افغانستان

کابل نن د سولې لپاره د څلور اړخیزې ناستې کوربه دی

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۸مه، ۱۳۹۴ل): پلازمېنه کابل نن د سولې لپاره د چوکاټ جوړونې په پلمه د امریکايي، چيني او پاکستاني استازیو کوربه دی.

په دې څلور اړخیزه ناسته کې چې لومړنۍ يې د روانې میاشتې ـ مرغومي ـ پر يوویشتمه په اسلام اباد کې ترسره شوه، پر دې بحث کېږي چې څنګه کيدای شي سولې ته لاره هواره شي.

د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې دغه ناسته چې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا استازي پکې برخه وال دي، نن د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدين رباني پر وینا پرانیستل کېږي.

د اجراییه ریاست ویاند وايي چې په دې ناستو کې د سولې پر کړنلاره بحث کېږي په وينا يې که يې پایلې مثبتې راووتې همدې تګلارې ته به ادامه ورکوي او کنه بیا باید پرې غور وشي.

دا په داسې حال کې دی چې د اسلام اباد تر څلور اړخیزې ناستې وړاندې ولسمشر محمد اشرف غني ويلي و، چې له هغو طالبانو سره چې د دوی پر شرطونو برابرې سولې ته غاړه نږدې جګړه پر مخ وړي.

د اجراييه ریاست ویاند هم ويلي و، چې دوی ته به په دې ناسته کې پاکستان د هغو طالبانو لیست ورکړي چې د سولې مخالف دي او په وينا يې دوی به يې پر وړاندې جګړه تونده کړي.

د اسلام اباد له څلور اړخیزې ناستې وروسته د بهرنیو چارو وزارت مرستیال حکمت خلیل کرزي هم ورته څرګندونې درلودلې، هغه ټینګار وکړ چې امنیتي ځواکونه به جګړه په شدت سره پر مخ وړي او دوی به د سولې چارې.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو پخواني قومندان ډيويد پيټرویس هم په تازه لیکنه کې پر امریکايي سیاستوالو غږ کړی، چې په افغانستان کې دې هوايي بريدونو ته زور ورکړل شي.

ياده دې وي طالبانو تر اوسه د دې ناستې په اړه څه نه دي ويلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x