افغانستان

کندهار: د پوليسو د بد چلند له امله د دريو ولسواليو خلکو لاريون وکړ

نن ټکی اسیا (دوشنبه، مرغومي ۲۸مه، ۱۳۹۴ ل): د کندهار ولايت د شاوليکوټ، غورک او خاکريز ولسواليو سلګونو اوسېدونکو د پوليسو د بد چلند له امله لاريون وکړ او ولسي خلکو سره يې د پوليسو ناوړه چلند وغانده.

لاريون کوونکي چې د کندهار د ولايت مقام مخې ته راټول شوي وو، ويل يې چې په پوستو کې يې پوليس له ښار څخه وړونکي سامانونه تالاشي کوي او څه يې چې خوښ شي ترې اخلي يې.

هغوی ويل چې ددې سربېره پوليسو خلکو ته له تېرو دريو مياشتو راهيسې ددې اجازه هم نه ورکوله چې د کندهار له ښار څخه دغو ولسواليو ته د کروندو له پاره کيماوي سره، درمل، د موټرسايکلونو او ماشينونو پرزې، او نور د اړتيا وړ توکي له دغې لارې خپلو سيمو ته وليږدوي.

اعتراض کوونکو د کندهار له چارواکو څخه غوښتنه کوله چې د دغه ولايت امنيه قومندان دې له دندې لرې کړي ځکه چې، د ولس خلک د پوليسو له ځورونې، چور او تالان څخه تر پوزې راغلي دي او درانه مالي زيانونه يې زغملي دي.

د کندهار خلک په داسې حال کې د اعتراض په توګه غږ پورته کوي چې د کندهار په ګډون د هېواد په نورو ولايتونو کې هم په پراخه کچه د پوليسو له لوري خلک ځورول کيږي، په يوه او بله پلمه ترې پیسې اخيستل کيږي.

د لاريون کوونکو له ډلې څخه يې يو تن د نن ټکي اسیا سيمه ييز خبريال ته د نوم نه ښودلو په شرط ويلي چې د کندهار د نورو ډېرو سيمو خلک هم د پوليسو له لوري ځورول کيږي خو هغوی ځکه خپل غږ نه پورته کوي چې، لوړ پوړي چارواکي يې غږ نه اوري او سيمه ييز پوليس يې ددغه شکايت له امله نور هم ځوروي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک وويل چې د کندهار والي د لاريوون کوونکو له استازو سره ليدلي دي او هغوی ته يې ډاډ ورکړی چې ددغو شکايتونو په اړه به څېړنې وکړي.

بايد وويل شي چې د پوليسو په ليکو کې فساد او رشوت هغه ستونزې دي چې تر ډېره يې زور ولس ته رسيږي چې له امله يې خلک د پوليسو پر وړاندې د اعتراض غږ پورته کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x