شعـــــرونه

نمایشي سوله

سعادت کلیوال –

بیا د څه شی کنفرانس دی چه ماحول د ښار بدل دی
مختلفې څېرې راغلې د موټرو شورماشور دی

خلک وایی چه د ښار په هر یو ځای کې تلاشی ده
سرې او شنې اشارې ښکاری د رینجرو شورماشور دی

په ماڼۍ کې دی ویناوې هرڅوک سوله سوله وایی
د چکچکو بدرګې دی د خبرو شورماشور دی

ایاتونه د قران هم له مجلس اوریدل کیږی
د اسلام د ټیکدارو ګیره ورو شورماشور دی

هم ئی وژنی په بمونو،هم ئې سولې ته رابولی
د کمزورو قاتلانو، زورورو شورماشور دی

خو په کلی لا هم جنګ دی وران کورونه،خړ ټانګونه
بیا د سولې د مشرانو یرغلګرو شورماشور دی

د غره خلک خبر ندی چه په ښارکې څه تیریږی
ناست غازیان د ونو لاندې، د کوترو شورماشور دی

دلته خلک سعادته د وحشت په لمبو سوزی
هلته غونډه ده ، میله ده، د سندرو شورماشور دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x