fbpx

ولې مو ژوند بې مزې او ورځنۍ چارې ګډې وډې دی؟

ژپاړن: حمدالله حلميار

یو شیخ خپله کیسه کوي؛ وایي د ژوند ټول کارونه مې ګډوډ وو، له یوه کال راهیسې مې په ژوند کې بې شمیره تغیرات راغلي وو، د مور او پلار خدمت، د بچیانو تربیې او دهغوی زده کړو ته پاملرنه، د خپلوانو او ناروغانو پوښتنه، له یارانو سره راشه درشه، د کورنۍ له غړو سره خواله او داسي نورو چارو ته مې وخت نشو موندلای، همیشه به مې وخت کم وو، د وظیفې به راباندې ناوخته وو، په کار کې به خوب راتلو او دشپې به تر ډیره ویښ وم…

یوه ورځ مې د انټرنیټ پیکیج (بنډل) ختم شو، شرکت ته ورغلم د پیکیج د بیا فعالولو لپاره یې زما پیژندپاڼه وغوښته، او پیژندپاڼه مې هم تر وخت تېره وه تجدید یې غوښت، کرار بیرته کورته راغلم،

په کور کې مې د مور سره یو څه مجلس وکړ، بچیانو ته مې مینه ورکړه ، نن مې کور دپخوا په څیر ښکلی تر سترګو شو، تر ډیره پورې مې خپل دې ګډوډ ورځني ژوند ته سوچ یووړم.

ښه شیبه پس مې ذهن ته راغلل چي له کومې ورځې چې مي د انټرنټ نشه پر دماغ پرېوتې ده نو د حقیقي ژوند خوند مې راڅخه دې مجازي ژوند وړی.

تر ټولو ستره بدبختي خو داده چي د همدې انټر نیټ له امله مې نژدې یو کال د سهار لمونځ نه ده کړی او تقریبا څلور واړه نور لمونځونه مې هم پر خپل وخت نه دي ادا کړي.

تندي ته مې ټک ورکړ او پر خپلو دې عبثو کړو وړو ډیر پېښمانه شوم.

همدا شیبه مې له ځانه سره ټینګ هوډ وکړ چي نور به توبة النصوح کوم او له هر رنګ عبث او ناروا کار څخه به لاس اخلم…!

د نورو ورځو خلاف د شپې وختي ویده شوم، سهار وختي د نژدې مسجد په اذان را ویښ شوم، له الله جل جلاله څخه مې توفیق وغوښتی او په وچ زور را پاڅېدم، اودس مې وکړ او جومات ته د جماعت لپاره ولاړم.

یقیناً دا وخت راته نادره برېښیدی، خو زړه مې له سرور او خوښیو لبریز وو.

امام په خواږه غږ سورة الرحمان تلاوت کاوو، د هر آیت په اوریدلو سره مې ځان کې تغیر محسوساو.

د لمانځه نه پس مې تلاوت وکړ او په ارام زړه بهر ته راووتم .

نن مې زړه له خدایي اطمنان څخه د خوښۍ ټکانونه خوړل، د غرونو پر څنډو د لمرڅرک سرخي ډیره ښکلې ښکارېده، تازه هوا مې په زوره کش کړه، او له دې ښایسته شیبې مې زیات خوند واخیست.

کورته ولاړم دا ورځ وختې لا وظیفې ته ورسیدم، نن مې ټوله ورځ انټرنټ نه وو چالان کړی، ټوله ورځ یوه مرموز احساس خوښي را بښله. د کاري وخت تر خلاصیدو وروسته د ځینو ملګرو پوښتنې ته ورغلم او…

له دې ورځې وروسته ما خپله توبه ټینګه کړه، له ناوړه کارونو او عبثیاتو څخه مې لاس واخیست، د پنځه وخته لمانځه پابندي مې پیل کړه. باور وکړئ ما مې د ژوند خوند او ښکلا راز د سهار په لمانځه کې وموند.

د سهار جماعت مې د ژوند رنګ یو سل اتیا درجې تغیر کړ.

سبحان الله! یوازې د سهار لمانځه د نه کولو په بدل کې مسلمان ته څومره سرګردانۍ پیښیږی. او شیطان مو په څومره مهارت پخپلو شیطاني وسایلو او وسایطو له دې عظیم عمل څخه راګرځوي!!!

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د