fbpx

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – (۷۰مه برخه)

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

د تبوك غزا

9 هجري كال د رجب مياشت

د مكې فتحه ډيره لويه كارنامه او د حق او باطل تر منځ پريكنده غزا وه. لدې سوبې نه وروسته مشركينو ته د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په رسالت كې د شك ځاى پاتې نه شو، د تاريخ مسير بدلون وموند، خلك ډلې ډلې په اسلام مشرف شول.  مخكې مو وليدل چې څومره وفدونه او نمايندګان د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خدمت ته حاضر شول، او دا به هم وګورو چې په حجه الوداع كې د مسلمانانو شميره څو ته لوړيږي، دا ټول د مكې د فتحې له بركته. پدې ترتيب سره د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د حكومت داخلي ستونزې حل شوې، نور مسلمانانو دا فرصت درلود چې په پوره ډاډ سره د الله د دين زده كړه او تبليغ وكړي او خلكو ته اسلام ورسوي.

ددې غزا سبب

مسلمانانو په جزيره كې د ننه مشكلات نه درلودل، خو دغه وخت بې موجبه د روميانو له مخالفت او تهديد سره مخ شول، روميان د هغه وخت زبر ځواك ؤ.

په تيرو پاڼو كې مو ولوستل چې د بصرى والي ته د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) قاصد حارث بن عمير ازدي (رضي الله عنه) د شرحبيل بن عمرو غساني له خوا په شهادت ورسيد او همدا د تيري پيل و. د همدې تيري په ځواب كې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د زيد بن حارثه (رضي الله عنه) په مشرى يو لښكر وليږه چې په مؤته كې له روميانو سره ونښت، سخته جګړه يې وكړه خو ويې نه شواى كولى له خپل ظالم او كبرجن دښمن نه پوره انتقام واخلي. خو د ليرو او نژدې عربانو پر زړونو يې ډيره غوره اغيزه وكړه. د روم مشر قيصر ديته متوجه و، او پدې پوهيده چې د جګړې پايله څومره د مسلمانانو په ګټه وه او له مسلمانانو سره يې د ځينو عربي قبايلو هم غږي او له روم نه د استقلال هڅې له پامه نه وې اچولې. او په رښتيا سره چې دا هغه خطر و چې ګام په ګام د روم پولو ته ورنژدې كيده، له عربو سره ګاونډ كې د شام پولې  يې تهديدولې.

همدې ته په توجه سره قيصر تصميم ونيو چې بايد مخكې لدينه چې مسلمانان په نه ماتيدونكي ځواك او خطر بدل شي، او مخكې لدينه چې د روم په خوا كې پرتو عربي برخو كې پاڅونونه او انقلابونه پيل شي بايد د اسلامي دولت جرړې له بيخه وايستل او د مسلمانانو ځواك اوبه شي.

له همدې كبله له مؤته جګړې نه وروسته پوره يو كال قيصر د جنګ تياري نيوله، له روميانو او تر خپل كنترول لاندې عربانو  لكه آل غسان او نورو نه يې لوى لښكر جوړ كړ، او د فيصله كوونكي جنګ ټول وسايل يې برابر كړل.

د روميانو د تيارۍ خبر په مدينه كې

مدينې ته دا خبرونه رارسيدل چې روميانو له مسلمانانو سره د پريكنده جګړې تياري نيولې ده. په مدينه كې د ننه له مسلمانانو سره تشويشونه پيدا شوي وو، حتى چې د يوه پردي او نا آشنا آواز په اوريدو سره به  ډيرو داسې تصور كاوه چې ګويا روميانو پر مدينه بريد وكړ.

ددې حالت اندازه له هغه حالت نه ښه څرګنديداى شي چې عمر (رضي الله عنه) ورسره مخ شويدى. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په نهم هجري كال كې له خپلو بيبيانو سره ايلاء وكړه، (ايلاء ديته وايي چې څوك قسم وكړي چې زه به له خپلې ښځې سره جماع نه كوم نه به ورسره يوځاى كيږم، كه دا موده له څلورو مياشتو نه كمه وي پروا نلري يعنې له څلور مياشتو نه مخكې هر وخت كولى شي له خپلې ښځې سره يو ځاى شي خو د قسم كفاره به وركوي، او كه څلور مياشتې تيرې شوې او نوموړي خپلې ښځې ته ورنژدې نه شو نو بيا به قاضي او محكمه مداخله كوي چې هغه دې يا ښځې ته رجوع وكړي يا دې طلاق وركړي).

د يو شمير اصحابو (رضي الله عنهم) په رايه د څلورو مياشتو له تيريدو وروسته طلاق واقع كيږي. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په همدې كال له خپلو ميرمنو نه خفه شوى و او يوه مياشت يې ايلاء وكړه، د خپل كور په بالاخانه كې اوسيده، په پيل كې مسلمانان (اصحاب) نه وو خبر، پدې حكم نه پوهيدل بلكه فكر يې كاوه لكه چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خپلو ميرمنو ته طلاق وركړيدى او پدې سره ټول له حده زيات خفه شوي وو.

عمر (رضي الله عنه) دا كيسه داسې بيانوي:

زما يو انصاري ملګرى ؤ، هغه به چې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په مجلس كې حاضريده او زه به نه وم، نو د مجلس احوال به يې ماته راوړ، او كه به زه موجود وم او هغه به نه ؤ بيا به ما د مبارك مجلس ګزارش وركاوه. مونږ دواړو په يوه سيمه كې ژوند كاوه، په نوبت به د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) مجلس ته حاضريدو د غسان قبيلې د يوه پاچا دا خبر هم راته رسيدلى ؤ چې پر مدينه د حملې نيت لري، نو لدې پلوه ويريدو او تشويش راسره ؤ.

يوه ورځ ناڅاپي زما انصاري دوست راغى دروازه يې ووهله او غږ يې وكړ: خلاصه كړه، خلاصه كړه! عمر (رضي الله عنه) وايي: ما ورته وويل: څه چل دى؟ آيا غساني حمله وكړه؟ هغه راته وويل: نه لدينه هم لويه پيښه شويده، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له خپلو  ميرمنو نه بيل شويدى… د حديث تر پايه.(1)

په بل روايت كې راغلي چې عمر (رضي الله عنه) وايي: ما او انصاري دوست به خبرې سره كولې او ويل به مو چې غسانيان آسونه راته نعل كوي او د بريد تياري نيسي. ملګرى مې يوه ورځ د خپل نوبت په اساس د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) مجلس ته تللى ؤ چې د شپې بيرته راغى دروازه يې په شدت سره وټكوله غږ يې وكړ چې عمر ويده دى؟ زه وويريدم فوراً ور ووتلم. هغه راته وويل: ډيره لويه پيښه شويده. ما ويل: څه دي؟ آيا غسانيان را ورسيدل؟ ويل يې نه، له دې نه هم لويه او مهمه پيښه، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خپلو ميرمنو ته طلاق وركړيدى.(2)

دا كيسه پخپله دا ښيي چې مسلمانانو د روميانو له لوري څومره ويره او تشويش درلود. د روميانو خطر او لدې طرفه متوجه تهديد دومره لوى ؤ چې منافقان يو ځل بيا را ژوندي او اميدوار شوي وو، كه څه هم د سر په سترګو يې ليدل چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) څومره برياليتوبونه تر لاسه كړل، څومره قوت لري. د مسلمانانو همت او غيرت هم ورته ثابت ؤ خو بيا هم پدې تمه وو چې كيداى شي روميان حمله وكړي او مسلمانان نابود كړي. د مسلمانانو كمزوري او تباهي د دوى هيله وه، پدې وخت كې دوى خپل شوم هدف لنډ ليدلو او له همدې امله يې د شر او توطئو يوه اډه جوړه كړه. د شر دغه اډه يې د جومات په نوم ونوموله چې په اسلامي تاريخ كې ورته مسجد الضرار ويل كيږي. منافقانو هيله درلوده له همدې مركز نه په استفادې سره د مسلمانانو تر مينځ نفاق واچوي، همدا به د كفر او كفارو لپاره مركز او اډه وي. دوى چې دا جومات جوړ كړ له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) نه يې وغوښتل چې تشريف راوړي او لمونځ پكې ادا كړي، لدې كار نه يې هدف دا ؤ  تر څو مسلمانان پرې وغولوي، او متوجه نه شي چې دوى دلته د اسلام په خلاف څه توطئې جوړوي. دوى لدې ځاى نه د فساد او توطئې جوړونې مطمئنه او آرامه اډه جوړوله، خو رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) دلته لمونځ كول له غزا نه تر بيرته راتګ پورې وځنډاوه، ځكه پدې وخت كې غزا ته تيارۍ باندې مصروف ؤ. پدې ترتيب سره منافقان پخپل هدف كې ناكام شول، الله تعالى وشرمول، او كله چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له غزا نه بيرته راستون شو د همدې مسجد د نړولو حكم يې وكړ، او مسجد وران شو.

د روميانو او غسان قبيلې د تيارۍ خاص رپوټونه

دا و هغه حالت او خبرونه چې مسلمانان ورسره مخامخ وو، په همدې ډول حالاتو كې نبطيونو هغه چې له شام نه يې مدينې ته تيل يا غوړي راوړل خبر راوړ چې هرقل څلويښت زره كسيزه لښكر تيار كړيدى، مشر يې يو مخور رومي  ټاكلى، لخم، جذام او نورې عربي قبيلې هم ورسره دي. د همدې لښكر لومړنى ټولګى (مقدمه) د بلقا سيمې ته رارسيدلې ده. پدې سره مسلمانان له لوى خطر او تهديد سره مواجه شول. يادونه بايد وكړو چې نبطيان د اسماعيل (ع) د زوى نابت اولاده وه، يو وخت يې په شمالي حجاز كې ښه برم درلود، خو ورو ورو مخ په ځوړ لاړل او عادي سوداګران او بزګران شول.

حالات نور هم ترينګلي شول

حالات ډير خراب او ترينګلي شول، د سختې او شديدې ګرمۍ موسم ؤ. مسلمانان له نورو ستونزو علاوه د وچكالۍ، بې وسۍ او د سوارۍ لپاره د څارويو له كمبود سره لاس او ګريوان وو. بله دا چې ميوې هم پخې شوې وې، د هر چا زړه دا غوښتل چې پخپل باغ كې تر سيوري لاندې وي پداسې وخت كې له كور نه وتل ډير ګران و، ګرمي هم وه، لاره ډيره اوږده او سخته وه.

د رسول الله صلى الله عليه واله وصحبه وسلم پريكنده اقدام

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) حالاتو او د شرايطو بدلون ته په ډير دقت كتل، د پيښو اسباب او عواقب يې څيړل، باور يې درلود كه په موجوده حالاتو كې له روميانو سره له جګړې نه ډډه وشي، سستي وشي، دښمن فرصت ومومي د اسلامي دولت له پولو نه تيرى وكړي د مدينې په لور مخكې راشي، دا به د مسلمانانو لپاره ډيرې ناوړې اغيزې ولري.  جنګي ځواك، شهرت او حيثيت به يې صدمه ومومي، تشويشونه به راولاړ شي، او كيداى شي هغه مشركان چې له حنين غزا نه وروسته د بشپړې نابودۍ په مورګه ولاړ وو بيرته ځانونه منظم كړي او هڅه وكړي چې بيا د ژوند او ځواك خاوندان شي. بل خطر دا ؤ چې منافقانو هم پر مسلمانانو د پريكنده بريد لپاره مناسب فرصت لټاوه، د فاسق ابو عامر له لارې يې د روميانو له پاچا سره اړيكې ټينګې كړې وې. پلان يې جوړ كړى ؤ چې د روميانو د حملې په صورت كې به دوى له شا نه پر مسلمانانو د تورې ګوزار كوي. او كه داسې شوي واې نو د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) او اصحابو (رضي الله عنهم) د اوږدو او سختو هلو ځلو، جنګونو او كوششونو نتيجه به اوبو وړې واى! رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) دا ټول واقعيتونه درك كړي ؤ، همدا وه چې له زياتو مشكلاتو سره سره يې له روميانو سره د دوى له پولو نه اخوا د جګړې او ټكر فيصله وكړه، امر يې وكړ چې بايد روميان فرصت و نه مومي د اسلامي حكومت د پولو او سرحدونو په لوري وړاندې تګ وكړي.

له روميانو سره د جګړې لپاره د تيارۍ امر

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خپل تصميم اصحابو (رضي الله عنهم) ته ورساوه، هغوى يې خبر كړل چې بايد له روميانو سره د جګړې تياري ونيسي. د مكې او شاوخوا نورو سيمو قبايلو ته يې هم د تيارۍ فرمان صادر كړ. د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) سنت او عادت داسې ؤ چې د جګړې په وخت كې به يې خپله لاره او خپل هدف پټ ساته له توريې نه به يې كار اخيست پدې معنى كه غوښتل به يې د شمال په لوري لاړشي نو اعلان به يې داسې كاوه چې جنوب ته ځي، او يا بر عكس، خو دا ځل څرنګه چې شرايط ډير سخت، تنګ او خطرناك وو نو په څرګنده توګه يې اعلان وكړ چې له روميانو سره يې د جګړې پريكړه كړيده، ټول يې خبر كړل تر څو د جګړې تيارئ ونيسي او جهاد ته يې تشويق كړل. په همدې ورځو كې د سوره برائت څو مبارك آيتونه نازل شول، چې مسلمانان هاند او جګړې ته هڅوي. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خپلو اصحابو ته د الله په لار كې د مالي قربانۍ اهميت هم بيان كړ او ديته يې وهڅول چې هر يو د خداى په لار كې خپل غوره مال په مصرف ورسوي.

جهاد ته په تيارۍ كې سيالي

له روميانو سره د جګړې لپاره د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له فرمان نه وروسته مسلمانانو يو له بل سره د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د امر په تعمیل كې سيالي كوله. هر چا په ډيره بيړه د جګړې تياري نيوله، مختلفې قبيلې او كورنۍ له هر لوري نه د مدينې په خوا را ماتې وې. ټول مسلمانان آماده شول، له منافقانو پرته ټولو د جګړې اراده كړې وه. ټول جګړې ته روان شول، يوازې درى كسه ريښتوني مسلمانان ورنه پاتې شول نور ټول وخوځيدل.

جګړې ته له روانيدو نه مخكې بې وسه، محتاج او فقير مسلمانان د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) خدمت ته راتلل د جګړې لپاره يې د سپرلۍ او وسايلو سوال كاوه خو كله به يې چې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) دا لاندينى ځواب اوريده نو پداسې حال كې به بيرته ورنه تلل چې سترګې به يې له اوښكو ډكې وې: ((لا أَجِدُ مَا أَحْمِلُكُمْ عَلَيْهِ تَوَلَّوا وَأَعْيُنُهُمْ تَفِيضُ مِنْ الدَّمْعِ حَزَناً أَلاَّ يَجِدُوا مَا يُنفِقُونَ)). (التوبۍ: 92)

[ترجمه: نو ويل تا دوى ته چې ستاسې د سپرلۍ لپاره څه نلرم، نو بيرته تلل دوى پداسې حال كې چې  سترګې يې له اوښكو ډكې وې، او پدې خفه دي چې د جهاد په لاركې د نفقې لپاره څه نلري.]

مسلمانانو د الله په لار كې د مال او دارايۍ په خرڅولو كې هم يو له بل سره سيالي كوله د هر يوه هيله دا وه چې زيات اجر وګټي. عثمان (رضي الله عنه) هغه تجارتي كاروان چې د شام د تجارت لپاره يې تيار كړى ؤ ټول رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ته وركړ، پدې كاروان كې دوه سوه اوښان سره له ځلونو او كجاوو، دوه سوه اوقيې يعنې 5/ 29 كيلو ګرامه نقره دا ټول يې د الله په لار كې صدقه كړل. دا ټول مجهز كاروان يې صدقه كړ، سل اوښان سره له ټولو لوازمو او زر ديناره (پنځه نيم كيلو سره زر) نور يې هم د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) حضور ته راوړل عرض يې وكړ چې دا هم د الله په لار كې په خرڅ ورسوئ.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) پداسې حال كې چې دغه دينارونه يې په لاس كې اړول را اړول فرمايل يې: ‏(‏ما ضَرَّ عثمان ما عمل بعد اليوم‏)١‏. لدې ورځې نه وروسته چې عثمان هر عمل وكړي هيڅ زيان نه ورسوي.  عثمان (رضي الله عنه) پدې هم اكتفا ونكړه، نور مالونه  يې هم خيرات كړل، ټول نهه سوه اوښان او سل آسونه يې صدقه كړل، البته د طلا او نقرې حساب خو يې لا بيل ؤ.

عبدالرحمن بن عوف (رضي الله عنه) دوه سوه اوقيې نقره راوړه. ابوبكر (رضي الله عنه) خپل ټول مال چې څلور زره درهمه وو راوړل، د خپل اولاد لپاره يې الله او رسول كافي وبلل. عمر (رضي الله عنه) هم خپل نيم مال راوړ. عباس (رضي الله عنه) هم ډير څه راوړل. طلحه، سعد بن عباده، محمد بن مسلمه (رضي الله عنهم) هر يوه ډير څه حاضر كړل. عاصم بن عدي (رضي الله عنه) نوي وسقه خرما (يو وسق60 صاع كيږي او پدې حساب ټول ديارلس نيم زره کيلو يا ديارلس نيم ټنه خرما) راوړه. اصحابو (رضي الله عنهم) يو په بل پسې د خپل توان په اندازه مالونه راوړل، د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په حضور كې يې ايښودل، داسې كسان هم وو چې يوازې  يو مُد يا دوه مُده يا كمې او زياتې خرماوې يې راوړلې.[يو مُد ٦٧٥ ګرامه وزن لري] ښځو هم چې څه درلودل رايې وړل، چا به مشك راوړل، چا پايزيب، بنګړي، لښتۍ، ګوتيې او، ټول يې حاضر كړل. له منافقانو پرته هيچا هم بخل ونكړ، ډير څه جمع شول. ((الَّذِينَ يَلْمِزُونَ الْمُطَّوِّعِينَ مِنْ الْمُؤْمِنِينَ فِي الصَّدَقَاتِ وَالَّذِينَ لا يَجِدُونَ إِلاَّ جُهْدَهُمْ فَيَسْخَرُونَ مِنْهُمْ….))). (التوبه:  79)

[ترجمه:  هغه منافقان چې عیب وايي په خيرات كوونكو مؤمنانو باندې په ادا د صدقاتو كې او بل د هغو بې وزلو عیب وايي چې هيڅ نه مومي مګر په اندازه د توان او زيار خپل، پس مسخرې كوي دغه منافقان په دوى پورې…]

اسلامي لښكر د تبوك په لور

لښكر تيار شو، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) محمد بن مسلمه او په بل روايت سباع بن عرفطه په مدينه كې خپل خليفه وټاكه. علي (رضي الله عنه) ته يې وظيفه وركړه چې دده د كورنۍ سر پرستي وكړي. كله چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) روان شو منافقانو داسې خبرې وكړې چې علي (رضي الله عنه) هغه تحمل نه شوى كړى، روان شو له مدينې نه ووت او ځان يې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ته ورساوه، خو رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) بيرته امر ورته وكړ چې لاړ شي او د خپلې كورنۍ سر پرستي وكړي او ورته ويې فرمايل: ‏(‏ألا ترضى أن تكون مني بمنزلة هارون من موسي، إلا أنه لا نبي بعدي‏)‏‏.‏  اې علي! آيا دا دې نده خوښه چې زما په وړاندې داسې مقام ولرې لكه چې هارون يې د موسى (عليه السلام) په وړاندې لري. خو له ما نه وروسته بل هيڅ پيغمبر نشته.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د پنجشنبې په ورځ د شمال په لور مدينه د تبوك په قصد پريښوده، د مجاهدينو شميره ډيره زياته وه، ديرش زره كسان جګړې ته روان وو، كه څه هم ډير مالونه راټول شول خو بيا هم ددې دومره لوى شمير عسكرو لپاره كافي نه وو.

لښكر د سورلۍ او توښې له پلوه له مشكلاتو سره مخ و، هرو اتلسو كسانو ته يوه سورلي وه په نوبت به ورباندې سپريدل. غازيانو به له ډيرې لوږې د ونو پاڼې خوړلې د اكثرو كسانو شونډې وپړسيدلې، كه څه هم اوښانو ته ډيره اړتيا وه خو بيا هم له ډيرې تندې او لوږې نه ديته مجبور شول څه اوښان حلال كړي، دومره تږي وو چې بايد د اوښانو د خيټې اوبه يې چښلې واى. او څرنګه چې لښكر ډيرې سختۍ ليدلې نو دې لښكر ته جيش العسره يعنې د سختيو لښكر هم ويل كيږي.
اسلامي لښكر د لارې په اوږدو كې د ثموديانو له سيمې (حجر) نه تير شو، ثموديانو هلته وادي قرى كې له تيږو نه لويې لويې خونې جوړې كړې وې. اصحابو (رضي الله عنهم) اراده وكړه ددې ځاى له اوبو نه څه وچښي، خو رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) امر وكړ چي: ‏(‏لا تشربوا من مائها ولا تتوضأوا منه للصلاة، وما كان من عجين عجنتموه فاعلفوه الإبل، ولا تأكلوا منه شيئاً‏)‏.  دا اوبه مه چښئ او مه اودس ورباندې كوئ او كوم اوړه مو چې پدې اوبو خوشته كړي هغه خپلو اوښانو ته وركړئ خپله يې مه خورئ. او زياته يې كړه چې يوازې له هغې چينې نه اوبه وڅښئ له كومې نه به چې د صالح (عليه السلام) اوښې اوبه چښلې.
بخاري او مسلم له ابن عمر (رضي الله عنهما) نه روايت كوي وايي: كله چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له حجر نومې سيمې نه تيريده ويې فرمايل: ‏(‏لا تدخلوا مساكن الذين ظلموا أنفسهم أن يصيبكم ما أصابهم إلا أن تكونوا باكين‏).‏ د هغه چا كورونو ته مه داخليږئ چې پخپلو نفسونو يې ظلم كړيدى، هسې نه چې د دوى عذاب تاسې ته هم در ورسيږي، دلته پداسې حالت كې داخل شئ چې د الله له ويرې نه ژړا كوونكي وئ. بيا رسول (صلى الله عليه وسلم) خپل مبارک سر پټ کړ او په بيړه ، بيړه لدې درې نه ووت.(1)

د لارې په اوږدو كې غازيان سخت تږې شول، اوبو ته زيات اړ وو، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ته يې شكايت وكړ رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د باران سوال وكړ، يو ځل وريځې راښكاره شوې ښه باران وشو. خلكو اوبه وڅښلې او د ضرورت په اندازه يې ورسره واخيستلې. كله چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) تبوك ته نژدې شو ويې فرمايل: ‏(‏إنكم ستأتون غداً إن شاء اللّه تعالى عين تبوك، وإنكم لن تأتوها حتى يَضْحَي النهار، فمن جاءها فلا يمس من مائها شيئاً حتى آتي‏)‏. [تاسې به سبا د تبوك چينې ته ورسيږئ (ان شاء الله) خو تر نيمې ورځې پورې به ور ونه رسيږئ، كه له ما نه مخكې ور ورسيدئ نو ترهغې پورې اوبه مه ورنه چښئ تر څو زه نه وم راغلى.]

معاذ (رضي الله عنه) وايي مونږ پداسې حال كې چينې ته ورسيدو چې له مونږ نه مخكې دوه كسان ورسيدلي وو، د چينې اوبه لږ لږ روانى وې، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له هغو دوو كسانو نه پوښتنه وكړه : ‏(‏هل مسستما من مائها شيئاً‏؟‏‏)‏  آيا د چينې اوبو ته مو لاس وروړى دى؟ هغوى وويل: هو. بيا رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ورته د خداى د ارادې او خپلې خوښې مطابق خبره وکړه. بيا يې په مباركو لاسونو اوبه رابندې كړې تر څو يوه اندازه جمع شوې، مبارك مخ او لاسونه يې ورباندې پرې مينځل، نورې يې بيرته په چينه كې واچولې پدې سره يو ځل له چينې نه زياتې اوبه روانې شولې، خلكو وچښلې او د ضرورت په اندازه يې ورسره واخيستلې. بيا رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏(‏يوشك يا معاذ، إن طالت بك حياة أن ترى ماهاهنا قد ملئ جناناً‏)‏‏.‏  اې معاذه! كه عمر ياري درسره وكړي، نو و به وينې چې يو وخت به دا سيمه ټوله د ميوو له باغونو ډكه وي.(2)

همدا راز رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د تبوك په لاره كې او په بل روايت تبوك ته له رسيدو وروسته وفرمايل: ‏(‏تهب عليكم الليلة ريح شديدة، فلا يقم أحد منكم، فمن كان له بعير فليشد عِقَالَه‏)‏. نن شپه به سخت باد درباندې راوالوزي، هيڅوك به نه دريږي، د اوښانو خاوندان دې د اوښانو ګونډې وتړي.

هماغه وه چې د شپى سخت باد راغى، يو سړى د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د امر په خلاف پاڅيد ودريد، چې باد پورته كړ او ان د طيئ په غره يې وغورځاوه١.

همدارنګه د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) عادت داسې ؤ چې د لارې په اوږدو كې به يې د ماسپښېن او لمازديګر، ماښام او لماسختن لمونځونه يو ځاى ادا كول  يعنې د لمازديګر لمونځ به يې د ماسپښېن او لماسختن به يې د ماښام په وخت كې يو ځاى ادا كاوه چې ديته جمع تقديم وايي، او يا به يې د ماسپښين لمونځ د لمازديګر او ماښام  د لماسختن په وخت كې يو ځاى ادا كول چې ديته جمع تاخير وايي.

اسلامي لښكر په تبوك كې

اسلامي لښكر تبوک ته ورسيد، له دښمن سره د مقابلې پوره تياري يې درلوده، مركز يې جوړ كړ. رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ډيره مهمه خطبه وويله، په لنډو ټكو كې يې لوى مفاهيم ادا كړل، مسلمانان يې د دنيا او آخرت ښيګڼو ته راوبلل، د بدو اعمالو او شر له عواقبو نه يې وويرول، ويې ګواښل. همدا راز د خوښۍ څرګندونه يې وكړه، او دوې ته يې هم د خوښۍ او بري زيرى وركړ. پدې ترتيب سره يې د هغوى روحيات دومره لوړ كړل چې د وسايلو د كمبود او موادو د نشتوالي جبران پرې وشو. روميانو چې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د لښكر كشۍ خبر واوريد ويرې واخيستل، د وړاندې تګ او مقابلې جرات يې نه شوى كولى، له پولو نه اخوا ښارونو كې سره تيت شول. دې كار د مسلمانانو لپاره په زړه پورې نتيجې  درلودې، او مسلمانانو داسې سياسي برياوې لاسته راوړې چې د جنګ او وسلوالې مقابلې په حالت كې يې لاسته نه شواى راوړى. د ايله مشر يحنه بن روبه د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) حضور ته راغى او د جزيې په منلو سره يې له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) سره سوله وكړه. د جرباء او اذرح خلك هم حاضر شول جزيه وركول يې ومنل، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) هغوى ته يو ليك وليكه. د ايله واكمن ته د ليكل شوي ليك متن داسې و:

(‏بسم اللّه الرحمن الرحيم، هذه أمنة من اللّه ومحمد النبي رسول اللّه ليحنة بن رؤبة وأهل أيلة، سفنهم وسياراتهم في البر والبحر لهم ذمة اللّه وذمة محمد النبي، ومن كان معه من أهل الشام وأهل البحر، فمن أحدث منهم حدثاً، فإنه لا يحول ماله دون نفسه، وإنه طيب لمن أخذه من الناس، وأنه لا يحل أن يمنعوا ماء يردونه، ولا طريقاً يريدونه من بر أو بحر‏)‏‏.‏ [بسم الله الرحمن الرحيم، دا د مهربان الله او محمد رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له خوا د يحنه بن روبه او ايله د خلكو لپاره امان ليك دى. د دوى كښتۍ او ځمكني كاروانونه به ټول محفوظ او خوندي وي، الله او رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) يې ذمه وار دي. دا تړون او عهد د دوى او د شام او سمندر ټولو هغو خلكو لپاره دى چې له دوى سره همكاري لري، او ديته ورته نظر ولري. كه له دوى نه څوك د بد او نا مناسب كار مرتكب كيږي، نو مال يې د مجازاتو مخه نشي نيولى، او د جرم د ارتكاب  په صورت كې د هغه مال نورو ته روا دى چې وايې خلي. همدا راز دوى اجازه لري له هرې چينې نه ګټه واخلي او له هرې بحري او ځمكنۍ لارې نه استفاده وكړي.] رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) يو څلور سوه شل كسيز سپور ګروپ د خالد بن وليد (رضي الله عنه) په مشرۍ د دومه الجندل مشر اكيدر ته وليږه،  ورته ويې فرمايل: ‏(‏إنك ستجده يصيد البقر‏). اكيدر به پداسې حال  كې ووينئ چې د غوايانو ښكار به كوي. خالد (رضي الله عنه) لاړ او كله چې د هغوى برجونه ورته ښكاره شول، يو نيلي رنګه غويى يې د قصر له دروازې سره وليدل شو چې د قصر دروازه يې په ښكرو موښله، اكيدر هم ورپسې راغى او د هغه د ښكار هڅه يې كوله، شپه وه خو سپوږمۍ رڼا كوله، خالد (رضي الله عنه) اوملګري يې پدې وتوانيدل چې اكيدر ونيسي او بيا يې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) حضورته راووست.

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) هم د هغه دمرګ حكم ونكړ، بلكه سوله يې ورسره وكړه او هغه  دا ومنله چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) ته به له جزيې سره سره دوه زره اوښان، اته سوه وزې، څلور سوه زغرې او څلور سوه نيزې وركوي، او پدې ترتيب سره يې له هغه سره هم د يحنه، دومه،تبوك، تيماء او ايله په شان تړون وكړ.

د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د بريالي سياست په نتيجه كې هغه عربي قبايل چې  له روميانو سره يې همكاري درلوده په بله واوښتې، په روميانو يې باور كم شو د مسلمانانو خوا ته نژدې شوې.

او پدې سره د مسلمانانو د حكومت دايره پراخه شوه، او د روم تر اصلي پولو پورې وغزيده د روميانو نوكران نور ختم شول خپله ماتې يې وليده او خبره مستقيماً په روميانو پورې مربوطه شوه.

بيرته د مدينې په لور

د مسلمانانو بريالى لښكر پداسې حال كې بيرته مدينې ته روان شو چې الله تعالى له جګړې او وسله والې نښتې پرته ډير برياليتوب ورپه برخه كړي ؤ.

د لارې په اوږدو كې له يوې كږ ليچې غونډۍ سره دوولسو منافقانو د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د شهادت توطئه جوړه كړه. كيسه داسې وه چې رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) لدې نقطى نه پداسې حال كې تيريده چې نور لښكر په دښته كې روان و، له رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) سره يوازې دوه كسان موجود وو، عمار (رضي الله عنه) چې د اوښې واګې نيولې وې، او حذيفه (رضي الله عنه) چې ورپسې روان ؤ.

منافقانو پدې وخت كې هڅه وكړه لدې فرصت نه ناوړه ګټه پورته كړي، رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له خپلو دوو ملګرو سره روان و چې د پښو څپا او آواز يې واوريد پوه شو چې څوك ورپسې په منډه را روان دي ويې كتل چې څو نقاب پوشان په تيزۍ سره د دوى په لور راځي، فوراً يې حذيفه (رضي الله عنه) ته وظيفه وركړه چې د هغوى مخه ونيسي. حذيفه هم د دوى د سورليو پر مخونو د ورسره موجود ډال ګوزارونه وكړل، پدې سره منافقان وډار شول او وتښتيدل. او د نور لښكر سره يو ځاى شول. وروسته رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د همدې منافقانو نومونه حذيفه (رضي الله عنه) ته وښودل، او دا يې هم ورته وويل چې هغوى  كوم شوم نيت او هدف درلود، خو ورته ويې فرمايل چې افشا كوه يې مه. له همدې وجې نه حذيفه (رضي الله عنه) د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) صاحب السر يعنې د راز يار بلل كيږي.

الله تعالى د منافقانو ددې بدې ارادې په هكله فرمايي: ((وَهَمُّوا بِمَا لَمْ يَنَالُوا)) (التوبة: 74) [دوى د داسې كار هڅه وكړه چې پكې بريالي نه شول] يعنې هغوى غوښتل رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) په شهادت ورسوي خو ويې نه شوى كولى خپل هدف تر لاسه كړي. كله چې مدينه را ښكاره شوه  رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وفرمايل: ‏(‏هذه طَابَةُ، وهذا أحُدٌ، جبل يحبنا ونحبه‏).دا طابه ده، هغه د احد غر دى، هغه احد چې له مونږ سره مينه لري او مونږ هم ورسره مينه لرو.

د مدينې اوسيدونكي چې د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) له راتګ نه خبر شول، ښځې او ماشومان يې مخې ته را ووتل، په ډير احترام او درناوي يې هركلى كاوه، او دا شعرونه يې ويل:

طلـع البـدرعلينا                                       من ثنيات الوداع
وجب الشـكرعلينا                                             مادعـالله داع (1)

[د څورلسم سپوږمۍ راوختله، د وداع  له غونډيو نه يې راباندې رڼا واچوله، تر څو پورې چې د الله لوري ته دعوت روان دى تر هغې پورې پر مونږ شكر لازم دى.]

رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) د رجب په مياشت كې د تبوك په لور روان شوى ؤ او د رمضان په مياشت كې بيرته راستون شو. ددې غزا ټوله موده  پنځوس ورځې وه چې ديرش يې په تبوك او نورې يې په سفر كې تيرې شوې. د تبوك غزا د رسول الله (صلى الله عليه واله وصحبه وسلم) وروستۍ غزا وه.

——–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د