نظــر

منځني ختیځ ته داوباما سفر

   

د امریکا د متحده ایالاتو ولسمشر باراک اوباما د خپلې دویمې دورې د سفرونو په لړ کې منځني ختیځ ته یو څلور ورځني سفر درلود. په دې سفر کې هغه اسرائیلو، فلسطین او اردن کې تم شو.

    د اوباما لومړی ځل دی، چې دی د ولسمشر په توګه اسرائیلو ته سفر کوي او هلته د اسرائیلي مشرانو سره ګوري. ددې نه مخکې اسرائیلي مشرانو د اوباما سره، څو ځل په مخکنۍ او اوسنی دوره کې په امریکا کې د اوباما او نورو امریکایي مشرانو سره لیدلي کتلي دي.

    ددې سفر په ترڅ کې څو مهم کارونه وشول. داسې کارونه چې نړیوال ارزښت یې درلود او مسلمانانو هم ډیر څه ددې سفر په اوږدو کې ولیدل او باید چې زده کړه ترې وکړي.

    نړۍ او په تیره مسلمانانو ته څرګنده شوه، چې امریکا د نړۍ د تر ټولو ستر ترورستي هیواد او د ترورستانو لوی ملاتړ کوونکی دی. اسرائیل نن ڼړۍ ته یو لوی ګواښ دی، د اسرائیلو منځته راتګ او نن یې هلته موجودیت د نړۍ او منځني ختیځ امنیت خراب کړی دی. د هر ترورستي عمل تر شا تل ددې هیواد لاس وي. مګر امریکا یې تل ملاتړ کړی دی، ددې د سرطان دانې په منځته راتګ کې امریکا په هغه وخت کې ستر رول لوبولی وه او نن یې هم کلک ملاتړ کوونکی دی. اوباما د خپل سفر په اوږدو کې څو ځل په مختلفو الفاظو سره د یهودو ملاتړ بیان کړ، امریکا یې د یهودو کلک ملګری او دوست هیواد معرفي کړ او ویې ویل، چې امریکایې ترورستي هیواد به د تل په څېر ددې ترورستي هیواد ملاتړ کوي.

    اوباما د خپل سفر په اوږدو کې د نوي صهیونیزم د بنسټ ایښودونکي تیودور هرزل د قبر زیارت ته هم ورغی، ورسره د اسراییلي لومړي وزیر بن ګورین او د ۱۹۹۵ ز کال لومړي وزیر چې د یو یهودي لخوا وژل شوی وه د هغوی زیارتونه هم وکړل او ویې ښوده، چې امریکا د صهیونیزم کلکه ملاتړې ده.

    اوباما دا هم وښوده، چې په هر ریښتیا او دروغ کې به امریکا د یهودي دولت څخه ملاتړ کوي، ددې لوی دلیل د اسرائیلو لخوا د هولوکاسټ جوړه شوې ډرامه ده، چې اوباما یې په خپلو خبرو کې یادونه وکړه او هغوی یې معصوم؟؟؟ معرفي کړل.

    دویمه مهمه خبر، د ترکیي او اسرائیلو جوړه وه. ترکیي او اسرائیلو یو د بل سره د تیرو دریو کلو راهیسې ټولې دیپلوماتیکي اړیکي شلولې وې. وجه یې دا وه، چې اسرائیلو د ترکيي په یوه بیړۍ، چې فلسطین ته په لاره وه او هلته یې مرستې لیږدولې، په بحر کې وویشته او نهه واړه عمله یې ووژل. د همغه راهیسې ترکيي د اسرائیلو سفیر د خپل هیواد څخه وویسته او خپل سفیر یې انقرې ته ور وغوښت. ترکیي د اسرائیلو دا عمل وغنده او د اسرائیلو څخه یې وغوښتل، چې باید قوي بښنه وغواړي.

    اسرائیلو بښنه نه غوښته او د دریو کلو پورې دیپلوماتیکې اړیکې د دواړو هیوادو شلیدلې وې. کیدای شي اوباما د خپل سفر په ترڅ کې اسرائیلو ته مشوره ورکړي وي، چې ددې ستر اقتصادي او سیاسي ځواک او واک درلودونکي هیواد سره باید اړیکې بیا نوې کړي. همغه وه، چې اوباما لا خپل سفر پای ته نه وه رسولی او په اردن کې وه، چې اسرائیلي لومړي وزیر نیتن یاهو ترکي لومړي وزیر ته ټیلیفون وکړ، شل دقیقي خبرې یې ورسره وکړې او د ټول ترکي ملت نه یې ژوره بښنه وغوښته او هم یې د وژل شوې عملې کورنیو ته د تاوان پریکولو ژمنه وکړه. خپل سر یې ټیټ کړ او ویې ومنله، چې ترکیه هم یو ځواک دی.

    هغه یهود، چې د عثماني امپراتورۍ په له منځه وړلو کې یې ستر لاس درلود او له منځه یې وړې وه او هغه یهود چې د تیرو ۶۵ کلو په دوران کې یې کوم مسلمان ته سر نه وه، ټیټ کړی ترکي مسلمانانو ته یې سر ټیټ کړ او د خپل ناوړه عمل په ترسره کولو یې بښنه وغوښته.

    د ترکیي او اسرائیلو ددې لانجې او پایلو نه باید چې مسلمانان په تیره عربي نړۍ ډیر څه زده کړي.

  

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x