نظــر

له کفارو سره د سولې د تړون په اړه د مفکر شهيد دکتور عبدالله عزام فتوی

بدرمنهاج – 

د اسلام د لارې ستر داعي ، د نړيوال جهاد ستر مفکر او مجاهد شهيد دوکتور عبدالله عزام تقبله الله د مسلمانانو له ملکونو څخه دفاع د (الدفاع عن أراضي المسلمين أهم فروض الأعيان ) په نامه يوه رساله ليکلې ، په دې رساله کې يې په جهاد پورې د تړلو بيلابيلو مسائلو په اړه فتوی ګانې ترتيب کړې او راوړي دي ، د دغه فتوی ګانو له جملې څخه يوه يې هم له کفارو سره د سولې د تړون په اړه ده.

د يادونې وړ ده چې دغه فتوی هغه مهال نوموړي تقبله الله ترتيب کړې وه کله چې له روسانو سره د هغه مهال د مجاهدينو د سولې بحثونه ګرم ؤ .

دغه فتوی په اوسنيو شرايطو کې له امريکايانو او د دوی له دوستانو سره د سولې په مسئله کټ مټ تطبيقدای شي. او يو څوک ترې په دې پوهيدای شي چې د اسلامي شريعت له مخې له امريکايانو او د دوی له دوستانو سره بايد د سولې تړون وشي او که يا ؟ او شرايط يې بايد څنګه وي ؟

دغه فتوی چې يو بل ورور له عربي ژبې څخه پښتو ته ژباړلې کټ مټ تاسې ته وړاندې کوم :

له کفارو سره د معاهدې شرطونه

له کفارو سره د صلحې د جواز په برخه کې فقهاء په خپل منځ کې سره اختلاف لري ، ځينې فقهاء ورته د حديبيی د صلحې په څېر روا وايي او ځينې نور د مسلمانانو د ډير ضعف په حالت کې ورته روا وايي ، ځينې نور ابداً ورته روا نه وايي ، او وايي چې آيت السيف د صلحې ټول سابقه تړونونه چې کفارو سره شوي ؤ منسوخ کړيدي.

مګر موږ وايو :

مسلمانانو ته روا ده چې له کفارو سره د صلحې تړون وکړي ، که د مسلمانانو پکې خير او مصلحت وي مګر په دې شرط چې په معاهده کې داسې يو شی نه وي چې معاهده ماته يا يې فاسده کړي او د هغه شرطونو څخه يو څو دا دي :

۱ـ روا نده چې په معاهده کې داسې شرط وي چې کفارو ته حتی يوه لويشت ځمکه د مسلمانانو خوشي کړی شي. (نهاية المحتاج ۵۸/۸ ).

ځکه چې د اسلام ځمکه د هيچا نده ، نو د هيچا لپاره روا نده چې هغه په معاهده کې کفارو ته ورکړي . نو دغسې يو شرط د صلحې عقد باطلوي ځکه چې ځمکه د الله تعالی ده بيا د اسلام ،  نو د هيچا لپاره روانده چې د بل په ملک کې تصرف وکړي او که خرڅه يې کړي نو بيعه يې صحيح نده ، ځکه چې د بل چا په ملک کې اصلاً بيعه نشته نو د افغانستان په قضيه کې روا نده چې څوک له روسانو سره خبرې اترې وکړي تر هغې پورې چې روسان د افغانستان د خاورې له هرې لويشتې څخه ووځي او نه له يهودو سره خبرې اترې روا دي څو پورې چې يهود د فلسطين د خاورې له هرې لويشتې څخه ووځي.

(نن هم روا نده چې يو څوک له امريکايانو يا د دوی له مزدورانو سره خبرې اترې وکړي تر څو چې امريکايان او ملګري صليبي هيوادونه يې د افغانستان له هرې لويشتې څخه ونه وزي. د امريکايانو او روسانو د اشغال په منځ کې هيڅ توپير نشته ).

۲ـ کله چې جهاد فرض عين شو بيا نو هلته صلح باطليږي.

مثال يې دا دی چې دښمن د مسلمانانو خاورې ته ور داخل يا مسلمانان تر تعقيب لاندې ونيسي . په فتح العلی المالک (۲۸۹-۱ ) کې د صلحې او معاهدې په بحث کې راغلي دي :

( اوقع الخليفة الصلح مع النصاری و المسلمون لايرون الاالجهاد فمهادنته منقوضة و فعله مردود ).

که د مسلمانانو امير له نصاراؤ سره صلح وکړه خو مسلمانان په دې صلح راضي نه ؤ ، بلکه جهاد يې لازم باله نو د دې امير دغه معاهده او عمل کول پرې مردود دي.

نو په هر ځای کې چې جهاد فرض عين شي ، هلته صلح ناروا ده ، يو مثال يې دا دی چې دښمن په مسلمانانو غالب وي. همدارنګه هر هغه شی چې د هغه په سبب جهاد فرض عين ګرځي نو هغه د صلحې مانع ګرځي ، ځکه چې دغه صلح باطلوي او دغه فرض عين جهاد څخه عبارت دی چې د مسلمانانو د نجات سبب ګرځي.

قاضي ابن الرشد وايي : علماء په دې اتفاق لري چې کله جهاد فرض عين شي نو دا فرض له فرضي حج څخه ډير قوي دی ځکه کله چې جهاد فرض عين شي نو فوراً عمل پرې ضرور دی په خلاف د حج چې فوراً ادا کول يې فرض ندي بلکه په اوږده زمانه کې ادا کېږي.

نو د پورتنی صلحې ماتول فرض دي ځکه چې دغه صلح د شريعت په حکم سره اصلاً منعقده نده نو د هغې په مقتضاء باندې عمل کول د هغه چا په نزد چې د شريعت په اصولو پوه دی لازم ندی.

نو په پورتنی صلحې سره د داسې جهاد ترک راځي چې فرض عين ګرځيدلی دی او داسې جهاد ترک کول منع دي نو دغه صلح هم منع ده .

( نن هم تر څو چې امريکايان او صليبي لښکر يې په افغانستان کې موجود وي ، جهاد يې په وړاندې فرض عين دی ، او د دوی د لښکرو په موجوديت کې هر ډول سوله باطله او فاسده ده ).

۳ـ هر هغه شرط چې د الله تعالی د شريعت د نفاذ مانع ګرځي يا د اسلام ځينې شعائر له منځه وړي باطل دی. نو ځکه موږ ته روا نده چې روس ته حق ورکړو چې زموږ په حکومتي نظام کې مداخله وکړي ، ځکه چې دا مداخله هم جهاد او هم د جهاد هدف تباه کوي.

( همدغه راز نن هم مجاهدينو ته دا روا نده چې د امريکايانو په لاس جوړ قوانين او جوړ نظام ته د بقاء اجازه ورکړي او په اصطلاح هغه لاسته راوړنې چې په بې دينۍ ، فحشاء او ديموکراسۍ کې امريکايانو او د دوی لاسپوڅو خپلې کړې دي هغه خوندي او محفوظې پريږدي).

۴ـ روا نده چې د صلحې په تړون کې داسې شرط راغلی وي چې مسلمانان پرې ذليل شي يا پرې احساس د ذلت وکړي.

لکه چې په يو حديث کې له زهری څخه روايت شوی دی داسې راغلي دي : کله چې په مدينه منوره کې په مسلمانانو باندې سخته راغله نو رسول الله صلی الله عليه وسلم عينيه بن حصن بن حنيفه بن بدر او حارث بن ابي عوف مزنی ته يو سړی وليږه او دا دواړه د غطفان د قبيلې مشران ؤ نو رسول الله صلی الله عليه وسلم دوی ته دغه پيغام ورواستاوه چې د مدينې د ميوو دريمه برخه به دوی ته ورکوي که چيرې دوی له خپلو جنګي کسانو سره بيرته واپس شي او په رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه په اصحابو يرغل ونکړي.

د رسول الله صلی الله عليه وسلم او د دوی په منځ کې دغه صلح روا نه شوه مګر شاهدانو پرې امضاء نه وی کړی.

کله چې رسول الله صلیالله عليه وسلم  د دې صلحې اراده وکړه نو سعد بن معاذ او سعد بن عباده يې ځانته وغوښتل او له هغوی سره يې په دې برخه کې مشوره وکړه …

رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د خپلو خبرو په ترڅ کې دوی ته وويل چې اعراب ټول ستاسو په ضد يو شوی دي نو آيا تاسې موافق یی چې دغو ته د مدينې منورې له ميوو څخه څه ورکړو ؟

دوی رسول اکرم صلی الله عليه وسلم ته وويل :

که تا دا کار په خپل نظر کړی وي نو ستا نظر موږ ته محترم دی او موږ يې منو او که زموږ نظر هم پکې شرط وي نو موږ دا درته وايو : کله چې موږ کافران ؤ دوی ته مو حتی يوه دانه خرما هم نه ورکوله مګر په ميلمستيا سره يا په خرڅولو نو اوس به يې څنګه ورکوو چې خدای تعالی موږ ته په اسلام سره عزت راکړیدی ؟
نو رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د دوی په خبره خوشحاله شو ، دا حديث قوی مرسل دی.(اعلاءالسنن ۸-۱۲).

انصارو د داسې صلحې نه د ذلت احساس وکړ نو ځکه په ځينو روايتونو کې داسې راغلي دي :

موږ تاسو ته فقط توره درکوو.

۵ـ روا نده چې د صلحې په تړون کې داسې يو شرط وي چې له اسلامي شريعت سره مخالف وي لکه :

الف ـ چې مشرکان د حرمينو په ځمکه پاتې شي. ځکه احاديثو کې راځي : (اخرجوا اليهود والنصاری من جزيرة العرب ). رواه مسلم ، الفتح الربانی ۱۲۰/۱۴ .
يعنې يهود او نصاری له جزيرة العرب نه وباسئ.

ب ـ چې مسلمانه مهاجره ښځه کفارو ته بيرته واپس شي .

( فَإِنْ عَلِمْتُمُوهُنَّ مُؤْمِنَاتٍ فَلَا تَرْجِعُوهُنَّ إِلَى الْكُفَّارِ لَا هُنَّ حِلٌّ لَّهُمْ وَلَا هُمْ يَحِلُّونَ لَهُم…). الممتحنة ـ ۱۰ .
ترجمه : که تاسې پوی شوی چې دغه مهاجرې ښځې مؤمنانې دي نو دوی بيرته کفارو ته مه ليږئ ، نه دوی کفارو ته حلالې دي او نه کفار دوی ته حلال دي.

که د صلحې په قرارداد کې داسې شرط راشي چې که کوم يو کافر مسلمان شو بيا مسلمانانو ته راغی نو مسلمانان دې مکلف کړی شي چې هغه مسلمان بيرته کفارو ته ورتسليم کړی د دې شرط په جواز کې د فقهاؤ اختلاف دی ، ځينې ورته جائز وايي او د حديبيې د صلحې په شرط باندې يې قياسوي مګر ډيرو نورو فقهاؤ د هغه عدم جواز ته ترجيح ورکړې ده او وايي چې د حديبيې د صلحې شرط په رسول اکرم پورې خاص دی ځکه چې رسول اکرم صلی الله عليه وسلم د وحی په ذريعه پوه ؤ چې دغو مسلمانانو ته به عنقريب د خلاصون لاره پيدا شي.

له براء بن عازب رضی الله عنه څخه روايت دی چې :

( عن براء بن عازب قال : وادع رسول الله صلی الله عليه وسلم المشرکين يوم الحديبية علی ثلاث ـ من أتاهم من عند النبی لن يردوه ، و من أتی الينا منهم ردوه الينا قال صلی الله عليه وسلم من ذهب منا اليهم فأبعده الله ). متفق عليه .

رسول الله صلی الله عليه وسلم د حديبي په ورځ له مشرکانو سره اوربند باندې تړون وکړ او درې شرطونه يې ورته ومنل چې دوه يې دا دي :

هر څوک چې له مسلمانانو نه مشرکانو ته ورشی ، بيرته به نه واپس کېږي او هر څوک چې په مشرکانو کې مسلمان شي او مسلمانانو ته راشي نو هغه مشرکانو ته بيرته واپس کېږي.

رسول اکرم صلی اللهعليه وسلم  ويلي دي : ( من ذهب منا اليه فأبعده الله ) متفق عليه .

يعنې هر څوک چې  زموږ څخه مشرکانو ته ولاړ شي نو دی الله تعالی زموږ نه ليرې کړیدی.

د مسلم په روايت کې راغلي دي :

( و من خرج منهم سيجعل الله فرجاً و مخرجاً ). القرطبی ۳۹-۸ ).

يعنې که څوک مسلمان شي او موږ ته راشي او موږ دی بيرته مشرکانو ته واپس کړو نو الله تعالی به ده ته د خلاصون لاره پيدا کړي.

( نن هم بايد د سولې په تړون کې د کفارو ځينې شرايط لکه له مسلمانانو او مجاهدينو سره د اړيکو ختمول او يا کفارو ته د مطلوبو مجاهدينو سپارل ، او يا د مسلمانانو په خاوره کې د کفارو اډې او داسې نور شرايط چې اسلام يې د منلو اجازه نه ورکوي بايد نه وي او ونه منل شي).

۶ـ د صلحې په تړون کې روا نده چې کفارو ته حق ورکړی شي چې د مسلمانانو په خاوره کې خپل ديني او کفري شعائر ښکاره کړي.

مثلاً دوی ته اجازه ورکړی شي چې خپلې کليساګانې جوړې کړي ، يا خپل مبشرين وليږي چې مسلمانان له خپل دين څخه واړوي او عقايد يې فاسد کړي ، خصوصاً په جزيرة العرب کې ، بناء پر دې باندې د فلسطين په قضيه کې سياسي حل او د صلحې خبرې اترې اصلاً باطلې دي ، نه جواز لري او نه صحت.

مګر په افغانستان کې د سياسي حل او صلحې خبرې اترې په څو شرطونو سره روا دي :

•    چې روسان د مسلمانانو له ټولو اشغال شوو خاورو څخه ووځي.

•    چې د دوی د وتلو نه وروسته اسلامي دولت په افغانستان کې قايم شي او دوی په راتلونکي حکومتي نظام کې هڅ مداخله ونکړي ، مثلاً داسې ونه وايي چې

ظاهرشاه د راشي يا فلانی د راشي او نه دې ځينې داسې ثقافي او فرهنګي شرطونه ږدي چې په هغو باندې د خلکو عقائد فاسد کړي.

•    دا چې خپلې قواوې دې بې له کوم قيد او شرط څخه وباسي.

•    دا چې مجاهدين په رسميت وپيژني او صلح له دوی څخه وغواړي ، الله تعالی ويلي دي : (وَإِن جَنَحُواْ لِلسَّلْمِ فَاجْنَحْ لَهَا وَتَوَكَّلْ عَلَى اللّهِ ).الانفال

سدی او ابن زيد رحمهما الله ويلي دي : د دې آيت معنی دا ده که دوی تا صلحې ته وغواړي نو ته د هغوی خبره ومنه .( حاشية الشروانی و ابن القاسم علی تحفة المحتاج ۳۰۶/۹ ).

ابن حجر هيثمی ويلي دي :

( و الشرط الفاسد يفسد العقد علی الصحيح ، بأشرط فيه منع فک أسرانا ، أو ترک ما استولوا عليه أورد مسلم أسير أفلت منهم ، أوسکناهم الحجاز ، او اظهار الخمر بدارنا ، او أن نبعث اليهم من جاءنا منهم ۱ ).

په تړون کې فاسد شرطونه تړون فاسودي او د فاسدو شرطونو يو څو مثالونه دا دي :

چې قرارداد يې دا شرط شي چې کافران د زموږ اسيرن خوشي نکړي يا هغه ځمکه چې کفارو پرې قبضه کړې ده د دوی تر سلطې لاندې دې پاتې شي ، يا کوم اسير مسلمان چې له دوی څخه موږ ته تښتيدلی دی ، دوی ته د بيرته واپس شي ، يا دوی ته حق ورکړی شي چې په حجاز کې ژوند وکړي ، يا زموږ په وطن کې شراب وڅښي يا که کوم يو په دوی کې مسلمان شي او موږ ته راشي نو هغه د دوی ته واپس کړو . (قرطبی ۳۹/۸ ).

•    دا چې مجاهدين په دې مطمئن شي چې روسان ټګي نه کوي د صلحې په غوښتلو کې رښتينی دی.

( نن هم بايد د سولې په خبرو اترو کې پورتني ټول شرايط په پام کې ونيول شي ، امريکايان بايد د افغانستان له خاورې څخه په مکمل ډول ووزي ، د امريکايانو په لاس جوړ شوی د کابل اوسنی دولت بايد له منځه لاړ شي او په واک کې پاتې نشي ، امريکايان بايد خپلې قواوې بې له کوم قيد او شرط څخه وباسي ، طالبان او مجاهدين بايد په رسميت وپيژني او سوله بايد امريکايان له دوی څخه وغواړي ، طالبان بايد مطمئن شي چې امريکايان د سولې په غوښتلو کې رښتوني دي او د سولې خبرې يې تکتيکي ندي او ټګي نکوي ).

کوم کسان چې د افغانستان د قضيې سياسي حل غواړي خو د جهاد هدف چې اسلامي دولت جوړول دي په حل کې نه مطرح کوي په دې پلمه که يې مطرح کړي روسان به بيا سياسي حل ونه مني نو دغه کسان د جهاد له هدف څخه بې خبره دی ، بلکه د دوی په مغزو کې واضح اسلامي فکر نشته ، نو شرعاً روا نده چې دغسې خلک د جهاد په لښکر کې داخل شي ، دا خو لا پريږده چې د جهاد رهبري او مشرتوب په لاس کې واخلي ځکه چې الله تعالی ويلي دي :

(فَإِنْ رَجَعَکَ اللَّهُ إِلي‏ طائِفَةٍ مِنْهُمْ فَاسْتَأْذَنُوکَ لِلْخُرُوجِ فَقُلْ لَنْ تَخْرُجُوا مَعِيَ أَبَداً وَ لَنْ تُقاتِلُوا مَعِيَ عَدُوًّا). التوبة / ۸۳ ).
ترجمه : که ته الله تعالی بيرته مدينې منورې ته واپس کړې او د دغو منافقانو له يو ډلې سره مخامخ شوې نو بيا دوی له تانه اجازه وغوښتله چې جهاد ته به وځې نو ته ورته ووايه چې هيڅکله تاسې له ماسره جهاد ته نه وځی او هيڅکله تاسې زما تر څنګ له هيڅ يو دښمن سره نه جنګېږی.

قرطبی په خپل تفسير (۲۱۸/۸) کې ويلي دي : ( و هذا يدل علی أن استصحاب المختل فی الغزوات لا يجوز و قد نص معظم الفقهاء فی کتاب الجهاد علی أنه لايجوز أن يستصحب فی الجيش مختل ولا مثبط و لا مرجف و لا مخذل و لا معوق ).
روا نده چې متردد انسان په جهاد کې له ځان سره ملګری کړی ، په کتاب الجهاد کې ډيرو فقهاؤ په دې تصريح کړی ده چې دغه لاندې کسان په جهاد کې له ځان سره ملګري کول ناروا دي :

مختل ، مثبط ، مرجف ، مخذول او معوق.

اللهم انصر المجاهدين فی افغانستان و فی فلسطين و فی فليبين و فی لبنان و فی کل مکان وارفع رأية الاسلام و حکم دولة القرآن و أمتنا علی الشهادة فی سبيلک.

خدايه ! د افغانستان او فلسطين او فيلپين او لبنان او د هر هيواد له مجاهدينو سره مرسته وکړې ، دوی ته بری ورکړې ، د اسلام بيرغ اوچت کړې ، اسلامي دولت حاکم کړې او موږ ته په خپله لاره کې د شهادت مرګ راکړې.

سبحان ربک رب العزة عما يصفون وسلام علی المرسلين و الحمدالله رب العلمين ، وصلی الله علی نبينا محمد و آله و صحبه و التابعين و من تبعهم باحسان الی يوم الدين .

يادونه :

لکه څنګه چې طالبان د اسلامي عقيدې له مخې جګړه کوي او موخه يې د افغانستان د اشغال خاتمه او د اسلامي نظام قيام دی نو که له خپلو دښمنانو سره د سولې او خبرو اترو له لارې دې هدف ته رسيدلای شي لا ښه خبره ده  ‎. البته دغه سوله بايد د اسلامي شريعت په چوکاټ کې وي او طالبان په دې متيقن وي چې دښمنان له دوی څخه د سولې کومه غوښتنه کوي ، په دغه غوښتنه کې صادق دي او ټګي نکوي.

خو طالبان بايد دې ته متوجه وي چې د سولې په نامه اوس چې کومې غونډې په اسلام آباد او کابل کې ترسره شولې دا له ورايه يوه توطئه او دسيسه ښکاري او هدف ترې تبليغاتي او استخباراتي کټې دي نه رښتونې سوله.

طالبان بايد په هره بيه ورته تماميږي د سولې په نامه د توطئو او دسيسو په مقابل کې ټينګ ودرېږي او له هرې ممکنې لارې کوشش وکړي چې هغه توطئې ناکامې کړي.

که چيرې طالبان الله مکړه د سولې په نامه په دغه لومه کې راګير شول نو پايله به يې دوی ته ډیره خطرناکه او نه جبرانيدونکې وي.

الله د موږ ټولو ته په حق باندې استقامت راپه نصيب کړي.

آمين يا رب العالمين

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

ډیر عالی مننه بدر منهاج صاحب

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x