شعـــــرونه

غزل

باران وهـــلې مـــرغـــئ نه نــيـسـم دا کار نه کوم
داسي هم نه دى چي ښکاري نه يم او ښکار نه کوم

دخداى کــــرم دى وي بـــيـتــونه يــې پــخــپـله پوره
غزل چي لـــيــکــم سيــلا بــوته يې شمار نه کوم

کله چي و و ينـم نا څـــــا په د لــستـــوڼي مـــاران
ژر يې ترپښو لاند ي کــــومــه پري ګذار نه کوم

يوسر او مال نه سپمـــو مـه لــه جــا نا نـه څــخــه
بل په دوستئ کي وران کارونه داغـيـار نه کوم

مقصد مي خاص دخداى رضاده حماسه خوښوم
پخپل غزل کي دشيطان په خو له رفتار نه کوم

که دي خوښيږم او کـــــــه نه الهامه ! حق نه پريږ دم
سپين مي ايمان دى سپين ويل کړم بل سينګارنه کوم

2013/03//23

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x