افغانستان

ذبیح الله مجاهد : دجلال اباد په برید کې لسګونه داخلي او بهرني عسکر له منځه تللي

نن سهار پنځه بجې یو شمیر فدایي مجاهدینو ددننګرهار په مرکز جلال اباد کې دپولیسو او پوځیانو دروزنې په اکاډمۍ برید وکړ ، چې لا هم دوام لري ، له سیمې عیني شاهدان وایي چې برید په یوه لویه چاودنه پیل شو، طالبانو ویلي چې څو تنو په وسلو سمبال فدایان یې دپولیسو مرکز ته په داخلیدو توانیدلي دي ، دطالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته په استولي خبرپاڼه کې ویلي چې ددوی دمعلوماتو له مخې برید خورا بریالی او په دقت سره طراحي شوی وو ، له همدې امله یې بهرنیو او داخلي عسکرو او روزونکو ته دروند زیان اړولی ، دښاغلي مجاهد په وینا په برید کې ۴۰ داخلي او ۱۵ بهرني عسکر او روزونکي له منځه تللي

 

له بلې خوا دننګرهار چارواکي هڅه کوي دتیر په شان دجګړې مؤثریت درسنیو له سترګو پټ وساتي ، له همدې دعوه کوي چې جګړه پای ته رسیدلي ،  او یوازې ۷ پولیس په کې مړه شوي دي

په دې وروستیو کې په کابل او یوشمیر نورو سیمو کې دطالبانو فدایي بریدونو خورا زور اخیستی ، چې ډیر ځله خورا بریالي او حیرانوونکي وي ، خو دکابل حکومت او بهرني ملاتړي یې دوروستۍ هڅې په توګه تل هڅه کوي چې بریدونه غیرمؤثر وښیي نو ځکه تل  خپل تلفات دنشت برابر بولي .

 

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x