fbpx

ګډ حکومت او طالبان؛ سوله او جګړه

نن ټکی اسیا (سه شنبه، مرغومي ۲۹مه، ۱۳۹۴ ل): کله چې د ۲۰۱۴م کال په سپټمبر کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر، جان کېري په منځګړیتوب د ولسمشریزو ټاکنو د دوو مخکښو نوماندو، محمد اشرف غني او عبدالله الله ترمنځ ګډ حکومت رامنځته شو، د سولې په تړاو هڅې په نوې بڼه او څېره راڅرګندې شوې. د ولسمشر اشرف غني په باور، پاکستان د افغانستان پر ضد «نااعلان شوې» جګړه پیل کړې او د سولې لومړنۍ هڅه یې له پاکستان سره وکړه. اشرف غني فکر وکړ، چې پاکستان کولی شي د افغانستان جګړه کنټرول کړي.

پاکستان د سولې په تړاو ځینې ګامونه پورته کړل. ځینې پخواني طالبان یې د چین اورمچي ته یوړل او د هغه وخت د سولې شورا د دارالانشا له مشر، معصوم ستانکزي سره یې خبرې وکړې. ویل کېږي، طالبانو چین ته خبر ورکړ، چې دغه ډول ناستې ګټه نه کوي. چین هم د ورته ناستو له کوربه توبه تېر شو. پاکستان په مري کې هم ورته یوه ناسته راوغوښته. د مري د دویمې ناستې وخت و، چې د طالبانو د پخواني مشر، ملا محمد عمر د وفات خبر خپور شو. د طالبانو د بنسټګر د مشر د وفات خبر له خپرېدو سره خبرې په ټپه ودرېدې.

طالبان او نوې مشري

طالبانو د ملا محمد عمر د وفات خبر له خپرېدو ژر وروسته، د ملا محمد عمر مرستیال، ملا اختر محمد منصور د نوي مشر په توګه وټاکه.

د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ هم د سولې او جګړې په تړاو د طالبانو په چال چلن کې ځانګړی توپیر رانغی. طالبانو په نوې مشرۍ کې وکولی شول چې د کندوز ستراتيژيک ولایت تر خپلې ولکې لاندې راولي او په سویلي هلمند کې جګړه د لښکرګاه تر څو کیلو مترۍ پورې ورسوله. د څارونکو په باور، طالبانو وکولی شول، چې د منصور په مشرۍ کې جګړه لا پراخه کړي.

په سیاسي ډګر کې د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ ځینې داسې راپورونه خپاره شول، چې د طالبانو ځینو استازو د روسیې له استازو سره کتلي. که څه هم دغه راپورونه د طالبانو رسمي سرچینو په رسمي ډول تایید نه کړل، خو د طالبانو دغه ګامونه د چارو د شنونکو په باور د دوی سیاسي بریا وګڼل شوه.

په پوځي برخه کې سږ کال د تېرو کلونو پر خلاف طالبانو وکولی شول چې جګړه د ژمي د سړو له راتګ سره سره لا توده کړي. سږ کال د ژمي له راتګ سره سره په هلمند او ځینو نورو ولایتونو کې پراخې جګړې روانې وې.

د خبرو نوې لړۍ

کله چې د ملا محمد عمر د مړینې خبر له خپرېدو سره په مري کې د خبرو لړۍ پرې شوه، طالبانو په اوړي کې د جګړې لمن تر پخوا لا پراخه او توده کړه. په لومړي ځل طالبانو د «اسلامي امارت» له سقوط وروسته د یوه ولایت مرکز تر خپلې ولکې لاندې راووست.

د ژمي له راتلو سره ګډ حکومت یو ځل بیا د پاکستان له لارې هڅې ګړندۍ کړې چې له طالبانو سره د سولې عملي بهیر پیل کړي. د مرغومي په یوویشتمه اسلام اباد کې او په اته ویشتمه په کابل کې څلور اړخیزې ناستې وشوې. په دغو ناستو کې د طالبانو استازو حضور نه درلود.

د اسلام اباد له ناستې وروسته، د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، حکمت خلیل کرزي وویل، هغه طالبان چې د سولې بهیر سره نه ګډېږي، وبه ځپل شي. د کرزي څرګندونې د شنونکو له انده ګواښنده وګڼل شوې. د اسلام اباد له ناستې وروسته، تېره دوشنبه کابل کې ورته څلور اړخیز ناسته ترسره شوه چې ویل کېدل موخه یې د سولې تګلاره وه.

که څه هم طالبانو د دغو ناستو په تړاو رسمي دریځ نه دی نیولی، خو طالبانو پخوا څرګنده کړې وه چې د خبرو باوري ادرس یې په قطر کې سیاسي دفتر دی. د پاکستان ایکسپریس ټربیون ورځپاڼې په یوه راپور کې وویل، چې ځینو طالبانو ورسره په خبرو کې د سولې په تړاو څلور اړخیزو ناستو کې ګډون رد کړی و.

تمه ده بله څلور اړخیزه ناسته د فبرورۍ په شپږمه په اسلام اباد کې ترسره شي. تر اوسه د راتلونکې ناستې د اجنډا په باب رسنیو ته څه نه دي راوتلي.

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د