افغانستان

روزګان کې پولیسو خپل ۹ ملګري وژلي او وسلي یې له ځانه سره وړي دي

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۸مه، ۱۳۹۴ ل): د روزګان ولایت په دهراود ولسوالۍ کې درو تنو پولیسو د خپلي پوستې ۹ تنه پولیس ملګري وژلي او ټولي وسلي یې له ځانه سره وړي دي.

د روزګان ولایت د امنیت امر رحیم الله خان رسنیو ته وویل چې پېښه د دوشنبې په شپه د هراود ولسوالۍ په سنګر نومي پوسته کې رامنځته شوي، نوموړۍ وایې د پېښي په اړه مو پلټني پيل کړي دي.

طالبانو د برید مسؤلیت منلی، د طالبانو ویاند قاري یوسف احمدي پر ټویټر پاڼه لیکلي چې تېره شپه ددوی ملګرو په دهراود ولسوالۍ کې د قومندان شامي پر پوسته برید کړی.

احمدي وایې په برید کې ۱۰ تنه پولیس وژل شوي او درې تنه نور ژوندي نیول شوي دي.

نوموړي په پوسته کې د خپلو نفوذي کسانو د شتون په اړه څه نه دي ویلي.

د دهراود پېښه پر داسي مهال رامنځته کیږي چې تېره شپه د هلمند ولایت د مرکز په باباجي سیمه کې هم یو تن نفوذي پولیس د خپلي پوستې قومندان (نعمت الله) او څلور نور ملګري ووژل او وسلي یې طالبانو ته یووړي.

همدارنګه دوه ورځي وړاندي د کندهار ولایت په خاکریز ولسوالۍ کې په ورته پېښه کې څلور تنه پولیس د خپلو ملګرو له لوري ووژل شول او وسلي یې له ځانه سره نامعلوم ځای ته ولیږدولي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x