افغانستان

هلمند: باباجي کې پولیس خپل قومندان او څلور نور ملګري وژلي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۸مه، ۱۳۹۴ ل): د هلمند ولایت د مرکز لښکرګاه ښار اړوند د باباجي په سیمه کې د پولیسو یو تن سرتیري د خپلي پوستې قومندان او څلور نور ملګري وژلي دي.

پېښه تېره شپه د باباجي په اب پاشک سیمه کې رامنځته شوي، تر پېښي وروسته پولیس د وسلو سره یوځای طالبانو ته تللی او وسلي یې هغوی ته تسلیم کړي دي.

د هلمند امنیه قومندان عبدالرحمن سرجنګ د پېښي د پخلي تر څنګ ویلي چې په پوسته کې څلور تنه پولیس د خپل ملګري له لوري وژل شوي او وروسته برید کوونکی پولیس تښتیدلی دی.

نوموړۍ وایې د پېښي په اړه مو پلټني پيل کړي دي.

د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي د پېښي مسؤلیت منلی او زیاتوي چې پولیس ددوی نفوذي کس وو او همدوی ته یې د وسلو سره یوځای ځان رسولی دی.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x