نظــر

خدای خبر چی څنګه به سي؟

حاجي غلام محمد معصومي –

د تیر ۱۳ کاله د موجوده نظام په وړاندی رنګارنګ پلانونه د ګاونډیانو او نړیوالو لخوا جوړ سوی او په دی خوار ولس یی بیا ښه عملي کړي دي، چي یوه بیلګه یی د سولی خبری دی دا خبری چی پخوانی ولسمشر حامد کرزی یی پوره ۲۰ واری ګاونډی هیواد پاکستان ته دسولی کولو لپاره مجبور کړی، خو په اخر کی بیا هم نه سوله راغله او نه هم د افغان ولس مشکل حل سو.

هر کال نوی پروګرامونه دی بیچاره ولس ته نیول کیږی ګرانو لوستونکو که ستاسی په یاد وی د افغانستان په جنوب کی هره ورځ غم، مرګ، ویر، ژړا، چاودني یتیمان، معلولین، دبهرنیانو لخوا د مشکوک په نامه د افغان بچی نیول او بیا یې تر بګرام، کندهاراو تور زندانه رسول او په کلونو کلونو بندی خانی هغه څه وې، چي دې بیچاره ولس وزغمل او اوس چی بیا د خارجیانو د وتلو او د سیمی نوی پلانونو بیا دا پیچاره ولس ور سره لاس او ګریوان دی.

ښکاره خبره خو دا ده، چی اوس جنګ د هیواد د جنوب په شمول شمالی ولایتونو ته هم غزیدلی دی، نه یوازی چی هلته هم خوار افغان ته بیلا بیل مشکلات پیدا کړی دی تر څنګ یی د نوی پروژی شروع کیدل دی چی افغانان یی د نامه سره لا ښه نه دی اشنا سوی هغه د (دا عش) نوم دی که ستاسی په یاد وی د امریکا ولسمشر بارک اوبا ما وویل چی د تروریزم سره جکړه به په اسیا یی مملکتونو کی تر ډیره روانه وی دا جګړه د القاعدې، بکوحرام، داعش اونورو نومونو لاندی لا روانه وي. جنرال پیټريس یو څو ورځي وړاندي د امریکا مشرانو جرګي ته په خپلو خبرو کی وویل چی په افغانستان کی به تر ډیره جنګ روان اودې خونړۍ جګړې ته باید ځانګړې بودجه بیله سي.

نو ښکاره خبره دا ده چی دلته دجنګ لپاره ډیري پلمې پاته دي سوله د هر انسان حق دی خو اوس چی د نړیوالو د کومکونو له کمیدو سره یو زیات شمیر خلګ وزګار سوی اوله بلی خوا دولت هم تاجرانو ته اساني نه سی برابرولای او تاجران هم خپله سر مایه له وطن څخه باسی.

پر دی وطن دی الله ورحمیږی خو ښکاره خبر ه داده چی جنګ بی کاری بیسوادی، اداری فساد او مخدره توکو کر کیله د دی وطن او حکومت ته لوی ګواښ دی.
تاسی فکر وکړی د د ملی د فاع وزارت وایی په ۵ ولایتونو کی ۱۰۰ نفره وسله وال وژل سوی او تر ۶۰ زیات ټپیان دی، خو د بلی خوا بیا پولیس یوازی د هلمند د نهری سراج په سیمه کی د ۵۰وسله والو د وژلو خبره کوی تا سی فکر وکړی چی دا څوک مری؟ ولی مری او تر کله به د وژولو دا لړۍ روانه وي.

که تاریخ ته وکتل سي د جنګ پای سوله ده، نو که چیري دا سوله اوس دولت راولی له یوی خوا به یی خلګ ژوندی پاته سی له بلی خوا به نظام پایښت وکړي او په حقیقت کی به دا خوار ولس او وطن د ترقی او د پر مخ تک په لور ی روان سی.

د یوی دایمي او بین الافغانی سولی په هیله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x