داخلاقي فساداوج

tariqdukhterڅوورځي مخکي رسنیوخورایوبوږنونکی خبرخپورکړ:په خبرکي ویل شوي چي دتخارولایت دخواجه غارولسوالۍ په هزارباغ سیمه کي  پریوڅلورکلن ماشوم جنسي تېری شوی دی  ،ځایې پولیسوبي بي سي ته ویلي چي  په تېریوکال کي  په دغه ولایت  کي پرماشومانودجنسي تیري ورته څلورپیښي یې ثبت کړي دي  .

څومیاشتي وړاندي دکندوزدامام صاحب ولسوالۍ کي هم پریوڅلورکلن ماشومان جنسي تیری شوی ؤ.دغه رازځیني هغه ښځي چي په دولتي اوغیردولتي ارګانوکي دندي ترسره کوي شکایت کوي چي دفتردمشرانواوهمکارانودجنسي ځوروني سره لاس وګرېوان دي اوان کله ناکله په زورجنسي تمایل ته اړیستل کیږي . دافغانستان دبشري حقونوخپلواک کمیسیون  وایې چي  په تېرکال کي یې  پرښځواوماشومانودجنسي تیري ۱۶۰پیښې   ثبت کړي دي  .
 لوستي اونالوستي  چي په خپلولیکنواوویناووکي  داخلاقي فسادیادونه کوي معمولادټوپکسالارۍ کرغیړني دورې ته نغوته کوي ،خودتیري لسیزي  همداډول ناوړه پیښوته که وکتل شي دپاټکسالاري دوریې  نیمایې ته هم نه شي رسیدای  .داخلاقي فساددغوړیداعمده  عوامل درسنیوبې  سرحده ازادي اودلوړپوړوچارواکوعملي بداخلاقي ده .دلته دنوري نړۍ پرخلاف رسنۍ دملي ګټو،مشروع کلتوري نورمونواودیني ارزښتونوهیڅ خیال نه ساتي ،چي خپروني یې وکتل شي ته به وایې چي داخلګ داخلاقوا وارزښتونوپه نوم بیخي هیڅ هم نه پیژني ،اوکه دمخنیوي اواصلاح خبره یې مطرح شي ،نوهغوی (برحاله چارواکي )چي څه تمه ترې کیدای شي   بیاخپله  په همدې بوین ډنډکي دومره غرق دي چي رسنۍ یې نسوارهم نه دي .
ددولت دڅلورګونوقواووخیټي دادارې فسادپه شان له اخلاقي  هغه هم پړسیدلي دي ،همدې ساري ناروغۍ  له اویاکلن قاضي ظهورالدین او دځینورسنیودڅښتنانو+ یوشمېرچلونکوڅخه نیولې تروزیرعمرزاخېلوال ،والي  ګل اغاشیرزي ،سفیرسیدطیب جواد ،سناتورپاچاخان ځدران اوعمرخوړلي حقوقپوه رنجبر پوري سرایت کړی دی . دپرچم ګوندپخوانی اودحق اوعدالت ګونداوسنی غړی ،دولسي جرګي مخکینی عضوه اودډیموکراټوحقوقپوهانودټولني مشر(ښاغلی کبیررنجبر) دتېرکال په سرطان کي  داختطاف اوجنسي تیري په جرم هغه مهال څارنوالۍ ته وبلل  شو،چي   په حرمسرای کي   یې یوه نجلۍ چي نهه میاشتي مخکي  دکابل ددې سبزڅخه تښتول شوې وه وموندل شوه ،یادي شوي مظلومي نجلۍ ویلي چي :« له څومیاشتوراهیسي  په دغه کورکي درنجبرترجنسي  ځوروني لاندي وه !». رنجبر چي دنجیب واکمنۍ په یوه موده کي یې دعلومواکاډمۍ  پرمهم پوسټ کارکاوه هماغه وخت هم دروته جنایت مرتک شوی ؤ،خوهغه مهال یې چاپه اړه دخولې  چوله ولوزړه نشوالی کولای . درنجبرډیري مرکې مي دازادۍ اوبي بي سي سره یادې دي چي وښځوته دحقونودورکړي نارې به یې وهلې ،خوافسوس ډیرافسوس چي خپله یې دیومشهورحقوقپوه !! په توګه دیوې نولس کلني افغاني نجلۍ ازادژوندسلب کړی ؤاوپه پرله پسې ډول یې دهغې بشري حق اوعفت  ترکاوبایې پتلانه اوروسي بوټونولاندي کاوه .
په کومه ټولنه کي چي دګورپرغاړه ولاړقاضیان اوحقوقپوهان  داخلاقي فسادپه خوساډنډونوکي غوپه وي ،دملت دبېلابیلوقشرونوځوانانوته به څه وښیې ؟،دفرداوټولني کوم  حقوق به ورته توضیح کړي ؟،دبازاراودفترکوم اخلاقي اصل به ورته روښانه کړي ؟،دنراوښځي  ،مشراوکشرکوم  مسؤلیتونه به تشخیص اووړاندي کړي ؟!،جوته ده چي دوی به کله هم دخپل نس وفرج له خړوبولواوغوښتنوپرته بل څه ته ازګارنشي .
په ډیرتأسف سره په کوردننه اوبهردهغه ویاړلي هیواد(افغانستان )له بطنه  پرله پسې پرښځو،

تنکیونجونواوډیروکوچنیوماشومانودجنسي تیریوراپورونه اوروچي تاریخ یې په میړانه ،سرښندنه ،حیا،عفت ،ستر،میلمه پالنه ،سخاوت ،اخلاص اوصداقت  ښایسته دی  .ددې ناوړه پدېدې  په وده کي لکه مخکي چي اشاره ورته وشوه ترهرچاډیردیوشمېررسنیو اوچارواکورول  جوت  دی ،ځکه همدادوی دي چي  داسلامي اومشروع کلتوري ارزښتونوسره کاملامخالف  وهغوعقیدوي ،عنعنوي  اوتاریخي منحرف    اوخالص فحش سریالونوته دخپریدواجازه ورکوي   چي دټولني په اخلاقي انحطاط اودځوان کهول په  انحراف کي یې مخکښ رول لوبولی دی .
دکابل موجودرژیم چي په ادارې فسادکي یې په تېروکلونوکي په پرله پسې ډول لوموړی ،دوهم اودریم مقام وګاټه ، اوس نژدې ده چي په اخلاقي فسادکي هم جایزه واخلي ،دوی خوافغانستان وشرماوه، سترڅښتن جل جلاله  دي ددې شرمیدلوبیخ هم ژرترژره وباسي چي ټولنه یې له بدنامۍ ،فساداوشرڅخه خلاصه شي .امین
۱۲۳۴
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د