپل معارف د دښمن له لاسوهنو او چټلۍ پاک وساتي او په دې اړه د ټولو علماوو، پوهانو او دعوتګرانو غاړه بنده ده او په قيامت به يې ترې پوښتنه کيږي. اوس، چې څوک په جاهلي شعر کې څه ليکي، ټول د دښمن په ژبه خبرې کوي او د دښمن ترجماني کوي.

له ټولې کمزورۍ او ناتوانۍ سره زما خپل فکر دا دی، چې د جاهلي شعر په اړه د مستشرقينو خبرې دومره بې ځايه دي، چې ساری نه لري او د دوی دا تور، چې جاهلي شعر له اسلام څخه مخکې نه، بلکې له اسلام وروسته د مسلمانانو په لاس جوړ شو د دې لپاره د قران اهميت پرې زيات کړي، دا خبرې بيخي بې بنسټه دي.

که څوک لږ مطالعه هم لري، نو پوهېږي، چې د جاهلي شعر او اسلام اولې پېړۍ دومره ډېر توپير دي، چې هېڅ عالم، محقق او عادل څېړونکی دا نه شي ويلی، چې اسلامي شعر د جاهلي شعر سره برابر دی، بلکې جاهلي شعر د بيان او بلاغت له پلوه ډېر مخکې دی.
د جاهلي شعر او د اسلام اولو د لفظ، معنا او بلاغت له پلوه ډېر توپير لري، نو دا خبره هېڅ اساس نه لري، چې جاهلي شعر دې له اسلام وروسته ليکل شوی وي.

جاحظ، فرزدق او د بنو اميه د زمانې ټول شاعران او اديبان ځانونه د جاهلي شعر شاګردان بولي او وايي، چې دوی له جاهلي شعره زده‌کړې کوي او هېڅکله ورسره نه شي برابرېدی.

شيخ ابوموسی دې وخت کې په ترخه لهجه وايي: «تا ته وايم، چې اې بې لارې، د پرديو غلامه او جاهله، ته چې هر څه فکر کوې، ستا خپل کار دی؛ خو دا ته چې د دښمن په خوله په جاهلي شعر نيوکې کوې، سطحي او سپک يې بولې، زموږ مسلمان ملت کې دغه زهر مه شينده او د اسلامي امت اجماع د ځپلو او خرابولو هڅې مه کوه.»

د پروګرام چلوونکی دکتور عبدالله شيخ ابوموسی ته وايي، چې ستا د خبرو موخه دا ده، چې هېڅوک بايد تر هغو په جاهلي شعر کې د ښه او بد خبره ونه کړي، تر څو، چې په دې اړه هر اړخيزه پراخه مطالعه او قوي نظر ونه لري او له قوي مطالعې او څېړنو وروسته بايد د جاهلي شعر په اړه پرېکړه وکړي. لکه علامه محمود شاکر او تاسې، چې کړي دي.
شيخ ابوموسی وايي، چې هر څوک په کومه موضوع کې خبرې کوي، بايد په اړه يې هر اړخيزه مطالعه او بصيرت ولري.

دکتور عبدالله وايي، چې چا ستاسې او محمود شاکر کتابونه لوستي وي؛ پوهېږي، چې د شعر په اړه بحث او پرېکړه يوازې هغه مهال شونې ده، چې سړي خپل ژوند څېړنو او مطالعې ته وقف کړی وي او د علماوو هڅې او زيار ژور وڅېړي.

دلته اوس سوال دا دی، چې پر اسلامي نړۍ او کلتور دا بريدونه، دښمني او ښکېلاک د اوس خبره نه ده، بلکې تاريخ د دې خبرې شاهد دی، چې اسلامي امت له پخوا داسې ډېرو دښمنيو سره لاس او ګريوان دی. د ساري په توګه نېشنلېزم او نور. ايا موږ ويلی شو، چې دا بريدونه او دښمني د پخواني نېشنلېزم په څېر دی؟

همدا هم يو ډول نېشنلېزم دی. پخوانی نېشنلېزم څه شی و؟ اوله خبره يې دا وه، چې عربي نسل، مسلمان ملت او اسلامي ثقافت سره دښمني وشي او هغه سپک وبلل شي. دا خبرې ټولې په کتابونو کې شته، د ساري په توګه ابن جنبي غير عربي عالم و، هغه په عربي ژبې او عربيت کې د ناروا او فاسدو خبرو په اړه بحث کوي، چې دې ژبې په اړه خپرې شوې، ټولې همدې قومپالانو خپرې کړي دي. د دغو خبرو يو مثال دا دی، چې خلک عربي شعر يوازې الفاظ بولي او معانيو سره هېڅ اړخ نه لري. ابن جني ليکلي، چې د عربانو توجه او اهتمام په الفاظ د معانيو د اهميت له امله دی، نه يوازې د الفاظو له امله. «عنايت العرب بالفاظها من اجل عنايتها بمعانيها.»

دلته يوه خبره ډېره مهمه ده، هغه دا چې د الله تعالی دين کې څوک په رښتينې توګه داخل شي او دين يې زړه ته کوز شي، بيا زړه له دې قومپالنې او نور بلاوو پاک وي. قوميت او نيشنلېزم يوازې هغه ځای وي، چې چېرته د دين سپکاوی وي.

د زمحشري کتاب مفصل، اساس البلاغة او نور کتابونه يې ښه مثال دي، چې يو فارسي الاصل د عربۍ ژبې لپاره څنګه کار کړی، چې د فارسيت هېڅ نښه په کې نه ښکاري او خلکو ته يې د عربيت زده کولو لارې پرانيستي دي. زمحشري د نحوې کتاب مفصل په مقدمه کې ليکلي، چې د داسې ليکنو موخه يې دا ده، چې د قومپالانو فکر عملا رد کړي او دی د الله شکر ادا کوي، چې د قوميت له نجس بوی او رنګ يې ژغورلی دی.

ما د زمحشري داسې يو کتاب هم ليدلی، چې کتاب يې په عربي ليکلی او لاندې يې ورته په فارسي ژباړه ليکلې ده. که ده سره د قوميت غم وای، نو اول به يې په فارسي ليکلی و، خو چې څوک مسلمان شي، اسلام يې په زړه کې ننوځي، دا د قوميت بوی ترې بيخي ورکيږي.
قومپالنه او نېشنلېزم د اسلامي ثقافت د هرې برخې سره دښمني کوي، صرف، نحوه او بلاغت يې په سر کې دي.

له همدې امله زمحشري د نحوې او بلاغت خدمت لپاره ځان وقف کړی و. اساس البلاغه يې ساری نه لري، په دې کتاب کې هره جمله په سرو زرو د ليکلو اهميت لري.

زمحشري د فارسي ژبې مختصص او ستر عالم و، سره له دې يې په ټولو کتابونو کې يوه کلمه داسې نه شته، چې له فارسي يې رانقل کړي وي، بلکې ده غوښتل، چې خپل فارسي قوم ته عربي ورزده کړي.

همدا رنګه ابو علي الفارس او عبدالقاهر الجرجاني، چې د فارسي ادب علما وو، مګر دوی پر دې خبره پوهېدل، چې د ثقافتونو تر منځ ګډوډي او خلط ناروا کار دی.

د پروګرام چلوونکی وايي، له دې ښکاري، چې پخوانيو علماوو د قوميت او نېشنلېزم سره پاکه مبارزه کړې، دکتور ابو موسی په همدې وخت کې وايي، چې اوسنی نېشنلېزم بيا د ډېرو پوهانو تر سيوري لاندې پرمختګ کوي او د اوسني نېشنلېزم تر شا حکومتونه ولاړ دي او پخوا به د نېشنلېزم لپاره په ولسي توګه کار کېده.

اوس خو رسنۍ د ذهن کنټرلوونکي ټول وسايل دوی سره دي، پوهنتونونه او نور ټولې مهمې ادرې د دوی تر اغېز لاندې دي.
د پوهنتونو په اړه که درته ووايم، تدريسي نصابونه غربي دي، زموږ ټول علوم تقليدي او زاړه بولي او اتلس کلن ځوان به درته راپورته شي، زموږ په علومو پسې به سپکې سپورې وايي او نور به د تقليد په تور سپکوي.

اوس هر څه بدلون موندلی. پخوا ښکېلاک د خپل پوځ او څرګند دښمن په توګه يو هېواد ته راته اوس د ملګري په نوم راځي، قوميت هم دغه ډول دی، پرمختګ يې کړی، نوي نومونه او نوی انداز لري، مګر عملا هېڅ توپير نه لري.

دا اوس، چې د روشنګرۍ او ماډرنيزم په نوم څه وينو، ټوله موخه يې دا ده، چې عربو ته منسوب علوم له منځه يوسه او د غربيانو هره نادوده د علم په توګه ومنه.

څو ورځې وړاندې مې د يو سيکولر خبره لوسته، چې زموږ د يو پوهنتون د پرانيستې په مناسبت يې خپله اندېښنه داسې څرګنده کړې وه، چې د غم ځای دا دی، چې فلاني مشر خپله خبره ولې په کلمه او خطبې پيل کړه. دوی وايي، چې پوهنتون خو د علم ځای دی، دين دلته ولې ياد شي. نو دوی ته دې وويل شي، چې ايا د الله تعالی او رسول صلی الله عليه وسلم نوم يادول د علم ضد دي؟ دوی، چې د الله تعالی او رسول صلی الله عليه وسلم له نوم سره حساسيت او دښمني لري، نو پوه شه، چې دوی اقراء د قران اول ټکي سره بلد نه دي.

دغه خلک، چې اوس ځانونه روشنفکران بولي، د قران له نوم او تعليماتو سره ولې دښمني کوي. د قرانکريم پيغام خو دا دی، چې خلک د جهل له تيارو د ايمان او علم رڼا ته راوباسي، مګر د دوی مخکې چې قران ياديږي، دوی دا کار د قرون وسطی د تيارو پيړيو وختونه بولي. دا خبرې څه معنا لري، چې دين ته رجوع دې جهالت وبلل شي او اسلامي ثقافت دې خلک زوړ ا وتقليدي وبولي.

که څوک د قران تعليمات د تيارو پر لور تګ بولي، دا خلک روشنفکران نه، بلکې د تورو تيارو پر لور د تګ هڅه ده، چې په هر څومره خوږ نوم سره خلک د دين او قران له تعليماتو لرې کوي، دا کار د جاهليت او تيارو پر لور د تګ هڅه ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x