نظــر

درباري ملايان د معاصرو کاهنانو په څېر د حق د ظهور مخه نشي نيولی

سيف الله مستنير –

خبر:

د حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني له «افراطيت سره د مبارزې لپاره د ديني ستراتيژي ګانو علمي او تحليلي سيمينار» ته د وينا پر مهال وويل چې افراطيت هره ورځ د افغانستان له خلکو څخه قرباني اخلي او له همدې امله دولت له علماوو «د نوموړي وزارت له مامورينو» څخه د مرستې غوښتنه کوي. نوموړي زياته کړه چې: «په افغانستان کې د افراطي ډلو پر وړاندې د اغيزمنو معرفتي هڅو ځای لا تراوسه خالي ليدل کيږي».  د حج او اوقافو وزارت د لومړي ځل لپاره د هېواد له ګوټ – ګوټ څخه د نوموړي وزارت تنخوا اخيستونکي ملايان له افراطيت سره د مبارزې په موخه د لارو چارو د لټولو په موخه کابل ته راغوښتي وو، ترڅو هغوی د جوماتونو او منبرونو له لارې د افراطيت پر وړاندې مبارزې ته وهڅوي. د حج او اوقافو دغه هڅې ته د رسنيو له خوا پراخ تبليغات پيل شوي دي او يو شمېر رسنيو په ډېر بې شرمانه ډول د حزب التحرير نوم هم د هغو ډلو په لړ کې راوستی چې افراطيت ته بلنه کوي.

تبصره:

يوه شپه نمرود خوب ليده چې په فضا کې ګوري، ناڅاپه يو داسې روښانه ستوری را څرګند شي، ورپسې راپورته او را لوړ شي، ترهغه چې له امله يې د لمر او سپوږمۍ رڼا تته څه چې په تدريج سره له منځه لاړه شي او د نورو ستورو رڼا هم له منځه يوسي. کله چې نمرود را ويښ شي، په بيړه کاهنان را ټول کړي او ورته وايي چې زما د دغه خوب معنی څه ده؟! هغوی ورته وايي چې نور ستا د واکمنۍ وخت پوره شوی او يو داسې ماشوم به را پيدا شي، هغه به لوی او ځوان شي او هغه به تا ته رکوع نه کوي چې بالاخره ستا واکمني به را ونړوي. نمرود ټکان وخوړ او دستور يې ورکړ چې د نړۍ په هره برخه کې بايد استخباراتو ته دنده ورکړل شي، ترڅو د هر نوي ماشوم له زيږېدلو څخه خبر ومومي او له خبر موندلو وروسته يې بايد په بيړه تر تېغ تېر کړي.

د نمرود بل مخلص شاګرد فرعون هم کټ مټ هغه ته ورته عمل ترسره کړ او د فرعون استخباراتو او امنيتي ځواکونو د هرې حاملې ښځې پر غاړه د هغه د قهر او وژنې چاړه اېښې وه، چې که هغه نارينه وزيږوي نو ژر يې بايد ووژني. مګر د الله سبحانه وتعالی مکر او کړنه بل ډول وه او له داسې لوري يې نمرد او فرعون د هلاکت تر کندې ورسول چې هغوی يې په خپل ناقص او بشري فکر سره هېڅ تمه نه کوله او دا د الله سبحانه وتعالی سنت دي چې د هر ظالم پر وړاندې يې تکراروي.

په افغانستان کې د فيض محمد عثماني دغه هڅه کټ مټ د نمرود او فرعون هغو هڅو ته ورته وه، چې د خپلو حاکميتونو پر وړاندې يې د کاهنانو په واسطه د سترو تهديدونو څېړنه او ارزونه کوله. نن سبا د غربي پانګوالي ډيموکراسۍ رهبرانو دا درک کړې چې اسلام او اسلامي امت به يوه ورځ د هغوی دغه نړيوال واک او ځواک را پرځوي، له همدې امله يې په ټوله اسلامي خاوره باندې خپلو لاسپوڅو – ظالمو چارواکو او نظامونو ته دنده ورکړې، ترڅو د ريښتيني اسلامي دولت «راشده خلافت» د لومړۍ هستې د ظهور مخه ونيسي او له دوی څخه د امت هر ډول آزادي غوښتونکې هڅې باید د «تروريزم، افراطيت، بنسټپالنې او …» تر نومونو لاندې مطرح او په ډېر شدت او قهر سره يې بايد مخه ونيسي.

ځکه د سوسياليستي نظام کمونيزم له ماتې وروسته د امريکا په مشرۍ غربي هېوادونو د کپيټلېستي نظام ډيموکراسۍ پر وړاندې يوازنی خطر اسلام وباله. له همدې امله يې له ۲۰۰۱م کال راهيسې د «تروريزم» پر وړاندې له اسلام او مسلمانانو سره سخته خونړۍ جګړه پيل کړې ده. که څه هم له يوې خوا د دغې جګړې په ترڅ کې افغانستان او عراق اشغال شول او يو شمېر نورې اسلامي خاورې د امريکا، روسيې او ناټو تر سختو وژونکو او وحشي بريدونو لاندې راغلې، مګر بيا هم اسلامي امت د خپلو برخليک ټاکونو قضيو لپاره د پخوا په پرتله لا ډېر بيداره شوی او د ريښتيني نهضت پر لور پياوړي ګامونه اخلي.

له همدې امله د ۲۰۱۵م کال د فبرورۍ په مياشت کې اوباما د «تروريزم» د تعريف په اړه د بياکتنې په موخه په واشنګټن کې نړيوال دری ورځنۍ کنفرانس جوړ کړ، چې ټولو اسلام دښمنه حکومتونو، نړيوالو موسسو او د اسلامي خاورو جبريه حکومتونو پکې ګډون درلود. د کنفرانس په پايله کې هغوی پرېکړه وکړه، چې له دې وروسته به ټول هغه فکري او سياسي خوځښتونه هم د «ترويزم» پر وړاندې د جګړې د بريدونو موخه ګرځوي چې د غرب ګټې تهديدوي. له هغې وروسته په وار-وار اوباما وويل چې هغوی داسې اسلام غواړي چې بل څوک تهديد نه کړي او د دوی ګټو ته زيان ونه رسوي، په داسې حال کې چې دا بشپړ له هغه اسلام سره توپير لري، کوم چې په محمد صلی الله عليه وسلم باندې نازل شوی دی.

له هغې وروسته يې د داعش کړنې بهانه وګرځولې او د نړۍ په ګوټ-ګوټ کې د اسلام د فکر او سياست په ځپلو باندې پيل وکړ. د کفارو او د هغوی د ګوډاګيانو دغه پاليسي د اسلامي خاورو په هره خاوره کې په ځانګړو اساليبو سره د تطبيق په حال کې ده. د اسلام پر وړاندې دغه وحشيانه صليبي جګړه د سايبري او برېښنايي بريدونو سبب هم شوه، چې په ترڅ کې يې د اسلامي احزابو، مسلمانو پاڅون کوونکو او مجاهدينو ويب پاڼې او فیسبوک پاڼې يوه پر بله پسې وتړل شوې.

په افغانستان کې د دغه جګړې اصلي تمرکز پر حزب التحرير باندې پيل شو، چې ورځ تر بلې نورو اسلامي ډلو ته هم د سرايت په حال کې دی. د جان کېري د دولت او د هغوی د تورو استخباراتي خونو له خوا د حزب التحرير کړنې د ګڼ شمېر پوسټرونو، بروشورونو او بوکليټونو د چاپ، وېش او نصب په واسطه غير اسلامي وبلل شوې. له هغې وروسته يې د آل سعود د کورنۍ د درباري ملا شيخ عبدالرحمن بن محمد سعيد دمشقي مزخرف کتاب «د حزب التحرير نقد» تر نامه لاندې وژباړه او ورپسې يې په لوی شمېر سره چاپ او په بوجيو-بوجيو يې په ښوونځيو او مدرسو کې توزيع کړ. له هغو وروسته د دوه سري حکومت دويم سر «اجرائي رييس» غږ وکړ چې حزب التحرير يوه تروريستي ډله ده او … له دې ټولو سره – سره يې د مدني ټولنې تر نامه لاندې يو شمېر مدني فعالان د اسلام او مسلمان د بدنامولو لپاره را پورته کړي او هره ورځ په غربي رنګ سره اسلام او د هغه مقدساتو ته سپکاوی کوي. دې ته ورته يو شمېر مرموزې څېړنيزې موسسې هم په دغه برخه کې په کار ګومارل شوې، ترڅو د هغوی استخباراتي ماموريت بشپړ کړي او همېشه په ټولنه کې د اسلامي دعوت پر وړاندې د افراطيت تر نامه لاندې حکومت او امنيتي ځواکونو ته خبرداري ورکوي.

تر دې اخوا يې د حکومت په اکثريت ادارو او بنسټونو کې د فرعي سرورونو له لارې د حزب التحرير ويبپاڼې بندې کړې دي. ځانګړي ليکوال او انټرنيټي ټيمونه يې جوړ کړي، ترڅو د انټرنټ په مټ اسلام او مسلمان ضد تبليغات وکړي. د جان کېري حکومت د بېلابېلو لارو چارو له لارې هڅه وکړه ترڅو د مسجدونو خطبې تر خپلې ولکې لاندې راولي او دا دی د وروستي ځل لپاره يې خپل درباري ملايان راټول کړل، ترڅو له غرب څخه د مسلمانانو د فکري، سياسي او نظامي آزادۍ هڅې افراطيت معرفي کړي او د اوسني نمرود يا فرعون اوباما دستور د هغوی د کاهنانو، استخباراتو او نظامي ځواکونو په توګه پر ځای کړي.

خو کومه وړتيا چې الله سبحانه وتعالی اسلام او اسلامي امت ته ورکړې، د هغې مخه دا ډول ناکامې هڅې نشي نيولی، تر يوه وخته به مسلمانان سخت ورباندې و آزمويل شي، مګر په پای کې اسلام او مسلمانان بريالي دي او هغوی به د نمرود او فرعون په څېر د ژوند په وروستيو سلګيو کې د حق د منلو غږ کوي، مګر هغه وخت به ګټه نه لري. په دې اړه همدا اوس فیض محمد عثماني په ډېر عاجزانه انداز کې اقرار کوي او وايي: «سره له دې چې موضوع د بېلابېلو سياسي، ټولنيزو، فرهنګي او ديني اړخونو د پام وړ ګرځېدلې، مګر عملاً نه يوازې د هغوی حجم نه دی کم شوی، بلکې په متنوع ډول يې زياتوالی کړی، چې خطر يې څو برابره شوی دی».

په پای د معاصرو کاهنانو په مشر فیض محمد عثماني باندې غږ کوم؛ چې آيا کومه ورځ دې خپل درباري ملايان د دې لپاره راټول کړي چې په بانکونو کې له الله سبحانه وتعالی سره د جګړې د پرانيستو جبهاتو «سودي معاملاتو» پر وړاندې مبارزه پيل کړي؟! يو ځل دې هڅه کړې چې له کفارو سره دوستي شرعاً څه حکم لري؟! آيا د افغانستان مسلمان او مجاهد ولس ته روا ده چې د کمونيزم له ماتې وروسته ډيموکراسي د خپل سياسي نظام په توګه ومني؟! آيا له امريکا او ناټو سره ستراتيژيک او امنيتي تړون څه حکم لري؟! يوه ورځ دې خپلو درباري ملايانو ته ويلي چې په رسنيو کې د روانې فحشا پر وړاندې له مساجدو او منبرونو څخه خپل غږ پورته کړئ؟! او …. نه هېڅکله دې هم داسې کومه هڅه نه ده کړې. ځکه ته په هغه مسير کې تګ کوې کوم چې معاصرو کاهنانو ته يې معاصر نمروديان او فرعونيان رسموي.

د پايلې په توګه: ته له هغې نه ډېر عاجز يې چې د مسجد او منبر هغه عزت او جلال وساتې کوم چې رباني علما وو ساتلی دی. ته غواړې د رسول الله صلی الله عليه وسلم مسجد او منبر د دعوت او جهاد پر ځای د کفري ډيموکراسۍ لپاره په لوډ سپېکر بدل کړې. خو همدا ستا تر واکمنۍ لاندې مساجدو کې داسې رباني علما شته چې يوه لحظه به د حق له غږ څخه غافل نشي او ستا هره هڅه به امت ته رسوا کړي. هغوی د رباني علماوو او چارواکو ترمنځ اړيکې د اسلام له ليدلوري څخه پېژني. هغوی هېڅکله ډيموکراسۍ ته نه تسليميږي. زه ډاډه يم چې ته به خپله دغه هڅه ګور ته وړې ولو که په موږ باندې خاوره د اصحاب الاخدود په څېر ګرمه کړې. ته د حق پر وړاندې ډېر عاجز يې! ته د نمرود او فرعون د کاهنانو رول ادا کوې! او ډېره ژر ده چې ته به دې هغوی په څېر د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې پاتې راځې.

سيف الله مستنير

د حزب التحرير ولايه افغانستان د مطبوعاتي دفتر رييس

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
م ص

ا[سُوۡرَةُ یُونس : 92] فَٱلْيَوْمَ نُنَجِّيكَ بِبَدَنِكَ لِتَكُونَ لِمَنْ خَلْفَكَ ءَايَةًۭ ۚ وَإِنَّ كَثِيرًۭا مِّنَ ٱلنَّاسِ عَنْ ءَايَٰتِنَا لَغَٰفِلُونَ اوس به نو موږ یوازي ستا جوسه (مړی) وژغورو، تر څو له تا څخه وروسته ځوځاتو لپاره د عبرت نښه وګرځي، كه څه هم چي زياتره انسانان زموږ له نښانو څخه غفلت كوي.” دوي بيچاره ګان غافل دي! [سُوۡرَةُ الجَاثیَة : 23] أَفَرَءَيْتَ مَنِ ٱتَّخَذَ إِلَٰهَهُۥ هَوَىٰهُ وَأَضَلَّهُ ٱللَّهُ عَلَىٰ عِلْمٍۢ وَخَتَمَ عَلَىٰ سَمْعِهِۦ وَقَلْبِهِۦ وَجَعَلَ عَلَىٰ بَصَرِهِۦ غِشَٰوَةًۭ فَمَن يَهْدِيهِ مِنۢ بَعْدِ ٱللَّهِ ۚ أَفَلَا تَذَكَّرُونَ نو ايا تا كله د هغه چا په حال باندي غور کړی دى چي… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x