افغانستان

د سولې په کانفرانس کې یو ځل بیا طالبانو ته ګواښ وشو

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۸مه، ۱۳۹۴ ل): د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر صلاح الدین رباني نن د سولې په تړاو جوړ کنفرانس کې یو ځل بیا طالبانو ته ګواښ کړی او ویلي یې دي چې هغه طالبان به ځپل کیږي چې د سولې خبرو ته امادګي نه ښيي.

صلاح الدین رباني نن په کابل کې څلور اړخیزې ناستې ته د وینا پر مهال وویل: «څلور اړخیزه ډله به د هغو وسلوالو په خلاف جدي غبرګون وښيي څوک چې د سولې په پروسه کې شاملېدل نه غواړي».

نن په کابل کې د افغانستان، پاکستان، امریکا او چین استازو د طالبانو سره د خبرو د پیل کولو پر میکانیزم دوهمه څلوراړخیزه غونډه وکړه، تر دې وړاندې دغو هیوادونو په اسلام اباد کې هم لومړۍ غونډه کړې وه. د لومړۍ غونډي وروسته هم د بهرنیو چارو وازرت سیاسي معین حکمت خلیل کرزی چې د غونډې ګډونوال هم و، له اسلام اباد څخه هیواد ته د راستنېدو پر مهال طالبانو ته ورته ګواښ کړی و.

نوموړي ویلي و چې د سولې خبرو سره به جوخته جګړه هم روانه وي. حکمت کرزي وویل چې د هغو طالبانو سره به خبرې کوي چې د افغانستان حکومت سره د سولي د خبرو لپاره کښيني، او په خبره یې، هغه طالبان چې د سولي لپاره زړه نه ښه کوي، د هغوی پر خلاف به څلور واړه هیوادونه ګډ عملیات کوي.

د کتونکو په نظر افغان حکومت د سولي په خبرو کې رښتونی نه دی، بلکې غواړي چې په دغه پلمه پاکستان د طالبانو پر خلاف جګړې ته اماده کړي او کومه جګړه چې اوس عملا په افغانستان کې د طالبانو او حکومت تر منځ روانه ده، په پاکستان کې هم پیل شي.

د کتونکو په باور د افغانستان حکومت له طالبانو سره د سولي لپاره هغه شرطونه ږدي، چې طالبانو تل په خپلو رسمي څرګندونو کې د هغو له منلو ډډه کړې، چې په پایله کې یې د جګړې دوام یقیني کیږي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني څو ورځي وړاندي ویلي و چې له هغو طالبانو سره د سولي د خبرو لپاره چمتووالی ښيي چې د افغانستان اوسني اساسي قانون ته غاړه ږدي، اوسنی نظام مني او وسلې پر ځمکه ږدي، چې د کتونکو په نظر دغه ډول شرطونه د طالبانو د تسلیمۍ مانا لري، چې کله به یې هم طالبان منلو ته تیار نه شي.

باید وویل شي چې په اسلام اباد کې د څلوراړخیزې لومړۍ غونډي پر مهال د پاکستان د لومړي وزیر امنیتي سلاکار سرتاج عزیز په خپله وینا کې ویلي و چې د سولې خبرو د پیل تر مخه باید هیڅ شرطونه کښې نه ښودل شي، او نه هم باید د طالبانو پر خلاف ګواښونه وشي.

نوموړي همداراز ویلي و چې د پوځي غبرګون خبره باید هلته مطرح شي، کله چې د خبرو اترو ټولي لاري وتړل شي او زیاته کړې یې وه چې باید نړیواله ټولنه طالبانو ته د مکافات په ورکولو سره هغوی د سولي خبرو ته وهڅوي.

نوموړي همداراز ویلي و چې دوی پر طالبانو هومره کنټرول نه لري څومره چې د افغانستان حکومت له خوا تبلیغیږي. نوموړي د یو پاکستانۍ خبري اژانس سره په مرکه کې ویلي و چې طالبانو په ښه وختونو کې هم زمونږ خبره نه ده منلې.

د سولې کنفرانس له تالار څخه طالبانو ته د افغان چارواکو پرلپسې جګړییز ګواښونه هغه شکوک لا پیاوړي کوي چې افغان حکومت د سولې په خبرو کې رښتونی نه دی او د سولې له نامه څخه په استفادې ولس ته فریب ورکوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Gul

سوله كه ملت غولول : په پشتو كى يو متل ده چى واى : حًوك يي په كلى كى نه پرژدى دى واى اسپ مى دملك په اخور وتره .دافغانستان حكومت اوجمهور يس دى ته ورته موقف نيول دى . په جلال اباد كى په يوى غونده كى غنى صاحب اعلان وكر چى موژ دسولى لپاره چاته زارى نه كوو. طالبان دى خپله سلاح او توپكونه په حًمكه كيژدى ، اساسى قانون دقبول او حكومت دومنى . ريس صاحب جمهورطالبان چى افغانان دى اودتاسوپه انتخاباتو كى ستاسو پلويانو ته اجازه وركره چى زى خپل وتونه وركرى ( او عبدالله عبدالله… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x