fbpx

مسلمانې ښځې دې انګريزي زده‌کړي، کنه له هېواده به شړل کيږي

نن ټکی اسیا (سه‌شنبه، مرغومي ۲۹مه، ۱۳۹۴ ل): د برتانيې لومړي وزير ډيویډ کيمرون ګواښ کړی، کومې مسلمانې ښځې، چې د انګريزي ژبې په ليک لوست زده‌کولو کې پاتې راځي، له برتانيې به شړل کيږي.

ډيويډ کيمرون دا هم وايي، چې کمزورې انګليسي ژبې لرونکي خلک د داعش پيغام په اسانه منلی شي.

د برتانيې لومړي وزير دا څرګندونې تېره ورځ په داسې حال کې وکړې، چې د انګليسي ژبې د غني کېدو او په ځانګړې توګه د ښځو د زده‌کړو لپاره يې ۲۶ ميليونه يورو ځانګړې کړې.

کميرون وايي، چې راتلونکي دوه درې کاله به برتانيې کې د اوسېدونکو خلکو لپاره د انګليسي ژبې د امتحان وي، چې څوک يې زده‌ کوي او څوک نه.

«که تاسې زموږ په هېواد کې ژوند کوئ او زموږ ژبه مو نه وي زده، نو تاسې بيا دلته د اوسېدو حق نه لرئ او دا بايد تاسې ومنئ، چې دلته راځئ، نو انګريزي ژبه بايد زده کړئ.»

د برتانيې د وروستۍ سر شمېرنې له مخې د برتانيې ۵۳ ميليونه خلکو کې ۲.۷ میليونه يې مسلمانان دي.

د ډيويډ کيمرون په وينا کمزورې انګليسي ژبې لرونکي مسلمانان په اسانه د داعش او نورو «افراطي» ډلو په پيغام تېروتلی شي.

په برتانيې کې د مسلمانانو ټولنو د ډيويډ کيمرون په څرګندونو سختې نيوکې کړي او دا کار يې د هغه د گوند له لوري د مسلمانانو پر ضد سخت ګواښ بللی دی.

د رمضان خيريه ټولنې مشر محمد شفيق وايي، چې ډيويډ کيمرون او د هغه محافظه کاره ګوند غواړي، چې مسلمانان د خپل ګوند د سياست لپاره د فوټبال په توګه وکاروي.

د اسلامي عقيدې د ځپلو لپاره نوي قوانين

له دې وړاندې هم د برتانيې صدراعظم پرېکړه کړې وه، چې د دوی په قول د «سخت دريځې» اسلامي عقيدې د ځپلو لپاره نوي قوانين جوړوي.

فرانس پريس خبري اژانس ليکلي، چې ډيويډ کيمرون دا ډول څرګندونې هغه مهال راهيسې پيل کړي، چې دوهم ځل لپاره د برتانيې صدر اعظم ټاکل شوی دی.

خبر زياتوي، چې د ډيويډ کيمرون حکومت به پارلمان ته د اسلامي « افراطي» عقيدې د ځپلو قانون وړاندې کړي او له هغې وروسته به د برتانيې ملکه دوهمه الزيبت د پارلمان مخته د قانون د تطبيق اعلان کوي.

د ډيويډ کيمرون له دفتره خپره شوې خبر پاڼه کې راغلي، چې برتانيې تر اوسه «سخت دريځي» اسلام سره ګزاره کړې او دوی نه غواړي، چې له دې وروسته دغه اسانتيا دوام وکړي.

د نړۍ په تاريخ کې او په ځانګړې توګه د برتانوي حکومت له لوري تر اوسه د سخت دريځۍ تعريف نه دی شوی او دا هم نه ده روښانه، چې سخت دريځي څوک دي، مګر د پېښو څارونکي وايي، چې د برتانوي حکومت موخه هغه خيريه مؤسسې او ټولنې دي، چې د اسلامي روح له مخې د خلکو خدمتونه کوي او له خلکو د اسلام او ثواب په نيت مرستې راټولوي.

دا لومړی ځل نه دی، چې برتانيا کې د مسلمانانو او اسلامي عقيدې پر ضد څرګندونې کيږي، بلکې څه موده وړاندې هم د برتانيې معارف وزارت د لندن «ټاور هيمليټس» ښار شپږ ديني مدرسې له دې امله تړلې وې، چې چلوونکي يې اسلامي فکر او عقيدې ته ژمن دي.

د معارف وزارت په څېړنيز راپور کې ويل شوي، چې استادان او زده‌‌‌کوونکي د لمانځه پر مهال ښوونځي رخصتوي او جوماتونو ته ځي او دا کار د زده‌کوونکو وخت ضايع کوي.

د راپور بنسټيز اعتراض دا دی، چې د دغو مدرسو زده‌کوونکي د برتانوي او اسلامي قواننيو تر منځ د تطبيق توپير نه شي کولای.
په راپور کې راغلي، چې دغو مدرسو کې اسلامي تاريخ او جغرافيه تدريسيږي او دې مدرسو کې يوه مدرسه داسې هم ده، چې ټول نصاب يې پر عربي ژبه تدرسيږي.

د مايکل ولشاو په مشرۍ کې په ليکل شوي راپور کې ادعا شوې، چې دغه مدرسې د اسلامي معارف پر غني کېدو ټيڼګار کوي او خپلو زده‌کړو کې د نورو موادو پر ځای ديني مضامينو ته ډېر اهميت ورکوي.

په برتانيا کې د اسلامي مدرسو اتحاديه وايي، چې دوی دغه څېړنيز راپور هيښ پاتې کړي او دې راپور کې يوازې د اسلامي مدرسو يو اړخ ياد شوی دی.

د اسلامي مدرسو اتحاديې له خوا په خپره شوې اعلاميه کې راغلي، چې دغه مدارس تل د خپلو نصابونو بيا کتنه کوي او د هر ډول اصلاحي سمون پلوي کوي.

نوي سخت دريځي ګوندونه

سره له دې چې برتانيا د نورو اوروپايي هېوادونو په پرتله د مسلمانانو او نورو اديانو په اړه ازادۍ ته ډېر ژمن هېواد دی، مګر بيا هم د برتانيې مسلمانان د اسلام ضد کړيو له بريدونو او دښمنۍ په وېره کې دي.

د دغو ستونزو او وېرو په اړه د بريسټل پوهنتون استاد نبيل خطاب وايي، چې برتانيا کې د اسلام ضد کړيو پروپاګند او اسلام دښمني يو نوی فکر دی او مسلمانان د دغه سخت دريځي دښمن لرونکي فکر پر وړاندې بې توانه دي.

نبيل خطاب الجزيرې تلويزون سره په خپلو خبرو کې وويل، چې د برتانيې مسلمانان د هغو پېښو عاملين بلل کيږي، چې دوی سره هيڅ اړيکه نه لري.

استاد خطاب د برتانيې د مسلمانانو په اړه په يوه سروې کې ويلي، چې د څوارلسو نورو ډلو په پرتله مسلمانانو سره تر ټول بد توکميز چلند کيږي.

سروې کې راغلي و، چې مسلمانانو سره د دوی د دين له امله ناوړه چلند کيږي او له همدې امله په دفترونو کې يې د دندو چانسونه هم ډېر لږ دي، مګر برتانوي حکومت وايي، چې مسلمانان د برتانيې يوه مهمه برخه ده او د برتانيې مسلمانان سياسي ګوندونو او پارلمان کې خپل غړي هم لري.

avatar
1 د تبصرو شمېر
0 د ځوابونو شمېر
0 ار ایس ایس کې ګډونوال - څارونکي
 
ډېر غبرګون شوې تبصره
تر ټولو ګرمه موضوع
  ګډون وکړئ  
نویو زړو ډیرو خوښو شویو
خبرتیا غوښتل د
الحاج استا ذ بیانزی
میلمه
الحاج استا ذ بیانزی

ونی ویلی ، که د تبرګی لاستی له مانه نه وی تبر زه نه شوم غوڅولی ، کوم شاعر وایی ( خپل سپی به دی خوری ماما ) ډیویډ کامران ، اوباما ، پوتین او نور مونږ د پاره په دی مضر نه دی چه د هغو فطرت هم داسی دی چه مونږ سره باید دشمنی ولی ، خو زه د خپلو تش په نامه اسلامی لیدرانو لکه عبدالله ، سلیمان او عبدالله غنی دوی په شان سپو له امله راڅخه د کوڅو خره جوړه شوی هر سړی راڅخه ډب تبروی ، که مونږ له ځانه دفاع کوی تر اشغالګرو… نور لوستل »