افغانستان

طالبان :د ګوانتانامو د بندیانو غږ دې واوریدل شي

Taliban logo pic 941581923دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وایي له تیرو څلویښتو ورځو راهیسې د ګوانتانامو په زندان کې د بندیانو لخوا اعتصاب روان دی خو  نه یوازې یې امریکایانو په پای ته رسولو کې کوم ګام نه ده اخیستی بلکې رسنیو هم ورباندې خولې چوپې نیولي دي ، نوموړي ددې موضوع په اړه دطالبانو په استازیتوب مطبوعاتو ته په پښتو او انګلیسي ژبو یوه اعلامیې خپره کړې ، چې یوه کاپي یې نن ټکی اسیا ته هم رسیدلي ده ، د رارسیدلې اعلامیې متن په لاندې ډول دی .

دګوانتنامو په بدنام زندان کې دمظلومو بنديانواعتصاب څلويښتو ورځوته وغزيد

 داڅلويښت ورځې کيږي چې دګوانتنامو په بدنام زندان کې دمظلومو بنديانواعتصاب لاهم روان ده ، د ا اعتصاب په زندان کې دامريکايي مسئولينو له لورې دقرآنکریم  دتوهین او له زندانیانو سره د ناوړه چلند له امله  پيل شوی وو ، تراوسه نه دبنديانو غوښتنې منل شوي او نه  هم رسنيو او بشري ټولنو دبنديانو په حال ځان خبر کړی ده ، په زندان کې دبنديانو په وړاندې لا هم وحشيانه او ناوړه چلند ادامه لري ، اسلامی امارت له ټولو بشري سازمانونو او رسنيو نه  په تاکيدسره غوښتنه کوي چې  ددغو مظلومو بندیانو غږ دخپل مسئوليت له مخې تر نړیوالو پورې  ورسوي  ، دبنديانو په وړاندې ناوړه چلند يو بشری ضد جنایت ده چې په هيڅ وجه باید پرې سترګې پټې نشي او نه هم بايد په دې اړه دجنایت کارانو سره  دپيښې په پټ ساتلو کې مرسته وشي .
دافغانستان اسلامی امارت
Strike of destitute inmates in Guantanamo prison reaches forty days
 
It has now been forty days since inmates in the notorious Guantanamo prison commenced their strikes. The strikes started in protest of desecration of the Holy Quran and abuse of prisoners by the American wardens. The demands of the inmates have not been yet been answered and neither has the media or the humanitarian organizations inquired about their plight despite the continuation of barbaric and inhumane treatment of the prisoners.  The Islamic Emirate strongly urges all human right organizations and media outlets spread awareness about the plight of the destitute inmates in accordance with their due obligation. Inhumane treatment of prisoners is crime against humanity which should never be overlooked and neither should its perpetrators be helped in its cover up.
 
The Islamic Emirate of Afghanistan
12/05/1434
06/01/1392         24/03/2013

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x