نړۍ

قطر په غزه کې زر استوګنځي وړیا وویشل

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۸مه، ۱۳۹۴ ل): د قطر هیواد د فلسطین په غزې ښار کې د «شیخ حمد بن خلیفه ال ثاني» په نامه ښارګوټي رغولو پروژه پیل کړې، چې له مخې یې بې کوره فلسطینیانو ته وړیا استوګنځي ورکوي.

وړمه ورځ د یادې پروژې لومړۍ مرحله رسما پرانیستل شوه او ۱۰۶۰ بابه پارتمانونه په وړیا توګه په فلسطینیانو وویشل شول.

د فلسطین د اسلامي مقاومت (حماس) تنظیم د سیاسي دفتر مرستیال «اسماعیل هنیه» هغې غونډې ته چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه، د قطر له هیواد او امیر څخه مننه وکړه او ویې ویل چې قطر د غزې او فلسطین ترڅنګ ولاړ دی او سیاسي، اقتصادي، بشري او معنوي ملاتړ یې کوي.

اسماعیل هنیه زیاته کړه چې په غزه کې د قطر د خدماتي پروژو له کبله به تر راتلونکو پنځوسو کلونو پورې د فلسطین بچیان د ژوند له اسانتیاوو برخمن وي. د نوموړي په وینا په دغو پروژو کې د استوګنې ښارګوټي، سړګونه او مسلکي روغتون رغول هم شامل دي.

یادې غونډې ته د فلسطین د عامه چارو وزیر «مفید الحساینه» څرګنده کړه چې قطر پر ۱۰۶۰ بابه نویو پارتمانونو سربېره د زرو په شاوخوا کې هغه استوګنځي هم بیارغولي دي چې په ۲۰۱۴ کال کې د اسرائیلو د بمبار په نتیجه کې ویجاړ شوي وو.

نوموړي که څه هم د غزې په بیارغونه کې د قطر رول وستایه خو زیاته یې کړه چې لا هم د اسرائیلو د بمبار له کبله د غزې بې کوره اوسیدونکي ۱۳۰ زره استوګنځيو ته بیړنۍ اړتیا لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x