نظــر

فکري محاصره

yyyyyارواپوهان پر دې باور دي چې که څوک پخپله ځانته په ټيټه سترګه وګوري، نو د نورو په وړاندې هم ډېر ټيټ، ښکاري، کېداى شي دغه خبره د دې اسلامي اصل تفسير وي، چې  (تل ښه ګمان کوئ!)؛ خو موږ ته له وړکتوبه دغه فکر راکړل شوى دى، چې نور تر موږ په هره برخه کې وړاندې دي، ځکه چې هغوى پرماده سپاره دي او نړۍ بې مادي مري. او دا چې هغوى دنړۍ پرمختللي خلک دي (په مادياتو کې)، نو موږ بايد  د هغوى پېښې وکړو، بې له دې چې هغه پېښې له خپلو ارزښتونو سره وتلو،

د (دېشو به دېشو) بنګالى ليکوال، چې پښتو ژباړه يې مرحوم ډاکټرزېورکړې ده، ليکي: کله چې امان الله خان له اروپايي سيره راستون شو، نو له هغوى راوړې ځينې مادې يې بيان کړي، دا چې: په هر دوکان کې بايد د کار مېز وي، چادري په ښار کې بنده ده او چادريواله ښځه بايد جريمه شي، دى د دې خبرو په اوږدو کې وايي، چې د ګردې کابينې په مخ کې يې د خپلې مېرمنې مخ لوڅ کړ، چې دغې خبرې شينوارو ته د کفر د ټاپي  توان ورکړ.

موږ تل د بل پېښې ښې بللې دي، ځکه چې هغوى زموږ د وړاندينۍ خبرې پر بنياد په مادياتوکې تر موږ وړاندې دي، په کورکې، دوکان کې، ښوونځي کې، کوڅه کې… د پرديو د توان او پرمختګ ستاينې کېږي، د همدې تبليغاتو او ډېرو ستاينو له اغېزه ، زما وړوکي وراره رانه وپوښتل: که نه هغلته چې د غره سر ته ورشم، اسمان ته خو ورختلى شم؟

ماپه خندا ورته وويل: هو، په اسانۍ ورختلى شي، نو چې ورشې څه به کوې؟

_ ولې؟ هلته څومره کافران دي، وبه يې ګورم.

                        هغه ته دغه ډله دومره زوروره ورپېژندل شوې وه،چې آن اسماني مخلوق يې ګاڼه، ښايي يوعلت به يې د الوتکو هم وه، خو ډېره برخه يې د شويو تبليغاتو وه، په علمي برخه کې هم موږ تل پرديو فکرونو ته کلمې ور اغوندو، په افغان ادبي بهير کې يوې ناستې ته د يوه پوهنتون استاد، داراوپوهنې د مشهورې موضوع (شعور او لاشعور) اړوند درس ورکاوه، زه يې د مېلمه پر څوکۍ کېنولى وم، ښه کلک ورته غوږ وم، استاد نږدې يونيم ساعت درس ورکړ او ډېرې مهمې مسلې پکې راپيداشوې، خو هغه ټول نظرونه د بل چا وړاندې کول، دانسان مانا؟ داستعداد مانا؟ د شعور او لاشعور اړوند؟ ټولوته يې له پرديو عينکو ځوابونه ويل، چې نږدې هريو يې له اسلامي فلسفي ليدلوري سره په ټکر کې وو، په مينځ کې يو څوک ولاړ شو او د (روسو) په حواله يې دا خبره وکړه، چې : هرڅوک نړۍ ته پاک راځي،… استاد منقادالرحمان رودوال په بېړه دغه حديث ورته ووايه ((کل مولود يولدعلى الفطره (اى على الاسلام) وانما ابواه يهودانه او ينصرانه او يمجسانه)) متفق عليه.  جالبه داده چې ډېر هغه څه مو د بل چا پر نامه زده کړي، چې زموږ خپل دي، خو له خپلو خبر نه يو. ماته چې کله په ناسته کې د خبرو نوبت راغى، ماويل: افسوس دادى چې نږدې په يونيم ساعت درس کې ديو مسلمان ارواپوه نوم وانه خېستل شو، لکه موږ چې څوک نه لرو.

 کېداى شي دغه خبره هم په ډېرو ښه نه وې لګېدلې، ځکه د ځينو په وړاندې اسلام يو شخصي ملکيت دى، يوه ورځ خو لايو مشهور خبريال او ليکوال په فيس بوک کې په خپل دېوال ليکلي و: د طالبانو ځينو پېښې چې ګورم، اسلام مې ترپام بدشي.

                        د دې ښاغلي په نظر اسلام د طالبانو ملکيت دى او بس!!!

يوه ورځ په يوه ناسته کې تصادفي ورپېښ شوم، ديو چا د کتاب مخ کتنه وه، څودقيقې وروسته مې وياند نوم واخېست، په يوه دوه قيقو کې مې د هغه کتاب يواځې څو بيتونه پيدا کړل، پرهغو همداسې وغږېدم، کله چې ناسته خلاصه شوه، څو استادانو ډېر وهڅولم، ملګري مې په لار راته ويل: پوهېږې چې خلکو ولې افرينى درکاوه؟

_ ولې؟

_ که دې د دريځ پر سر سل حديثونه هم پرياد ويلي واى، له هره بيته سره دې اوږده اسلامي فلسفه يو ځاى کړې واى، منې که هيچا هم شاباسى درکړى واى، نن چې دې د اپلاتون او جنيزم فلسفه و ډنګوله، ټولو افرينى درته وايه ، په داسې حال کې چې دغه ټولې خبرې له اسلامي ليدلوري هم شوې دي، خو دې خلکو ته اسلامي اړخ کليشه ښکاري.

                        ملګري مې تر ډېره بريده سم ويل،هغه بله ورځ استاد غضنفر په يوه ناسته کې وويل: ځينې خلک فکر توليدوي، ځينې يې اخلي او ځينې يې نه توليدوي او نه اخلي.

استاد په ډېر تاسف ويل، چې زموږ په پوهنتونو کې د نوي فکر څرک نه شته، خلک نوي فکرونه توليدوي خو زموږ لا تراوسه دهغوى نومونه نه دي زده، استاد دفرانسي دڅو پوهانو نومونه واخېستل او په ډېر تاسف يې ويل، چې موږ يې نه پېژنو.       

د توليد مانا،د (فرهنگ عميد) د لومړي ټوک په (٧٥٧) مخ کې داسې شوې ده: (چيزى را از چيزى ديگر به وجود آوردن)، نو هغه چا چې موږ ته يې استاد غضنفر د فکر د لو ستلو ويل، هغوى به خپل فکر له کومه کړى وي؟ ښکاره خبره ده چې دوه جرړې لري، يابه يې دخپلې مشاهدې په پايله کې يو فکر پيداکړى وي او يا به يې د مطالعې په پايله کې.  موږ د مسلمانانو پرحيث پردې باور لرو، چې د نړۍ خالق د خپل مخلوق لپاره هغه کتاب رالېږلى چې هيڅ نيمګړتيا نه لري، دغه کتاب د ژوند په هره برخه کې پوره مالومات راکوي، انسان چې هرڅومره وس وکړي، د انساني ژوند په ښه کولو کې هغه څه نه شي پيداکولاى چې له قرآنه دباندې وي، پر دې مانا چې په قرآن کې نه وي راغلي، اصلاً د انساني  ژوند د ښه کېدو، پرمختګ او خوښي کيلي همدا قرآن دى، نو ولې موږ يو څوک د بل چا فکر ته هڅوي، خو خپله لاره دپرديو د ډنډورو په ګرد کې ورکوو؟آيا هغه څه چې ماته د پرديو له خوا د نوي (ښه) فکر پرنامه راځي او ريښتياهم ما (ناليدلي ته) نوى ښکاري، هغه فکر به له قرآنه هم لوړ وي؟ هغه به له قرآنه د باندې وي؟ هغه به په قرآن کې نه وي؟؟ اوکه په قرآن کې وي، نو ولې موږ خپل قرآن ته له پرديو سترګيو وګورو؟؟ ولې خپل ځوان قرآن ته ونه وهڅوو ؟ اوکه موپخپله نه وي ويلى، نو راځـئ همدغه نوى فکر له قرآن سره وګورو!  که دقرآني ا صولو موافق وو، ټولنې ته به يې ماخذ قرآن ورکړو او که مخالف وو، د اختلاف دليل به يې له قرآنه ورته ووايو.

ځينې کارپوهان چې کله د انساني فکر محصول قانون په مرسته په نړۍ کې شته ستونزې حل کول غواړي، سړي ته خندا ورولي، آيا د دې نړۍ پرهوسايي به همدغه انسان چې لاځان په پوره مانا نه پېژني، ښه پوهېږي او که دهمدې نړۍ خالق؟؟ هغه څوک چې اصلاً د دې ستونزو حل د انساني بې اساسه قوانينو پرمرسته غواړي، هغوى فکر کوي، چې تر خداى ښه پوهېږي؟ دغه څومره دخندا خبره ده، په انساني فکر دې ستونزو ته د حل لارې لټول به دا مانا لري، چې دغه نړۍ خالق او رب نه لري(نعوذباالله)

إِنَّا أَنزَلْنَا التَّوْرَاةَ فِيهَا هُدًى وَنُورٌ يَحْكُمُ بِهَا النَّبِيُّونَ الَّذِينَ أَسْلَمُواْ لِلَّذِينَ هَادُواْ وَالرَّبَّانِيُّونَ وَالأَحْبَارُ بِمَا اسْتُحْفِظُواْ مِن كِتَابِ اللّهِ وَكَانُواْ عَلَيْهِ شُهَدَاء فَلاَ تَخْشَوُاْ النَّاسَ وَاخْشَوْنِ وَلاَ تَشْتَرُواْ بِآيَاتِي ثَمَنًا قَلِيلًا وَمَن لَّمْ يَحْكُم بِمَا أَنزَلَ اللّهُ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الْكَافِرُونَ المائده (٤٤)

زموږ د ژوندهر اړخ له بل چا متاثره دى، موږ ته اوس معنويات کومه مانا نه لري، ځکه خو دبل چا مادي پرمختګ د ځان لپاره نمونه بولو او غواړو دهغوى په لاره لاړشو او بريا ته ځان ورسو، خودا مو هېر کړي، چې اصلاً دستونزې، دبريا، زما او ستا،دنړۍ او د ټول عالم پيداکوونکي څه راته ويلي؟؟

زموږ پر ارزښتونو هماغه خلک چې ځينو ته نوي مفکرين ښکاري هم د هوکړې سر راسره خوځوي:

 (نړۍ په اوسني عصر کې د (محمد صلى الله عليه وسلم) په څېر يوه سړي ته سخته اړه لري، چې موجوده ستونزې ديوې پيالې قهوې په څښلوڅښلو کې ورته حل کړي) برناردشاو.

١٣٩٢١

ححح١

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x