له ځان سره حساب

حافظ سفیان خالد-

ډېر ځله نه یو خبر ، چې د پښو څپلۍ مو خيرني شوي دي، تر هغو چې مو نوي او پاکې څپلۍ نه وي ليدلي .

ډېر ځله نه يو خبر، چې لمر مو مخونه تور کړي دي، ترهغو چې د بدن له هغې برخي سره یې په توپیر پوه شوي نه يو،  کومه چې له لمر څخه پټه وي.

ډېر ځله نه شو درک کولای، چې ورځ ډېره روښانه ده،  ترهغو چې یوه توره شپه راباندي نه وي تېره شوې.

ډېر ځله نه شو درک کولای، چې موږ څومره وروسته پاتي یو، تر هغو چې هغه اشخاص ونه وینو،  کوم چې تر موږ یې ډېر پرمختګ کړی وي.

ډېر ځله نه پوهېږو، چې موږ اوس چېري یو، ترهغو چې پوی شوي نه یو،  چې دوئ چيري دي.

ډېر ځله نه پوهېږو چې زموږ زړونه خیرن شوي دي، ترهغو چې له داسې زړونو سره مخ شوي نه يو، کوم چې زړونه یې صفا او سپېڅلي وي،،،

نو باید ځانونه وڅارو،

زړونه مو وپلټو،

خپلو نفسونو کې دننه  فکر وکړو او په صراحت ځان ته ځواب ورکړو چې زموږ زړونه چېرته دي؟؟

او زموږ ارواح چاته غږونه کوي؟؟

ایا موږ د قران عاشقان یو او که دبل شي؟؟

ایا زړونه مو د اللّٰه تعالیٰ په کلام خوښېږي او که په بل شي؟؟

فکر وکړه..

راشه! له همدې اوس څخه به نوي سپین اوسپېڅلي ډګر ته  داخل شو او توبه به نوي کړو،

ټکی ۰ به کښېږدو ..

او د پیل د لومړۍ ليکې (د څپليو د نظافت) څخه به یې پیل کړو..

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د