د سعودي ۶۱ سلنه پېغلې بن مني

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۸مه، ۱۳۹۴ ل): د سعودي د ښځو یوه پوهنتون ۶۱ سلنه ښځینه محصلینو د متأهل سړي «چې یو واده ولري» سره واده ته تیارې دي.

هافینګټن پوسټ عربي د راپور له مخې «نورة السعودیه» پوهنتون کې د «د متأهل سړي سره واده خوښوې؟» تر عنوان لاندې له ښځېنه محصلینو ټولپوښتنه وشوه چې له منځه يې ۶۱ سلنه مېرمنو د «هو»، ۳۰ سلنه د «نه» او ۹ سلنو مېرمنو «تر دې دمه رایه نه لري» ځواب ورکړ.

د امام محمد بن سعود اسلامي پوهنتون استاد او کره کتونکي ناصر الخنین په دغه سروې باندې د تبصرې پر مهال ویلي چې د مېرمنو تعدد «له یوې زیاتې ښځې کول» د شریعت اصل دی او په یوې ښځې باندې اکتفا کول د دغه اصل یوه څانګه یا فرعه ده.

د خنین له قوله «که عالمان، پوهان، محصلین، قاضیان او چارواکي په یوې یوې ښځې اکتفا وکړي نو ټولنه او هم هغه ښځې چې کوښښ کوي د دوی له واک، علم او شهرت څخه ګټه واخلي، له خیره محروم شي».

ښاغلي خنین په باور د ښځو د تعدد «له یوې زیاتې ښځې کول» لپاره په شریعت کې اصول و شروط موجود دي او په دې اړه په هر نارینه د شریعت پنځه حکمونه تطبیقیږي. هغه وویل چې په ځینو حالاتو کې واده مباح «چې کول او نه کول یې سره برابر وي» دی او د اصل دی او په یو شمېر خلکو باندې دا تطبیقیږي، ځینو نارینه و باندې بیا تعدد مستحب «چې کولو کې یې ثواب او نه کولو یې ګناه نه وي» دی او دا په هغه نارینه و تطبیقیږی چې اقتصادي حالت يې ښه او د مېرمنو تر منځ عدل کولای شي.

تعدد د مېرمنو واجب دی

د ښاغلي خنین له قوله درېیم حکم د شریعت واجب دی او دا د هغو نارینه‌و په اړه دی چې دوهم واده وس لري او په یوې مېرمنې اکتفا کول یې په حرامو «زنا» کې واقع کوي. خنین وايي په دغه حالت کې دغه نارینه باندې د ډیرو ښځو کول واجب دي خو په دې شرط چې د ښځو تر منځ به په ناسته پاسته، شپې ویده کېدو او نورو شرعي چارو کې عدل کوي.

تعدد د ښځو مکروه و حرام دی

د ښاغلي خنین له قوله که چېرې سړی له خپلې لومړۍ مېرمنې سره سم چال چلند نه کوي او که دوهمه مېرمنه وکړي نو داسې کارونه به ترې ترسره شي چې شرعا پرې ګناهګاریږی، نو په دې حالت کې دوهم واده شرعا مکروه دی.

وروستی حکم حرام دی چې له مخې یو سړي ته دوهم واده کول هېڅ جواز نه لري او دا په هغه حالت کې چې سړی له لومړۍ مېرمنې سره بدسلوک کوي، کنځاوې ورته کوي، ډبوي يې او یا د ښځې جنسي شهوت نشي پوره کولای نو په داسې حالت کې دغه سړي ته دوهم واده کول حرام دي.

خنین د وینا پر اساس دغه پنځه حکمونه د هر انسان شخصي حالت ته په کتلو په ټولو نارینه‌و تطبیقیږي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د